تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې له افغان طالبانو سره د افغانستان د حکومت د خبرواترو نېټه وټاکل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې مخامخ رسمي خبرې وکړي.
دا به د ۲۰۱۵ م کال د جولای له اوومې وروسته لومړی ځل وي چې دواړه خواوې مخامخ خبرې کوي.
تېره میاشت (فبروري) د کابل له څلوراړخیزې غونډې وروسته د افغانستان او پاکستان چارواکو ویلي وو چې بل پړاو خبرې به د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي، د افغانستان حکومت له طالبانو سره د مخکې ټاکل شوي پروګرام پر اساس مخامخ خبرو ته تیار دی.
دا خبرې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو له لوري په څلورو څلور اړخیزو غونډو کې د لارې د ترتیب شوې نقشې پر اساس کېږي.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري رسنیو ته نه دي ویلي چې په خبرو کې برخه اخلي او که یې نه اخلي. د طالبانو ویندویانو د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې هڅه کړې چې په واضح ډول دریځ څرګند نه کړي.
پاکستان ویلي چې د طالبانو ټولو ډلو ته یې بلنه ورکړې چې د اسلام اباد په خبرو کې ګډون وکړي.