په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ او ددغه هېواد د وسله والو جنګياليو ترمنځ د نښتو او يو پر بل باندې د مرګوني بريدونو له امله د شمالي وزيرستان زيات شمېر کورنۍ چې د وزيرستان ځايي خلک دي، خوست ولايت ته را مهاجر شوي دي.
د خوست ولايتي ادارې د اضطرار کمېټې او همدارنګه د امنيتي او کشفي ځواکونو سره د راکډه شويو مهاجرينو په تړاو بېړنۍ غونډه کړي ده.
پدغه ناسته کې د مهاجرينو چارو رياست، اضطرارکمېټې او ټولو امنيتي او کشفي ځواکونو ته دنده سپارل شوي، چې په مشترک ډول دې د يوه ځانګړي مېکانېزم له مخې ټول راغلي کډوال ثبت،فېلتر او رجسترد کړي او له هغې وروسته ورسره د دوى د ضرورت وړ مرستې وکړي.
د ټاکل شوي کمېسيون د راپور له مخې تر دې دمه د شمالي وزيرستان ميرانشاه او ميرعلي سيمو څخه دخوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ ته ((١٦١)) کورنۍ چې اکثريت يې د شمالي وزيرستان داوړ او وزير دي، راکډه شوي، چې د ددوى لخوا د فېلتر وروسته ثبت شوي دي.
ټاکل شوى کمېسيون وايي، چې د دوى د ثبت او رجسټرد لړۍ دوام لري، ټولې هغه کورنۍ چې خوست ولايت ته راکډه شوي، په لنډ وخت کې به يې د ثبت مراحل بشپړ او له هغې وروسته به دمنظم پلان له مخې اړينې مرستې ورسره ترسره کړي.
د خوست ولايت مقام د مرکزي حکومت د اړونده وزارتونو او نړيوالې مرستندويه ټولنې غوښتنه کوي، چې ددغو مهاجرينو سره لازمه مرسته وکړي، ترڅو دغه بې وزله کورنيو ته د ژوند کولو لومړنۍ اسانتياوې برابرې شي.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
٢٠-٣-١٣٩٣ سه شنبه