د ډانګ او پړانګ خبره ده، لار ورکی او سرګردانه ولس یې منځ کې ګير دی، د جګړې د ټولو اړخونو غرامت باید ولس پرې کړي، دوی د ټولو جګړو اصلي قربانیان دي، که کورونه یې ړنګ او یا سوزیږي، بچي یې مري، مالونه یې د باروتو په سرو لمبو کې لولپه کیږي، باک یې نشته خو چې د جګړې ښکېلوو خواوو ته یې ګټه شتون ولري .
نږدې دوه میاشتې کیږي په کندوز کې وسله وال طالبان د هغو سیمو له خلکو نه د برېښنا د لګښت بیلونه ټولوي، چې د دوی تر ولکې لاندې دي، وسله وال طالبان د کندوز ډېرې سیمې په واک کې لري او دغه چاره یې په دغو سیمو کې روانه کړې ده، ان تر دې چې طالبان د کندوز مرکز اړوند د ښار په درې کیلو متري کې هم د دغې سیمې له اوسيدونکو نه د برېښنا د لګښت بیلونه ټولوي .
په ورته وخت کې د کندوز د برېښنا شرکت په سیمه اییزو رسنیو کې خبر تیاوې خپروي چې وسلوالو ته د برېښنا د لګښت د بیلونو په ورکولو سره سره به موږ بیا درځنې کله چې ستاسو سیمې د ملي یووالي د حکومت تر ولکې لاندې راغلي خپل د برېښنا لګښت واخلوو .
دا چې عام ولس د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې اوسیږي، نو د ملي یووالي د حکومت پر وړاندې یې همدغه ستر جرم دی او باید دغه ولس د برېښنا لګښت دوه ځله پرې کړي، که څه هم دلته وارداتي برېښنا ده او خصوصي شرکت یې خلکو ته رسوي، خو د حل لار دا نه ده چې په هره موضوع کې دې عام ولس قرباني ورکړي .
حکومتونه د دې مسولیت لري چې ولسونو ته د ژوند غوره خدمات او اسانتیاوې رامنځته کړي، خو دلته یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو پر ځای دوه ځله وژني، د وګړو وران ویجاړ اقتصادي وضعیت ته په کتو سره دوه ځایه او دوه ځلي د برېښنا د لګښت بیل ورکول د دغو وګړو لپاره دوه ځلي د اقتصادي وضعیت وژنه ده .
د هغو سیمو وګړي چې د عینې برېښنا لګښت به ترېنه دوه ځله اخستل کیږي ټول یې بزګران دي، د ملي یووالي حکومت دې ارزونه وکړي چې تر دې دمه یې ورته د بزګرۍ په برخه کې کومې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې اوس دې د دې توان ولري چې دوه ځایه لګښتونه پرې کړي .
که د دې خلکو ګناه دا وي چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي، نو بیا خو خبره د ملي یووالي له حکومته شړېدلې چې په یوه ولایت کې دې له دوی نه وسله وال طالبان ډېرې سیمې په خپل واک کې ولري .