د قرآن کریم او د ښوونځي د کتابونو او ښوونځیو سوځول زموږ د روان وحشت یو بل شرموونکی او مایوسوونکی اړخ دی. یو تازه خبر وایي چې په کونړ  کې د چهارشنبې په شپه درې مکتبونه سوځول شوي او څلورم په بمونو الوزول شوی دی. له کونړ څخه رارسیدلي راپورونه وایي چې په دغو پیښو کې ګڼ شمیر سیپارې او د قرآن کریم نسخې هم د وحشت او بربریت په اور کې سوځیدلي دي.

طبعا  د داسې شرموونکي  عمل مسولیت  به ډیره بې همته او وحشي ډله هم په غاړه وانه خلي خو دا هم معلومه ده چې دغه غیراسلامي، غیرانساني او وحشي عمل نه پیریانو کړی دی او نه دیوانو، بلکې هغو کسانو کړی دی چې په همدغو سیمو کې اوسي، توپکونه او وسلې ورسره دي او غالبا د مسلمانۍ لویه دعوه به هم کوي.

 زه که ووایم چې دا کار طالبانو کړی دی ، طالبان به خامخا ووایي چې تومت ورباندې وایم خو زه به داسې ووایم چې دا کار طالبانو نه دی کړی مګر له طالبانو څخه یوه تقاضا لرم او هغه دا چې د دوی مشران دې په رسمي اعلامیه کې د مکتبونو او کتابونو سوځول غیراسلامي او غیر انساني وبولي او غندنه دې یې وکړي. د داسې اعلامیې ګټه به طالبانو ته دا وي چې د یوه ډیر شرموونکي عمل ملامتي به ورنه چپه شي او خلکو ته به او اسلام او افغانانو ته به یې ګټه دا وي چې د علم او دین او فرهنګ دښمنان به یو څه وویریږي او د داسې عملونو په تکرار کې به دوه زړي شي.

 متاسفانه په افغانستان کې د جهاد په نوم هغه وحشتونه شوي دي او لا کیږي چې هیڅ وحشي یې نه تر سره کوي. په کونړ کې د مکتبونو د سوځیدو وروستۍ پیښه د همدغو وحشتونو د لړۍ یوه کړۍ ده. د دغو وحشتونو او نورو ذلیلو کارونو غندنه باید تر هر چا اول هغه ډلې او هغه کسان وکړي چې د جهاد ادعا لري ، ځکه دا ټول وحشتونه د جهاد په نوم تر سره کیږي. دغه ډلې که د دغسې وحشتونو غندنه ونه کړي نو خلک به یې له دوی ګڼي او لږ تر لږه دا خو به وایي چې دغه کسان د قرآن سوځولو او د عامو خلکو قتل عام او د علم دښمني ته اسلام دښمني نه وایي او د دوی لپاره اسلام یوازې او یوازې مقام او قدرت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *