تاند- د ناراجستر شویو افغانانو د ایستلو د پرېکړې پر اساس پرون /سې شنبه/ له صوابۍ څخه یو شمېر افغان طالبان او د هغوی استادان افغانستان ته واستول شول.

ویل کېږي چې پاکستان له خپلو مدرسو څخه د افغان طالبانو د شړلو پرېکړه د افغانستان په وړاندې په خپله پالیسي کې د بدلون په لړ کې کړې ده او نور نه غواړي چې په خپله خاوره کې یې په افغانستان کې د جګړې او د کرکې د خپرولو لپاره کسان وروزل شي.

د پاکستان دیني مدرسو په تېرو څو لسیزو کې د دیني علومو تر تدریس زیات په افغانستان کې د جګړې لپاره جنګیالي روزل.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د صوابۍ په ډاګۍ کې مذهبي مشر مولانا حمید الله جان وویل چې د مظهرالعلوم له دارالعلوم څخه افغان طالبان او د هغوی استادان د افغانستان په لور روان شول.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا دا له صوابۍ څخه د افغان طالبانو او ملایانو دوهمه ډله ده چې خپل هیواد ته استول کېږي. تېره اوونۍ له پیرپايي څخه په سلګونو افغان طالبان او ملایان افغانستان ته ولېږل شول.

د افغانستان حکومت ویلي چې ټولو طالبانو ته به د خپل هیواد په دیني مدرسو کې د زده کړې امکانات برابر کړي.

د افغانستان حکومت هیله لري چې په خپل هیواد کې به طالبان د انتحار او جګړې پر ځای دیني علوم زده کړي.

له افغان طالبانو او ملایانو سره د خدای پامانۍ په غونډه کې مولانا حمد الله جان وویل چې د افغانانو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت د پرېکړې پر اساس نور هغه افغانان اجازه نه لري چې په پاکستان کې واوسي چې راجستر نه وي او د کارتونو موده یې پوره شوې وي.

ده همداراز هیله څرګنده کړه چې خپل هیواد ته تلونکي طالبان به په افغانستان کې زده کړو ته دوام ورکړي.

مولانا حمید الله جان دا هم وویل چې د سیمې دیني عالمان د پاکستان د پارلمان له لوري پر ۲۱ ترمیم یا تعدیل انتقاد لري چې پر اساس یې دیني مدرسې د نامطلوبو ځایونو په توګه په نښه شوي دي.

ده وویل چې له حکومته یې غوښتي چې دا پرېکړه بېرته واخلي او یا پرې بیا کتنه وکړي.

One thought on “له صوابۍ څخه د افغان طالبانو او ملایانو دوهمه ډله وایستل شوه”
  1. The Afghan government should support their own people to learn Basic Islamic educations in our own country as they supports ministry of education, schools, colleges and universities in overall Afghanistan, in this case there will be no need for Afghans to travel to Pakistan for mentioned Education, if this is Islamic republic so they should do this job over all the country honestly…. and there should happened basic preparation and supports for them as needed as real muslims, why we should always depend to Pakistanies and Pakistan this is the weakness of the government not civilians as they do have fund for everything the same they should allocate some fund for mentioned purpose and I believe this would not cost much.
    we all know that Afghan government have no thing on hand but receives funds for western countries, I am sure that the western people will not do such support to muslims except they have their own goals, but we know that government have more income from taxes revenue to do this and the governments should ask civilians too to contribute in such good job which would benefit them in this world and the other coming world (doomsday)…
    In this case our people will be not under control of Pakistan in such cases as our government worries about.
    Thanks

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *