تاند- په افغانستان کې د طالبانو له لوري یوازینی اسیر شوی امریکايي پوځي باو بریګدال (Bowe Bergdahl) خوشي شو.

بریګدال، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال طالبانو نیولی و، نن /شنبه/ خوشي شو.

د این بي سي تلویزیون د راپور له مخې امریکايي چارواکو وویل: بریګدال، چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې له لوري ساتل کېده، د ګوانتنامو په زندان کې له ۵ طالب بندیانو سره تبادله شوی دی.

بریګدال د ۲۰۰۹ میلادي کال په جون میاشت کې د افغانستان د ختیځ په پکتیکا ولایت کې د امریکايي پوځیانو له اډې له یوه قطب ښود او یو بوتل اوبو سره په خپل سر وتلی و چې د طالبانو لاس ته ورغی.

نوموړی یوازینی امریکايي پوځي دی چې په تېرو ۱۲ کلونو کې طالبانو ته ژوندی په لاس ورځي.

امریکايي چارواکي وايي چې بریګډال په افغانستان کې ورسپارل شوی دی.

 په همدې منځ کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د طالبانو پنځه بندیان له ګوانتنامو څخه دوحې ته لېږل شوي او قطري چارواکو ته سپارل شوي دي څو طالبانو ته یې تسلیم کړي.

ورځپاڼه وايي، سره له دې چې دا ۵ طالبان خوشي شوي خو د هغوی پر سفر د بندیز له کبله به د اوس لپاره په قطر کې وي.

له ګوانتنامو خوشي شوي طالبان
له ګوانتنامو خوشي شوي طالبان

ورځپاڼه وايي، بریګدال وروسته له دې خوشي شو چې د امریکا ۱۸ خاصو پوځیانو د طالبانو له استازو سره نن سهار وختي په افغانستان کې ولیدل.

ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له قوله وايي چې د بریګدل روغتیايي وضعه ښه ده.

اوباما بریګدل ته هرکلی ووایه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل هیواد ته د بریګدال د بېرته ستنېدو هرکلی وکړ، ویې ویل:«دا ویاړ مې په برخه شو چې د ده مور و پلار ته خبر ورکړم او په خوشالۍ ورته ووایم چې بریګدال روغ جوړ خپل هیواد ته راروان دی.»

اوباما همداراز وویل چې د بریګدال په خوشي کېدو کې باید د قطر د امیر مننه هم وشي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې په منځګړتوب کې برخه واخیسته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *