تاند- دیپلومات مجلې په یوه تحلیلي راپور کې له افغانستانه د امریکا د ټولو پوځیانو د وتلو خبرداری غیرجدي بللی خو په افغانستان کې یې د امریکا او د هغې د متحدانو پر اوسنۍ تګلاره شک ښکاره کړی دی.

دې مجلې له طالبانو سره د لوېدیځوالو د ستونزو د علتونو د څېړلوترڅنګ هڅه کړې هغه ګډ ټکي ومومي چې د امریکا او طالبانو ګټې پکې شریکې دي.

دیپلومات مجلې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د امریکا د حکومت پر وروستي راپور په تبصره کې ویلي، داسي نښې شته چې سپینه ماڼۍ له دې پرېکړې په شا شوې او د دې خبرو خپرول چې له افغانستانه ټول ځواکونه باسي، هدف په خبرواترو کې پر حامد کرزي د فشار اچولو لپاره تر یوه تاکتیک زیات څه نه دی.

خو له دې سره سره لا هم دا یو انتخاب دی چې لږترلږه پر بحث ارزي.

د دې تر څنګ چې امریکا به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ۸ زره او ۱۲ زره ترمنځ پوځي روزونکي او سلاکاران پرېږدي، د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونه  د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۷۰ ملیارد ډالره بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.

دیپلومات مجله وايي، که نړیواله ټولنه افغانستان ته دومره لویه مرسته ورهم کړي بیا هم د افغانستان د حکومت په بقا کې پوښتنې شته. نو په داسي یو حالت کې دا پوښتنه پیدا کېږي چې د دومره زیاتو پیسو د لګولو پر ځای د ناټو غړي هیوادونه ولي ارزانه لاره نه خپلوي.

دیپلومات مجله وايي، د طالبانو تیارې او بې رحمانه سابقې ته په پام سره دا استدلال کېدای شي چې که د ناټو غړي هیوادونه غواړي چې د افغانانو بشري، ټولنیز او اقتصادي حقونه خوندي وي او د ولسواک حکومت ملاتړ وشي باید په ملیاردونو ډالره مرستې ته غاړه کښېږدي.

خو خبره داسي نه ده. ټول اسناد ښيي چې کرزي او په ده راټول شویو کسانو، چې ډېری یې لوی جګړه ماران دي، له بهرنیو مرستو څخه د عادي افغانانو په قیمت ځانونه شتمن کړي دي.

مجله وايي، په مقایسوي ډول د طالبانو ریکارډ د ښځو د حقونو په برخه کې خراب دی خو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د نېټې له رانژدې کېدو سره د اوسني حکومت تر واکمنۍ لاندې هم د ښځو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

 د دیپلومات په نظر د افغانستان په خورا محافظه کاره ټولنه کې عقل په اسانه نه شي منلی چې د افغانستان حکومت به له ۲۰۱۴ وروسته د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره ډېره سیاسي پانګونه وکړي.

مجله بل علت چې ممکن د ناټو غړي هیوادونه د افغانستان د حکومت د ساتلو لپاره له دې هیواد سره مرسته وکړي د خپلو هیوادونو امنیت بولي ځکه چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې القاعده شبکې له افغانستانه پر لوېدیځ د حملې لپاره کار واخیست.

خو دیپلومات مجله شک ښکاروي چې دا هم څرګنده نه ده چې کرزی او یا د ده ځای نیوونکی به د هغه وضعیت مخه ونیولی شي چې د نولس سوه نوي یمې او او دوه زرمې لسیزو ترمنځ په افغانستان کې پېښ شول.

په عین حال کې، سره له دې چې له طالبانو سره حاضردمه خبرې درېدلي، دې ډلې ویلي چې که واک ته ورسېدل القاعده به پرېنږدي د تروریستي حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار واخلي.

دیپلومات له دې ډول څرګندونو د طالبانو انګېزه دا بولي چې بهرني پوځیان له افغانستانه ژر ووځي او د افغانستان له حکومت سره د مرستو مخه ونیول شي خو امریکا او متحدان یې یوازې د طالبانو د وعدو پراساس د افغانستان پالیسي نه شي ټاکلی نو په پوښتنه دا ده چې ایا ناټو به له افغانستانه تر وتلو وروسته پر افغانستان، په تېره بیا پر طالبانو نفوذ وساتلی شي؟

دیپلومات مجله د امریکا لپاره لږترلږه یو امتیاز چې طالبانو ته یې ورکولی شي هغه له پاکستانه د دې ډلې خپلواکي بولي. مجله وايي، یوه مسله چې په ندرت یې یادونه کېږي هغه دا ده چې امریکا او طالبان په دې کې زیاته ګټه ویني چې په افغانستان کې د پاکستان نفوذ کم شي.

واشنګټن د دې لپاره په دې کې ګټه ویني چې پاکستان د سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي چې پر امریکا او د هغې پرمتحدانو بریدونه وکړي او بل اسلام اباد له چین سره ښې اړیکې پالي.

له بلې خوا راپورونه وايي، طالبان، چې د پاکستان په مرسته رامنځته شول، په کوټه کې د استوګنې په موده کې د پاکستان د استخباراتي مامورینو له امرانه چلنده خوابدي شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *