د کلونو پخوا خبره ده، هغه مې په ډېر تنکى ماشومتوب کې ليدلى و، زما ملګري يې له مشر لالا بريالي طوفاني( اوسني بريالي روان ) سره وه. زه او روان ټولګيوال و، خو د ورورۍ لاس مو هم ورکړى و، يو د بل کورونو ته مې تګ راتګ درلود.

په همدې ليدنو کتنو کې د هغه له کشر ورور ننګيالي سره هم اشنا شوم، هغه مهال ننګيالى عمر و، سترګو يې عجيبه زړه راښګون او يو ډول غرور درلود، په شونډو يې موسکا خوره وه او وچ کلک وجود يې د ژوند د کړاوونو او په درسونو کې د هڅو انځور راکوه.

هغه زموږ نه دوه درې کاله شاته و، خو هېڅکله مې هم بې کتابه ونه ليده، په لېسه کې هم زموږ د فرهنګي ټولنې او جريدو غړى شو، شاعري يې پيل کړه، شعرونه او ليکنې مو ورته اصلاح کړې، ننګيالى وغوړېد او اتل شو.

له لېسې پرته راسره په وردګو علمي او فرهنګي مرکز( ميډيوټيک) کې د مشاعرو، غونډو، ذهني ازموينو او خپرونو همکار شو، په کم عمر کې د همدې مرکز د انګليسي څانګې زده کوونکى او د ځينو کلاسونو استاد شو، ليک دړې ته ودرېد، د زده کړې او تعليم په خورولو يې پيل وکړ.

د هغه له پلار حيات الله کاکا سره هم بلد شوم، زحمت کش او خاموش انسان و، د هغه مور او پلار پوهېدل چې زامن به يې لوى انسانان شي، خو هېڅ ډول خواري بايد د هغوى د تعليم مانع نه شي.

بيا نو ډېر وخت ځنډ راغى، زه ننګرهار، روان خوست او اتل په کابل کې د ښوونې روزنې پوهنتون د انګليسي ادبياتو په زده کړو کې ورک شوو، يوه ورځ مې د کابل يو ټلويزيون انګريزي سروېس اورېده، چې اتل په کې انګليسي خبرونه وړاندې کول، يو ځل بيا مې د وياړ احساس وکړ.

همغه اتل، مطرح شو، کوښښ يې وکړ، فکر يې ازاد کړ، وده يې وکړه، د فلبرايټ تر فلتر ووت، واشنګټن، نيويارک او امريکا ته والوت او هلته يې د ماسټرۍ زده کړو ته دوام ورکړ.

ددغه ځوان وړتيا پټه پاتې نه شوه، بهرنيانو يې هم د پوهې جوهر حس کړ، رښتيا ده زر په خاورو کې هم زر وي. دادي سږ کال د نړۍ په پنځو ځوانانو کې راغى، د يوه افريقايي سر بېره د پاکستانۍ پېغلې، لبنانۍ ښکلۍ نجلۍ او هندي ځوان تر څنګ ده هم د خپل هېواد شمله اوچته کړه.
په لويو سکرينونو او محفلونو کې وښودل شو، ټولو وپېژنده، ماته يې پخوانۍ له هڅو او کوښښونو ډکې سترګې او وچ کلک وجود را ياد شو. اړيکه مې ورسره ونيوه او د هغه هيلې د تکميل مبارکي مې ورکړه ، چې په دې کې مې حس کړې وه. افرين درباندې وياړم. ته رښتيا هم ددې وړ وې. د شجاعت دغه جايزه دې درته مبارک وي.
پاى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *