کله چې د طالب خلاف خبره وکړې نو طالبان او نور ذهني آمیان سمدلاسه په تاسې د کفر ټاپه لګوي، تاسې د امریکا ډالر خور او یا مو د صلیبیان حامي بولي. هغوی فکر کوي چې طالب د امریکایانو خلاف دي او طالبان په ریښتیاغواړي، چې امریکایان له افغانستان څخه وباسي. څوک چې د طالب مخالف دي هغه په دې مانا چې په افغانستان کې امریکایان غواړي او په افغانستان کې د اسلامی شریعت مخالف دي.
د نړۍ هر عاقل او بالغ انسان ته دا باید واضح وي چې پردي او بهرنیان زموږ نه وروڼه کېږي. “پردۍ غوښه په ورانه نه نېښلي”. امریکایان افغانستان ته زموږ د ساتنې او زموږ د خیر ښېګړې لپاره نه دي راغلي او امریکایان د اسلام او افغانانو دوستان نه دي. امریکا په هېڅ ځای کې داسې حکومت نه غواړي، چې په راتلونکي کې امریکا ته ګواښ پېښولی شي. امریکا د نړۍ د ستر ځواک په توګه نړیوال اهداف لري او د خپل نفوذ پر وړاندې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی په مخ کې خنډ واقع شي. امریکا د خپلو اهدافو لپاره له هر چا او هر فکر څخه په ډېر هنر او مختلفو طریقو استفاده کوي.
همدغه امریکان نه وو چې د شوروي خلاف یې د افغانستان جهادي رهبران حمایه کړل؟ کله چې روسان مات شول، هغوی یې یو بل ته ورتوش کړل او په افغاني ټولنه او اسلامي نړۍ کې یې منفور کړل او بیا یې د سعودي او پاکستان په مرسته طالبان راپورته کړل او د مجاهدینو لمن یې ورټوله کړه او د هغو حکومت مخه یې ونیوله چې ښايي په راتلونکې کې د امریکا لپاره ګواښ وی. تاسې د طالبانو په لاس د کابل تر نیولو مخکې د طالبانو په اړه د امریکا خپرونې وګورئ چې د طالبانو څومره هسکه وايي او څومره صفتونه یې کوي؟ په امریکا غږ او بی بی سي کې د طالبانو ترانې نه خپرېدې؟
همدا اوس تاسې ټول او په ځانګړي ډول طالبان نه وایاست چې د داعش (اسلامي خلافت) ترشا د امریکایانو او انګریزوان لاس دی؟ د اسلام نوم بدوي، مسلمان یو پر بل وهي او په راتلونکي کې د اسلامي نړۍ د یووالي مخه نیسي. که داسې نه وي نو تاسې طالبان یې ولې مخالفت کوئ؟
امریکایان افغانستان ته راغلي او هېڅکله نه غواړي چې له دې ځای څخه ووځي. په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره هم قانوني بهانې لټوي او هم نامشروع لارې چارې لټوي. مشروع بهانه یې له حکومت سره قرارداد لاسلیکول وو او نا مشروع بهانه یې په پټه د پردې ترشا د طالبانو حمایت دی.
دا سمه ده چې په افغانستان کې همدا اوس فساد ښه په درز کې روان دی، نور داسې کارونه شته چې د افغانستان په تاوان او د اسلام خلاف دي، په افغانستان کې بهرنیان واک او راج چلوي، په هر څه کې مداخله کوي. مګر دا باید ثابته کړو چې آیا دا طالب په ریښتیا هم د امریکا خلاف دی او له افغانستان څخه د بهرنیانو شړل غواړي او که نه [طالبان] هغه وسیله ده چې امریکا د ځان لپاره بهانه کړې ده… په تېرو پنځلسو کلونو کې موږ ونه لیدل چې یوازې هغه طالبان وژل کېدل چې امریکایانو ته به یې صدمه رسوله؟ ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د طالبانو مشران په کوټه، کراچۍ، پېښور، میرانشاه…. کې دي، یوه ورځ امریکايي بې پېلوټه دې ښارونو ته سر ورښکاره کړ؟ د امریکا هغه ۱۳ زره ملیونه ډالر چې پاکستان ته یې د طالبانو پرضد د جګړې لپاره ورکول، آیا امریکا نه پوهېده چې دا پیسې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کاروي؟ د افغانستان عام خلک سلګونه داسې مثالونه لري چې امریکایان طالبانو ته وسلې ورکوي!. بېوزله پولیس چې د طالبانو لخوا ونیول شي په همغه شیبه وژل کېږي خو امریکایی زنداني پنځه کاله ژوندی ساتل کېږي او بیا خوشي کېږي.!!
جګړه د پیسو په زور کېږي، همدا اوس زرګونه طالبان په پاکستان کې اوسېږي، په هېواد کې دننه ډلې او ګروپونه لري، ښې وسلې او امکانات لري، په نړۍ کې کوم داسې اسلامي هېواد شته چې دومره پيسې طالب ته ورکړي؟ د افغانستان نظامي لګښتونه د کال ۴ زره ملیونه ډالر دي. دا درې زره ملیونه ډالر یې فساد وبوله. طالبان خو باید د کال زر ملیونه ډالر ولري. دا زر ملیونه په چندو راټولېدلی شي؟!! تاسې د نړۍ مالي او بانکي حسابات وګورئ، هره پیسه چې له یو هېواد څخه بل هېواد ته انتقالېږي د نیویارک د بانکونو له لارې څارل کېږي.
نو ټول افغانان باید په دې پوه شي چې طالبان په شعوري او یا لا شعوري ډول د امریکا د استعمار بل اړخ دی. امریکایان وايی ترڅو چې په افغانستان کې جګړه وي موږ به همدلته یو. له بلې خوا په مسقیم او یا غیر مستقیم ډول طالب ته وايي چې آفرین [وايه ترڅو چې دلته امریکایان وي زموږ جهاد به ادامه لري]. د جګړې دوام د امریکا غوښتنه ده. که طالب په ریښتیا د امریکا دښمن وای نو هسې لار به یې نیوله چې د امریکا د مصالحو خلاف وي.
جګړه چې نه وی امریکايي ته په افغانستان کې اړتیا نشته او دا اړتیا او بهانه طالب امریکايي ته په لاس ورکړې. طالبه تباه شې چې په افغانستان کې د جګړې بهانه له منځه لاړه شي.
سمسور صاحب! د مور شیدې. ښه لیکنه ده.