تاند- د افغانستان حکومت نن /چهارشنبه/ له طالبانو سره د حکومت ۱۲ کسیز مرکچي پلاوی اعلان کړ.

په دې پلاوي کې، چې مشري یې د ولسمشر غني د دفتر د ريیس عبدالسلام رحیمي په غاړه ده، دا کسان شامل دي:

د پوهنې وزارت سرپرست محمد میرویس بلخیي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته حسینه صافۍ

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی

د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت مرستیاله ډاکتر عالمه

د ملي امنیت عمومي رييس مرستیال جنرال عبادالله عباد

د ولسي جرګې د غزني استازې شاه ګل رضایی

د علماوو شورا غړی عطاالله لودین

د ولسي جرګې د پکتیکا استازی غړی شمیم خان کټوازی

د سترې محکمې غړی عبدالله عطایی

د بهرنیو چارو وزارت د کلتوري چارو رييس توریالی غیاثی

د حج او اوقاف وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *