تاند- پاکستاني سیاستوالو طالبانو ته د خبرو اترو وړاندیز کړی خو دې ته په پام سره چې د طالبانو له لوري حملې دوام لري او د خبرو لپاره شرطونه ږدي، په دغه هیواد کې سولې ته د رسېدو لار لا ډېره اوږده او له کندو کپرو ډکه ښکاري.
په وروستیو ورځو کې د پاکستان د نوي صدراعظم نوازشریف په بلنه د سیاسي ګوندونو کنفرانس د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د خبرو غوښتنه وکړه.
دا تحریک، چې د پاکستان د پوځ پرضد جنګېږي او یو له ګڼو سخت دریځو ډلو څخه دی، په ۲۰۰۷ میلادي کال رامنځته شو او له القاعده سره یې د ايتلاف ژمنه وکړه. له هماغه وخته را په دې خوا دې ډلې په سلګونو بریدونه کړي او تر شپږ زره زیات کسان یې وژلي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک په پیل کې د خبرو اترو وړاندیز وستایه خو د یکشنبې په ورځ یې د خبرو لپاره یو شمېر سخت شرطونه اعلان کړل؛ لکه دا چې د پاکستان له محبسونو څخه به د دوی ټول بندیان خوشي کېږي او پوځ به له ټولو قبایلي سیمو څخه وځي.
د شرطونو د اعلانولو په ورځ طالبانو د پاکستان په شمال لوېدیځو سیمو کې یو لړ بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د یوه جنرال په شمول اووه پوځیان او پولیس ووژل شول.
د طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد وویل چې له دوی سره د خبرو لپاره تماس نه دی نیول شوی او د پاکستان د حکومت پرضد به د دوی جګړه تر هغو دوام لري چې حکومت اوربند نه وي اعلان کړی.
د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت ویندوی عمر حمید هم تاییدوي چې له طالبانو سره تراوسه پوري رسمي تماس نه دی نیول شوی.
د یکشنبې له حملو وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني په یوه اعلامیه کې وویل چې پوځ د خبرو ملاتړ کوي خو د طالبانو شرطونه به ونه مني.
له طالبانو سره په تېرو کلونو کې سوله او خبرې شوي خو ورسره سم ځینې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي او پاکستاني رسنیو د حقیقي سولې د موافقې پر اغېزمنتوب شک څرګند کړی دی.
د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو پخوانی وزیر میا افتخار حسین د پاکستان د پوځ د یوه جنرال وژل کېدو ته په اشارې وايي: د پاکستان د پوځ پر جګپوړي جنرال حمله د دې نښه ده چې د طالبانو په منځ کې داسي ډلې شته چې د پاکستان له حکومت سره نه غواړي چې خبرې وکړي.
افتخار حسین د ځینو استخباراتي معلوماتو پر اساس وايي، د طالبانو ځیني ډلې د خبرو ملاتړ کوي، په تېره بیا پنجابي طالبان، چې له پوځ سره نژدې دي او له هند سره سخته دښمني لري خو نورې بیا داسي نه دي.