تاند- د فضايي علومو څېړونکي وايي چې له شمسي نظامه بهر یې د (WASP-96b) په نوم یوه سیاره کشف کړې چې وریځ نه لري او اسمان یې تل صاف دی.

په دې سیاره کې موجود مالیکولونه څېړونکو ته د دغو سیارو په منځ کې د شرایطو په اړه ارزښتناک تصور برابروي.

څېړونکي وايي (WASP-96b) لومړنۍ سیاره ده چې له شمسي نظامه دباندې ده او وریځ نه لري.

دا سیاره یې تود زُحل یا (hot Saturn) هم نومولې ده.

تود زُحل د ایکستیر او ډبلین پوهنتونونو د فضايي علومو څېړونکو د یوه ستر ټیلسکوپ په وسیله په چیلي (هیواد) کې لیدلې ده.

ستورپېژاندو د کیپلر ټیلسکوپ په ذریعه له شمسي نظامه دباندې په زرګونو سیارې موندلي، خو دا یوه په دې خاطر ځانګړې ده چې وریځ نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *