له تېرې یوې نیمې لسیزي را هیسي په افغانستان کې جګړې لسګونه زره انسانان د هدیرو مېلمانه کړل او سلګونه زره نور یې د ویر پر غولي کېنول. جګړه د طالبانو په نامه سخت دریځي وسلوال کوي، چې په ښکاره ځان د اسلام مدافعین بولي.
پلمه یې دا ده، چې امریکا پر افغانستان تېری کړی دی او موږ غواړو ويي باسو، مګر امریکا بیا دلته د پاتې کېدلو دلیل دا ښیي، چې وسلوال طالبان او بهرني ملګري ترهګر یې له پښو نه دي لوېدلي.
جگړه به ګڼ لاملونه لري، خو مهم یې بهرنی حمایت او په کور دننه جګړه مارو حماقت دی، چې له بده مرغه نه یې نړۍ والو بهرنۍ سرچینې وچې کړې او نه موږ په دې وتوانېدو چې د کور لېوني په ځنځیرونو وتړو.
طالبانو په تېره اونۍ کې د خونړیو بریدونو پر مټ سلګونه افغان سرتېري او عام خلک شهیدان کړل، چې له دې سره د هغوی پر وړاندي د نفرت یوه زوروره څپه را پورته سوه.
خو د اورپکو خواخوږو د قاتلینو د فاع ته را ودانګل او ځانونه یې د سولې د مقدس ارمان تږي را معرفي کړل، پر افغان دولت یې له پیغوره ډکې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې که سوله نه کوئ، نو داسي حال به مو وي. د اورپکو د مرګونو بریدونو زیان د دی پر ځای چې هغوی ته واوړي او جنایت کاران وپیژندل سي، افغان لوري ته واوښت او ټولو ارګ وښکانځه، دلیل یې دا وو، چې دولت سوله نه کوي، نو خون یې هم د دوی پر غاړه.
د سولې دروغجن تږي په خپله له طالب سره د مخامخ ناستې جرات نه لري، پاتې سوې د سولې خبرې. تاسو دوی ته قسم ورکړئ، چې څونه وخت کیږي، لوګر، وردګو، پکتیکا او هلمند ته نه یاست تللي او ولي؟
راځم دېته چې له طالبانو سره د کومو دلایلو پر اساس تر سولې جنګ ښه دی.
۱- طالبان وژونکې جنګي ډله ده، چې نه معلوم ادرس نه لري، نه خپل واک لري او نه هم داسي معلوم مشر، چې د کوم قانون پر اساس دې د هغه واکونه او مسوولیتونه تعریف سوي وي، معلوم ځای او ادرس دي ولري او د خپلې پرېکړې د تطبیق واک او امکانات دي ورسره وي. که ملا اختر محمدمنصور له افغان دولت سره د سولې خبرې منلې واي، پاکستان سبا ته بل مشر اعلاناوه او هغه د ملاعمر پر برخلیک اخته کاوه.
فرض کړئ هیبت الله دا ومنله چې له افغان دولت سره سوله کوم. دا ضمانت چېرته دی چې اسلام اباد به سبا د ده پر ځای بل څوک د مشر په توګه نه اعلانوي او طالبان به د پنجاب په خوښه دا هم له ګمراهانو، مرتدینو او تسلیم شویو څخه نه حسابوي.
۲- بله خبره دا ده چې طالبان پر یوه بېل شعار جګړه کوي، وايي له افغان دولت سره جهاد کوو، که مو ووژني شهیدان یو او که مو دوی ووژل غزا مو کړې ده. دوی خپلې جګړې ته د مقدسې مبارزې نوم ورکوي او په بدل کې یې حورې او غلمان غواړي. دا ډول غوښتنې اوس د چا د وس خبره ده؟ او له دا ډول افراطي ډلګۍ سره نو د معاملې کوم امکانات پاتي دي؟
هغوی مشخص شرطونه نه ږدي، چې افغان لوری یې ورسره ومني. اورپکې کاشکي ووايي، چې د حج او اوقافو وزارت غواړو، لس زره حاجیان سهمیه غواړو، په یوه ښارګوټي کې پنځه زره د اوسېدلو اپارتمانونه، یو لک ښایسته پاجونه، یو هم د کوچیانو چارو لوی ریاست او یا د ځوانانو چارو معنیت راکړئ.
۳- بله دا چې طالبانو ته جګړه درنه نه ده تمامه سوې، هغوی ته سوله ګرانه پرېوزي، ځکه د طالب ماهیت داسي نه دی، چې په سوله ایزه فضا کې دي ښه ژوند ولرلای سي. طالب په ټوپک طالب دی، چې ټوپک ورسره نه وي، نور نو د طالب مانا څه ده؟ تاسو له زهر لرونکي ماره غاښونه او نېښ وباسئ، څه شی پاتې کیږي؟
جګړه مار همدغه مثال لري، چې بې زوره سي بې مانا دی، د جګړې د کرښې باغي نه دبهرنیو چارو وزارت ډیپلوماټ کېدای سي، نه په پوهنتون کې استاد مقررېدلای سي او نه هم مدني ټولنه، سیاسي حزب او خیریه بنسټ مخته وړلای سي.
۴- بله دا چې اورپکي په یوه نیمه لسیزه جګړه کې خوږ سوي نه دي، جنګ ورته ګرانه نه دی پرېوتی. په یوه نیمه لسیزه کې نه طالب ترور سوی دی، نه یې موټر ته چسپکي ماین ایښول سوی، نه ځانمرګی ورباندي سوی، نه له وطن شړل سوی نه یې لکه د افغان دولت په یوه ورځ سلګونه جنازې پر اوږو کړې دي. نه یې خلک له جنازې او دفن کولو منعه سوي دي، برعکس نیول شوي بندیان یې چې د قتلونو په جرم اعتراف هم کوي، له شپږ میاشتنۍ زنداني مېلمستیا وروسته خوشي کیږي.
۵- تر ټولو خطرناکه یې دا، چې طالباني فکر د دې پر ځای چې ورټل سي، ناروا تبلیغ ورته کیږي، د عامېدلو او ډېرېدلو هڅه یې کیږي. په ښار کې یو شمېر ناست د افغان دولت تنخوا خواراه شنونکي، مدني فعالان، پوهنیاران او تش په نامه د قام مدافعین یې اعمال توجیه کوي، هغوی خو بې له هغې هم د جګړې لپاره ګڼ دلایل پیدا کړي، چې د نظام له جوړښته د افرادو تر ظاهري شکل او شخصي ژوند پورې ټول تکفیروي او پر وړاندي یې د غزا ډول وهي.
د اورپکو د جګړې دلیل دا وي، چې دلته دیموکراسي ده، ازادي ده، خلک سندرې اوري، ټلویزیون ګوري، ږیري خرېیي، ښځې په ښار کې لوڅ مخ ګرځي، په پوهنتونو کې د ګډ تعلیم سیسټم دی، او ګڼ نور داسي دلایل، چې یوه انساني ټولنه یې نه سي نفي کولای.
په دې اساس نو په کار ده، چې دا بد حالت د جګړې او محاربې له لارې کنټرول سي. تر دې چې ډېر ځان د افراطیونو د اهلي کولو لپاره ستړی سي، په کار ده چې بې سرفې ګوزارونه ورباندي وسي.