صمیمي ||

 له څنګه چې اټکل کیږي، په بروکسل کې به د ناټو هیوادونو په روانه غونډه کې له افغانستان سره مالي او نظامي مرستې د څو نورو کلونو لپاره وغځیږي او نه یوازې به په افغانستان کې د ناټو د موجودو عسکرو په شتون تاکید وشي بلکې د نورو عسکرو د راستولو فیصله به هم نهایي شي.

 طالبان وایي، دوی ځکه جنګ کوي چې افغانستان کې خارجي عسکر دي او خارجیان وایي چې دوی ځکه افغانستان کې حضور لري چې طالبان جنګ ته ادامه ورکوي. ظاهرا خبره د چرګې او د هګۍ ده.

 خو نتیجه که وګورو،  د دې جنګ اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي. طالبان له امریکایانو سره د جنګ په نوم افغان عسکر، افغان پولیس او عام افغان وژني. دوی له امریکا سره د جنګ په نوم په افغانستان کې پلونه او سړکونه ړنګوي او د افغانستان خلک محتاجه، دربه دره او خاک به سره ساتي. طالبانو ته شاید زما دا خبرې د منصف کس خبرې ښکاره نه شي خو دوی ته په ټول احترام سره وایم چې حقیقت همدا دی چې د دوی جګړې د افغانستان خلک تباه کړي دي. خلک نه د دوی د ډوډیو وس لري او نه یې د نه تمامیدونکې جګړې زغم. لا لویه بدمرغي دا ده چې د جنګ د اوږدیدو په نتیجه کې د داعش غونډې ډلې هم راپیدا شوې دي چې لا وحشي، لا بې رحمي او لا نامسلمانې دي.

 که د طالب دا خبره ومنو چې دوی د خارجي قواوو د شتون په خاطر جګړه کوي نو ایا د دې لپاره چې دا شتون پای ته ورسېږي، خبرې پکار دي او که د جنګ ادامه چې د خارجي عسکرو د شتون موده ورسره اوږدیږي؟

 که فرضا خارجیان د وتلو نیت نلري، بیا هم خبرې پکار دي چې لږ تر لږه افغانانو ته دا معلومه شي چې طالب نه بلکې حکومت او خارجیان ملامت دي. حکومت په طالب باندې اواز کوي چې راشه د خارجي عسکرو د شتون د موضوع په شمول په هره لانجمنه موضوع خبرو ته سره کښینو او جنګ پای ته ورسوو! په دې اواز کې کومه بې منطقي او کومه ناروا ده؟ طالبانو به ویل چې اصلي جنجال یې له امریکا سره دی او له هغو سره خبرې کوي، نه له افغان حکومت سره. د طالبانو د دې خبرې په ځواب کې امریکایانو ویلي دي چې له طالبانو سره د افغان حکومت په خبرو کې حضور ته تیار دي. مطلب دا چې که طالب د وتلو په اړه د امریکایانو خبرې اوري نو د دغو خبرو د اوریدو او په دې اړه د ژمنو د ترلاسه کولو بستر هم تیار شوی دی. ایا بیا هم د افغانستان خلک د طالب مشرانو د نامعلومو ارزوګانو لپاره ومري او تباه شي؟

 د طالبانو مخالفان په دوی باندې دوه ډوله تورونه پورې کوي. ځينې چې ډیر ورته بدبین دي، وایي چې دا یوه خونکاره ډله ده چې ګاونډي هیوادونه او ترورستي ډلې یې د خپلو مقصدونو لپاره استعمالوي او تر څو چې د هغوی خپل مقصدونه پوره کیږي، طالب مشران به همداسې هم خپل غړي د قرباني میدان ته استوي او هم به د عامو افغانانو تباهي ته ادامه ورکوي.

 د طالبانو معتدل مخالفان بیا په دې نظر دي چې طالب مشرانو سره د حکومت کولو ارزو ده. د دوی په نظر طالب مشران له امریکایانو سره په یوازې خبرو ځکه ټینګار کوي چې ګوندې امریکا به ورته ووایي چې راشه د افغانستان حکومت تاته درکوم.

  خو که طالب مشران له افغان حکومت، امریکا او نورو لوریو سره یو ځای مذاکرات پیل کړي نو بیا طبعا طالب مشرانو ته سخته ده چې امریکایانو ته ووایي چې زه سوله منم خو حکومت ماته راکړئ. په داسې مجلس کې به افغان حکومت استدلال وکړي چې حکومت به د هغه چا وي چې خلک رایه ورکوي. د طالبانو د معتدلو مخالفانو په نظر، طالب مشران د افغانستان خلکو ته تمه نلري او دا امید یې نشته چې خلک به دوی ته رایه ورکړي، نو ځکه یا د جنګ په دوام ټینګار کوي او یا په دې تمه دي چې امریکا به ورباندې مهربانه شي.

 که خبرو اترو ته د طالبانو د نه چمتو کیدو دلایل هر څه وي خو طالب مشران باید دا یاد ولري چې په مظلوم افغانستان کې د دوی د جنګ ادامه هیڅ ډول منطقي او دیني توجیه نلري او لکه څنګه چې د کعبې شریفې امام په ښکاره او په جهر وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه فتنه ده، دا جنګ یقینا فتنه ده او د دې فتنې د جاري ساتلو مسولیت ډیر دروند دی او خورا بد عواقب لرلای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *