شریف افغانمل –

په سیمه کې د لوبې د اوښتو ویل کېږي، په تازه کې د پاکستان د استخباراتو مشر امریکا ته تللي و او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري بیا په یوه خبرې ناسته کې له پاکستان غوښتنه وکړه چې ټول وسله وال په نښه کړي او سیمه له دې پدیدې وژغوري.

د نوموړي د خبرو په تائید سره د پاکستان د ملي امنیت مشر سرتاج عزیز وویل، چې د پاکستان لپاره د ښه او بد انتخاب نشته او دوی به د ترورېزم د لمنځه وړو لپاره خپله مبارزه تېزه کړي.پداسې حال کې چې لا تر اوسه هم په غیر مستقیم ډول پاکستان په همدې تګلاره مخ ته ځي او د ښه او بد انتخاب د پاکستان لپاره په سر کې دی.

دا شان وعدې او خبرې پاکستاني مقاماتو وړاندې هم کړې دي او دا یې پرې یو ځل بیا له پاسه، اما یوازې له دوو نویو اړخونو پاکستاني مقامات دغه شان څرګندونې له وړاندې په توپیر کولای شي.

پاکستان بیا له امریکا د نویو مرستو پکېج ترلاسه کړ او د همدغو مرستو د ترلاسه کولو په شرط یې یو وار بیا د ښه او بد خبره نفیې کړه.

د دویم اقدام په توګه چې له سیمې د طالبېزم د پروژې لمنځه وړو وخت را رسېدلی، نو د پاکستان په چلند کې د پخوا په پرتله اوس یو څه توپیر ښکاري.

په تازه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم ویلي، چې پاکستان به تر هغو له وسله والو سره مذاکرات پیل نه کړي چې افغانستان ورته تضمین نه وي ورکړی.

دا خبره له دوو حقیقتونو پرده پورته کوي: که په رشتیا هم افغانستان د پاکستان ضد طالبان موندلي وي، نو اوس یې پر دوی بېرته د فشار لپاره مناسبه وسیله ده او هغسې چې تېر څه باندې لس کاله پدې پدیدې پاکستان افغانان څټ کړل، نو اوس د دوی وار هم را رسېدلی دی، خو لا تر اوسه دغه څه بیا هېڅ افغان چارواکي هم ندي تائید کړي. دویم؛ څنګه کېدای شي چې د پاکستان د زېږنده پرسر نن بېرته افغانستان پاکستان ته تضمین ورکړي؟

دا یوازې هغه خبرې دي چې پاکستان پرې ځان غولوي او پدې ډول په سیمه کې د طالب پروژې د ختمولو له بهیره غاړه غړوي، هغه پروژه چې له برکته یې د پاکستان په وجود کې ساه غړېږي او ورسره د مبارزې په نوم یې له نړیوالو په ځانګړي ډول امریکا بلا امتیازات خپل کړل.

سپټنېک رسنۍ ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم ویلي: ((تر اوسه د پاکستاني، افغان او طالب استازو ترمنځ هېڅ ډول مذاکرات ندي پیل شوي. موږ د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې مذاکراتو ملاتړ کوو او دا په افغانستان پورې اړه لري چې کله یې پیلوي.))

هغې زیاته کړې چې پاکستان د افغانستان په غوښتنه پوره تیار دی چې له طالبانو سره دغه مذاکرات پیل کړي، اما دا په افغانستان پورې اړه لري چې کله او څه وخت له طالبانو سره دغه خبرې پیلوي.

پاکستان داسې مهال لا هم د سولې په بهیر کې شاملېدو ته انتظار وباسي چې له وړاندې یې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر په پرانستو سره او بیا د سولې په مذکراتو کې له دې وړاندې پر طالبانو خپل نفوذ ساتلی دی، اما اوس چې د افغانستان په ګډون یو شمېر نړیوال هېوادونه هم د سولې په مذاکراتو کې ورګډ شوي دي، نو ښکاري پاکستان خپل پخوانی نفوذ له لاسه ورکړی او وروستۍ اندېښنه یې له همدې ادرسه ژوره ده.

پاکستان په سوله کې د چین له مداخلې هم ننګه کړې او دا هغه څه ښیي چې پدې وروستیو کې د امریکا، سعودي عربستان، ترکیې او افغانستان په ګډون پاکستان هم پرې سلا شوی دی.

مېرمن اسلم ویلي: ((په افغان ثبات کې د چین له مداخلې مننه کوو، چین کولای شي مثبت رول ولوبوي او موږ د یو ګاونډي په توګه ورته ښه راغلاست وایو.))

پاکستان د امریکا په مشرۍ طالبان وزېږول، هغوی یې واک ته ورسول او دادی څه باندې څوارلس کاله پرې افغانان وژني، خو نن یې له پیدایښته سترګې پټوي او د مهارولو لپاره یې له افغانستانه تضمین غواړي.

د نړیوالو معیارونو په اساس باید دا تضمین پاکستان ورکړي، خو پاکستان ددې پدیدې په مهارولو له افغانستانه یو شمېر نور امتیازات ترلاسه کول غواړي چې یو څو خو یې تر اوسه لکه لمر روښانه دي. د ډیورنډ کرښې رسمي کول، په افغانستان کې د هند نفوذ کمول او د افغانستان په یو شمېر اقتصادي پروژو کې ښلکېدل، چې د وروستي تضمین غوښتنه یې هم شاید د همدې لپاره وي، اما سیاسي تضمین خو باید پاکستان ورکړي چې ترې غاړه خلاصول هم له ماشومانه منطق زیاته خبره نشي کېدای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *