تاند- ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبې به هم د قطر په پلازمینه کې د طالبانو د استازیو او امریکایي پلاوي ترمنځ خبرې دوام وکړي.
دا خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شوې چې د امریکایي یولس کسیز هیات مشري د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت له لورې د افغانستان د سولې او پخلاینې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کوي او د طالبانو د قطر د دفتر اته کسیز پلاوي په دې خبرو کې برخه اخیستې ده.
په پیل کې داسې اټکل شوی و چې دا خبرې به د دوو ورځو په مخه وي خو دریمې ورځې ته وغځیدې او اوس څلورمې ورځې ته تمدید شوې دي.
په دې خبرو کې به په افغانستان کې د اوربند، د بهرنیو ځواکونو د وتلو، له تور لست څخه د طالبانو د مشرانو د ایستلو او د طالبانو د بندیانو د خوشي کیدو پر موضوعاتو بحث وشي.
دواړه لورې هڅه کوي چې په دې خبرو کې ډير امتیازات ترلاسه کړي او د همدې لپاره دا خبرې څلورمې ورځې ته تمدید شوې دي.
د راپورونو له مخې ویل کیږي چې لږ تر لږه په یوه یا دوو موارد کې به ممکن موافقې ته سره ورسیږي.
زلمي خلیلزاد په تیرو دوو اونیو کې هند، پاکستان، چین او افغانستان ته هم سفرونه کړې دي او په دې هیوادو کې یې د افغانستان د سولې په تړاو خپلې خبرې ګټورې بللې دي.