تاند- د ۱۹۶۹ م کال د جولای په شلمه پر سپوږمۍ د لومړني انسان نیل ارمسترانګ د قدمونو له اېښودلو وروسته ۵ ځلې نور امریکایان سپوږمۍ ته لاړل.

وروستی ځل چې سپوږمۍ ته انسان تللی، ۱۹۷۳ کال و. له دغه کال راوروسته بیا ترننه څوک سپوږمۍ ته نه دي تللي.

دا دی اوس نیمه پېړۍ وروسته امریکا اعلان کړی چې د سپوږمۍ ماموریت په پام کې لري.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې اړه یو فرمان لاسلیک کړی دی. خو پوښتنه دا ده چې په دې موده کې امریکا او یا کوم بل هیواد ولې سپوږمۍ ته فضانوردان نه دي لېږلي؟

حقیقت دا دی چې سپوږمۍ ته د انسان یا ماشین لېږل ګرانه تمامېږي.

د کلیفورنیا پوهنتون د نجومي علومو استاد پوهاند مایکل ریچ وايي، سپوږمۍ ته هر ماموریت زیات لګښت ته اړتیا لري خو ګټه یې تقریباً نشته.

د متخصصانو په باور د سپوږمۍ د ماموریتونو یوازینۍ ګټه سیاسي او تبلیغاتي ده، له دې پرته بل څه نشته.

په ۲۰۰۴ م کال د امریکا د وخت ولسمشر جورج بوش هم سپوږمۍ ته د انسانانو د لېږلو پلان جوړ کړی و خو د دې لپاره چې پر دې ماموریت څو سوه ملیون ډالره لګښت راته، دا پلان وځنډول شو.

دوی وايي چې اوس هم دا وېره شته چې د لوړ لګښت له کبله د ټرمپ له لوري تصویب شوې طرحه وځنډول شي.

One thought on “له شاوخوا ۵۰ کلونو وروسته ولې بیا انسان سپوږمۍ ته نه دی تللی”
  1. وروره دا خلګ درواغ وائی.څلویښت پنځوس کاله ئې هم ټول نړیوالی غولولی چه ګواکی دوی سپوږمۍ ته ختلی دی چه البته دا څلور پنځه کاله مخکی ئې د ځینو اروپائی پوهانو لخوا دا ادعا رد شوه البته زما په نظر لمړنئ پروپاګنډ او علمی تبلیغات هم پدې خاطر وه چه د شورویانو دووسانو فضائي بریالیتوب په سایه کی راولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *