تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو د درېم پړاو څلور اړخیزو خبرو په پای کې اعلان وشو چې تمه ده له وسله والو طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې د روانې فبرورۍ په پای کې وشي.

د څلور هیوادونو د څلور اړخیزې همږغۍ ډله د دسمبر په میاشت کې د دې لپاره جوړه شوه چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

د دې ډلې څلور هیوادونو نن /شنبه/ په اسلام اباد کې موافقه وکړه چې دوی به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د نېټې د ټاکلو لپاره هڅه وکړي چې په پام کې ده د فبرورۍ تر پایه وشي.

دې ډلې د طالبانو پر ټولو ډلو ږغ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي. دوی ټینګار کړی چې د پخلاینې د بهیر پایله باید داسي سیاسي جوړجاړی وي چې په پای کې یې په افغانستان کې تاوتریخوالی بندېږي او تلپاتې سوله ټینګېږي.

غونډې د سولې د پروسې لپاره ګام په ګام د لارې نقشه تصویب کړه خو د دې نقشې جزییات یې اعلان نه کړل.

تر دې مخکې نن د څلوراړخیزې غونډې په پرانستونکې وینا کې د بهرنیو اړیکو لپاره د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې د لارې دا نقشه به د پخلاینې پر بهیر تمرکز وکړي.

عزیز وویل چې هیله به یې دا وي چې د طالبانو اکثریت د سولې خبرو او پخلاینې ته تیار شي.

5 thoughts on “له طالبانو سره د فبرورۍ تر پایه د مخامخ خبرو پرېکړه وشوه”
  1. دوی خو به تګلاره جوړه کړي وي خو که طالبان دا تګلاره ورسره ونه مني نو بیا ؟
    او دا څرګنده خبره ده چې طالبان مستقل سیاست لري او هیچا تراغیز لاندې ندي دا به نو اوس معلومه شي چې پاکستان دا ځل بیا افغانستان ته څنګه په صف کې ګول ورکوي

  2. دوی خو به تګلاره جوړه کړي وي خو که طالبان دا تګلاره ورسره ونه مني نو بیا ؟
    او دا څرګنده خبره ده چې طالبان مستقل سیاست لري او هیچا تراغیز لاندې ندي دا به نو اوس معلومه شي چې پاکستان دا ځل بیا . او افغانستان ته څنګه په صفر کې ګول ورکوي

  3. da hagha loba da che nateja ye karzi sab 10 kala de makha ilan kare wa(CIA/ISI )k waghware no kide she KHU K P RESHTIA…zaka che GHWA TOORA O SHEDI SPINE.

  4. قمر علی ته وایم
    طالبان څوک دی چې نه به یې منی
    خبره د پاکستان د مصالحو ده
    په دې نقشه کې که د پاکستان ګټې تضمین شی
    بس په همغه ورځ طالب نشته
    طالب د پاکستان مزدور او د هغو د ګټو لپاره جنګېږي

    وخت به دا ثابته کړي ټول به یې وګوري

  5. پاکستان چې کوم ګولونه افغانستان ته ورکوي دا د طالب په همکارۍ ورکوي
    همدا جاهل طالب چې نه وای خیر او خیرت به و لکه څنګه چې د کرزي په دوو لومړیو کلونو کې خیر او خیرت و

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *