سید ابرار صمیمي

بیګا مې خبرونو کې د طالبانو په اړه دوه رپورټونه واورېدل. یو رپورټ د دې په باره کې وو چې پکتیکا کې په لسګونو زره ماشومان د پولیو واکسین له تزریق څخه محروم پاتې شوې دي او بله خبره دا وه چې طالبانو د افغانستان په علماوو باندې اواز کړی دی چې په اندونیزیا کې د افغانستان له سولې سره په اړوند سمینار کې برخه مه اخلئ.

 د طالبانو دا غوښتنه به د اندونیزیا د کنفرانس په ناکامي باندې بې تاثیره نه وي ځکه د ننګرهار د علماوو شورا رییس حقاني صاحب تازه تازه ترور شوی دی او د افغانستان علما د طالبانو او داعشیانو له ترور څخه په وېره کې دي. د ټولنې په اقشارو کې شاید هیڅوک هم د دیني علماوو په اندازه د طالبانو له خوا نه وي ترور شوي.

 خبره دا ده چې که طالبان په پردي وطن کې د سولې په باره کې د علماوو بحث ناسم ګڼي نو سوله به څنګه غواړي؟ د کابل پروسې له کنفرانسه وروسته ګڼو صاحب نظرانو خوشبیني څرګنده کړې ده چې طالبان شاید د سولې په اړه مذاکراتو ته چمتو شي، خو په اندونیزیا کې د علماوو د غونډې په اړه د طالبانو نظر دغه خوشبیني کمه کړه.

 اندونیزیا د اسلامي دنیا تر ټولو لوی هیواد دی او د افغانستان په لانجه کې یې هیڅوخت مداخله نه ده کړې. له بلې خوا  دغه هیواد په تر ټولو لویه کچه د افغانستان د سولې لپاره هڅې پیل کړې دي. د دغه هیواد جمهور رییس د افغانستان د لانجې د حل لپاره پاکستان او افغانستان ته سفرونه وکړل او د کابل پروسې په کنفرانس کې تر ټولو لوړرتبه خارجي مقام د اندونیزیا و چې په غونډه کې یې برخه واخیسته. مطلب دا چې اندونیزیا په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر ملک په اخلاص سره هڅې پیل کړې دي خو د دغو هڅو په وړاندې د طالبانو له عکس العمل څخه ښکاري چې طالبان د افغانستان خرابولو او د افغانانو وژلو ته ادامه ورکوي. د طالبانو بدبینان وایی چې طالب مشران  د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتو په خدمت کې دي او دا ورته مشکله ده چې د افغانستان خیر وغواړي.

 د سیمې له استخباراتي کړیو سره د طالبانو رابطه او د هغوی د ګټو په خاطر د افغانستان تباه کول او د افغانانو وژل د طالبانو د تحریک یو عمده خاصیت دی.

 په پکتیکا کې د ماشومانو له پولیو سره د طالبانو له مخالفت څخه د طالبانو د تحریک یو بل عمده اړخ هم راښکاري او هغه دا چې طالب په خبره نه پوهیږي. د کم سوادي په وجه له ماشومانو سره هم دښمني کوي او د وهمونو او ګومانونو ښکار دی. یوه ډله چې په یوویشتمه پیړۍ کې ژوند کوي او د پولیو د واکسین حلال والي ته د شک په سترګه ګوري، غیر له دې چې د کم عقلانو ډله ورته ووایو بل به یې څه بولو. که څه هم طالب مشرانو کله نا کله د واکسین د اجازې په اړه څرګندونې کړې دي مګر بیا هم د دوی قوماندانان په مختلفو سیمو کې د واکسین مخالفت کوي او دا مخالفت د طالبانو د ذهني سویې په اړه یو تصور راکولای شي. په داسې زمانه کې چې انسانان مریخ ته د سفر موزې په پښو کوي، د طالبانو بحثونه د ماشومانو بحثونو ته ورته دي.

   د طالبانو په اړه یو بل تریخ حقیقت دا دی چې دوی له اسلام څخه یوازې د شخصي او تنظیمي ګټو لپاره منفي استفاده کوي او دا شک ورځ په ورځ ډیرېږي چې دوی دې په رښتیا په اسلام باندې باور ولري. دوی په ځلونو اعتراف کړی دی او بلکې په فخر سره یې ویلي دي چې په لاره کې یې ماینونه ایښي دي او یا یې په بازارونو کې انتحاري حملې کړې دي. ایا د اسلام په کوم ځای کې قتل عام روا دی؟ دوی په ظاهره اسلام یادوي خو په لومړي ځل د جومات بې احترامي د دوی  د تحریک له خوا پیل شوه. دوی له جوماتونو د سلاکوټونو استفاده کوي او دا داسې مثال لري لکه څوک چې له غوجله د جومات لپاره کار واخلي. دوی په ظاهره وايي چې علما د دین ستنې دي او هماغه اسلام مني چې علما یې مني خو کله چې د الازهر شریف علماوو د دوی انتحار او انفجار حرام وباله، دوی د علماوو خبره ونه منله او حتی کله چې د کعبې شریفې امام د دوی جنګونه ناروا وبلل، بیا یې هم له انتحار او انفجاره لاس وانه خیست.

 اندونیزیا چې تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی، غواړي د افغانستان روانې جګړې ته د اسلامي علماوو له نظره وګوري او په دې باندې په بین المللي سویه دیني علمي بحث وشي چې ایا د افغانستان جنګ روا دی او کنه دی؟ طالبان که په رښتیا په قرآن او سنت عقیده لري او علم او علما مني نو ولې له دیني غونډې علما منع کوي؟ د اندونیزیا له غونډې سره د طالبانو د مخالفت له اعلامیې داسې ښکاري چې دوی اسلام او قرآن او حدیث او دیني علما صرف هغه وخت مني چې د دوی له خپلو نظرونو او سیاسي ګټو سره سم تعبیر او تفسیر شي. دوی به د خپل حکومت په وخت کې تلویزیون او تصویر حرام بالل او د خلکو بې شمیره تلویزیونونه یې وران ویجاړ کړل خو اوس بیا د خپلو تبلیغاتو لپاره د خپلو قوماندانانو او غټانو د تصویر له خپرولو ډډه نه کوي. دوی اوس وایي چې ځکه په افغانستان کې جګړه کوي چې دلته کفار راغلي دي خو تر پرونه چې دلته یو خارجي هم نه و، د څه لپاره جنګیدئ او هغه وخت مو ولې د سولې لپاره مذاکرات نه منل؟ دوی خپل نظام ته د اسلامي خلافت نوم ورکړی و خو کله چې  د دوی غوندې یوې بلې ډلې په عراق او سوریه کې خلافت جوړ کړ نو طالبانو له هغه راوروسته تر ټولو زیاته دښمني له هماغه خلافت سره کړې ده چې د دوی غوندې یو نظام لري او له کفر سره د جګړې او جهاد په پلمه اسلامي هیوادونه ورانوي او تخریبوي.

 که خپل بحث راغونډ کړو نو وبه وایو چې طالبان د دې جوګه نه دي چې افغانان یا نور مسلمانان ورسره سوله وکړي. هغه کسان چې په ماشومانو رحم نکوي، له هغو سره سوله څه مانا لري؟ موږ باید ځانونه غلط نکړو او د دوی او داعش تر منځ فرق ونکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *