خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې ځینې مواد پټوي او ځینې نور ښکاره کوي، هوکړه کې د اوربند او مرستو د دوام خبره نه ده شوې، بین الافغاني خبرې نه ده شوې، خلیلزاد په دې خبرو کې د امریکا لپاره نوي اجیران پيدا کړل، دا اجیران طالبان دي چې د امریکا د ګټو لپاره به جګړه کوي.

د هوکړې کامل متن په امریکا کې له ځینو چارواکو او افغان حکومت څخه پټیږي، څه کم یو کال خبرو کې یواځې څو مادو باندې خبرې شوي دي؟ دا به څوک ومني؟

امریکا د پآکستان په همکارۍ یوه ملیشه (طالبانو ډله) وروزله، تر څو چې بین الافغاني خبرې او اوربند و نه شي، د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون په هیڅ صورت د افغانانو په خیر نه دی، امریکا په دې تړون کې ټول قوانین او اصول تر پښو لاندې کړي دي.

هیڅ دولت نه شي کولی د بل هېواد مخالفو وسله والو سره خبرې وکړي، هوکړې ورسره وکړي او یو نړیوال سټیج ورکړي، دا موضوع کولی شي چې افغان حکومت او د سیمې هېوادونه یې ملګرو ملتونو امنیت شورا کې چلنج کړي.

افغانانو د امریکا په ملتیا د طالبانو پروړاندې کلونه قرباني ورکړه، خو امریکا راولاړه شوه د یو ترهګریزې ډلې څخه یې خپل ملګری جوړ کړ، دا د افغانانو او بهرنیو سرتېرو قربانیو ته سپکاوی دی.

امریکا او خلیلزاد هڅه کوي طالبانو ته یو نوی رنګ ورکړي چې د نیابتي جګړې لامل یې و نه بولي، امریکا نه ګوري چې طالبان ترهګر دي؟ عامه ځایونه له منځه وړی، ملکي خلک ډله ییز وژنی، دا ډله د پاکستان استخباراتو روزلې وه، پاکستان د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته په لاس ورکړل او امریکا به ترې اوس د اجیرې ډلې په توګه ترې ګټه واخلي.

اوس پکار ده چې ولسونه سره یو شي او تر هغې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه پروړاندې ودریږي او دا شرط کیږدي چې تر څو اوربند نه وي شوی او خپلمنځي خبرې نه وي پيل شوي، هیڅ هوکړه به و نه مني.

طالبان او امریکا هیڅ تضمین نه شي ورکولی چې د دوی په تړون سره به جګړه پای ته ورسیږي، ولسمشر غني او نور ملګري هېوادونه باور لري چې که اوربند او خپلمنځي خبرې و نه شي، دا ډول تړون به و نه مني.

سیاسیونو او مخکینو چارواکو ته پکار ده چې افغانستان او افغان حکومت ته اجازه ور نه کړي چې یو ځل بیا امارت په خلکو حاکم شي، ټول باید د جمهوریت د ساتنې لپاره سره یو شي او اجازه ور نه کړي چې د تړون په نوم یو بل بحران افغانستان ته راشي چې کورنۍ جګړې سره به مل وي.

که اوربند او ټاکنو ته ژمنه په تړون کې نه وي، نباید دا تړون د افغان حکومت له لوري ومنل شي، طالبان باید اجازه ورکړي چې ملي بیرغ د دوی سیمو کې وځړیږي او طالبان دې په لویو ښارونو کې سیاسي نماینده ګۍ پرانیزي.

د تړون لاسلیک منلو او نه منلو کې باید احتیاط وشي، داسې نه چې په دې تړون سره یوه بله خونړۍ جګړه پيل شي، داسې جګړه چې تراوسه نه ده تجربه شوې او افغانستان د ویجاړۍ کندې ته وغورځوي.

طالبان هیڅکله نه غواړي چې اسلامي جمهوریت کې مدغم شي، طالبان په دې کار کوي چې څنګه کیدی شي خپلو کنټرول لاندې سیمو کې د واک د دوام تر څنګ خوندي وي او هیڅ ډول بهرني ځواکونو بریدونه پرې و نه شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون کې هیڅ تضمین نشته چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بنسټونه به خوندي وي، طالبان یوه اجیره ډله ده چې هیڅ ډول ملي ګټو او ارزښتونو ته قایله نه ده، نو باید هر ډول خبرو او هوکړې کې ورسره احتیاط وشي، داسې هوکړې ورسره وشي چې ملي ارزښتونو، ملي ګټو د خلکو له غوښتنو سره ټکر کې نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *