کابل کې له دوه نیم زره زیات دیني علماء راټول شوي و او هغه مسوولیت یې ادا کړ چې قران کریم ورته لارښوونه کړې ده، (العلماء ورثة الانبیا) علماء د نبیانو وارثین دي.

افغانان چې یوه اسلامي ټولنه لري او ۹۹ سلنه اوسیدونکي یې په اسلام عقیده لري، په دې ټولنه کې دیني عالم ته زیات احترام کیږي او هغه څه چې دیني علماء یې د قران او احادیثو له طریقه وایي، ورباندې عمل کوي او د علماوو په لارښوونه ژوند کوي.

که څه هم په تېرو کلونو کې د پاکستان حقانیه مدرسې د افغانستان د ځینو علماوو (مهار) لاس کې نیولی و او هر ډول به یې چې وړل همغسې به ورسره تلل، خو نن لله الحمد افغان علماوو ثابته کړه چې حق ویل که د سر په بیه هم تمامیږي دوی حاضر دي چې دا کار وکړي.

هسې هم له کلونو راهسې طالبانو هغه دیني علماء په شهادت رسولي چې د دوی جنایتونو ته یې ناروا عمل ویلی، طالبان تر یو حده په دې کار کې بریالي هم و، خو وروستیو کې د دیني علماوو شهادتونو دا انګیزه پیدا کړه چې ترهګري د هیچا مخ او څټ نه ګوري او هر څوک چې د ترهګرو د ګټو خلاف وي، وژل کیږي.

د افغان دیني علماوو فتوا چې دوشنبې په ورځ کابل کې خپره شوه، ۲۹ مخونه لري او له لومړي سره په مقدمه او بیا جوړښت کې یې دومره قراني ایاتونه او احادیث راوړي چې هیڅوک ترې مخ نه شي اړولی.

دیني علماوو دا فتوا په د رایو په غوڅ اکثریت صادره کړه چې پکې تر هر اړخیز بحث وروسته افغان انسان دې پایلې ته رسیدلی شي چې دا جګړه هیڅ اسلامي اړخ نه لري او د بهرنیانو د ګټو لپاره ترور، ویره اچونه، ترهګري او سراسر جنایت دی.

په دې فتوا کې لومړی طالبان او نورې ترهګرې ډلې چې د اسلام له نوم استفاده کوي، سولې ته رابلل شوي او په دې تړاو یې د قرانکریم زیات ایاتونه راوړي، لکه (فاصلحو بین اخویکم) تاسو د ورنو قومونو ترمنځ سوله وکړئ، یا بل ځای چې نبي اکرم ص علیه وسلم د دوه قومونو ترمنځ له جنجال خبریږي، وایي زه ورځم چې د دوی ترمنځ سوله وکړم.

په دې فتوا کې هر څه ډاګیز دي، هیڅ هم له ځانه نه دي ویل شوي او هره خبره باندې د قران او حدیث حواله ورکول شوې، چې لومړی سوله وکړئ او که بیا یوه ډله له سولې تېښته او بغاوت کوي، نو جګړه ورسره وکړئ او و یې وژنئ.

په دې سره دیني علماوو د افغان حکومت وروستي وړاندیز باندې ټینګار کړی او طالبانو ته تم شوي چې دا وړاندیز ومني او هغه جګړه چې له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوي او پردۍ ګټې پکې پالل کیږي، لاس واخلي.

د علماوو په فتوا کې د افغانستان اساسي قانون ته اشاره شوې او ځینې مادې یې د مثال په ډول راوړي چې په افغانستان کې ۹۹ سلنه مسلمانان دي او هر هغه کار او اقدام چې له اسلام سره په ټکر کې وي قانون یې اجازه نه ورکوي او مخنیوی به یې کوي.

دا فتوا چې ولوستل شي، لوستونکي ته د جګړې ټول اړخونه په ډاګه کیږي، لکه یوځای یې چې د انتحار او انفجار په تړاو لیکلي، ( لا تقتلو انفسکم ان الله کان بکم رحیما) تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، الله پاک ډیر مهربانه ذات دی، بیا د سورت نساء بل ایات باندې حواله ورکول شوې چې ( که تاسو بیا هم ځانونه په قصدي ډول ووژنئ، تاسو به ابدي جهنم کې یاست)

د دې ایات لاندې بل حدیث هم افغان علماوو په خپله فتوا کې ذکر کړی چې له بخاري راخیستل شوی دي، نبي اکرم ص څخه روایت دی( که یو څوک ځان په اوسپنې سره ووژني، نو د دې لپاره ابدي جهنم دی) دلته له اوسپنې هدف همدا ځانمرګي ښودلی شو چې په ځان پورې چاودیدونکي توکي تړي او له ځان سره څو نور مسلمانان هم وژني.

لکه یو بل ایات شریف کې چې راغلي (من قتل نفسامتعمدا فهوا جزاء جهنم) هغه څوک چې یو نفس په قصد سره قتل کړي، د هغه لپاره سزا جهنم دی.

نو دا ښکاره ده چې په ماین چاودنو، ځانمرګو او نورو ډله ییز بریدونو کې چې په افغانستان کې کیږي، لسګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي، تاسو به د طالبانو اونورو ترهګرو ډلو له بریدونو وروسته په رسنیو لیدلي وې چې لسګونه بې ګنا ملکي وګړي پکې شهیدان شوي وي او زیاتې کورنۍ بې سرپرسته شوي وي.

نو د افغان علماوو فتوا هر اړخیزه ده او طالبانو څخه پکې د جګړې مشروعیت په ایاتونو او احادیثو اخیستل شوی او په سوله پکې ټینګار شوی دی.

دا فتوا له ځانه نه ده جوړه شوې او قران کریم ترجمه او د احادیثو تفسیر پکې په ښکاره ټکو شوی چې هر څوک یې په لوستلو سره د روانې جګړې په تړاو قضاوت کولای شي چې افغان حکومت څومره په حقه دی او طالبان څومره په ناحقه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *