خبرپاڼه
تاریخ: 16 حمل ۱۳۹4
کابل افغانستان- له طبیعي پېښو سره د مبارزې عالي دولتي کمېسیون نن په سپېدار ماڼۍ کې د دې کمېسیون د مشر او اجرایوي رییس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.
په دې ناسته کې لومړی د هېواد طبیعي وضعیت، د سېلابونو له امله رامنځته شوي زیانونه، د سېلابونو د راوتلو، له زیانمنو شویو سیمو سره د مرستې او د حکومت په چمتووالي بحث وشو.
د دې کمېسیون ټولو غړو په نوبت اجرایوي رییس ته د خپلو کړنو او ارزونو راپورونه وړاندې کړل. د یاد کمېسیون غړو ویل، چې په ټولو ولایاتو کې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې له زیانمنو شویو سره د غذايي توکیو او درملو د مرستو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې د عالي کمېسیون غړو په خپل راپور کې وویل، چې د هلمند بې ځایه شویو وګړو ته یې ۴۰۰ کمپلې، ۲۰۰ خېمې، ۲۴۰ ترپالونه او ۲۴۰ الکینونه، د ۴۰۰ کورنیو لپاره ۶ قلمه خوراکي توکي د بېړنیو مرستو په توګه استولي او سبا به ۲۰۰ ټنه غنم هم له هراته هلمند ولایت ته ور ورسېږي.
دغه راز پرېکړه وشوه، چې د هلمند ولایت له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې لپاره لس میلیونه افغانۍ هغه ولایت ته واستول شي او پر بې ځایه شویو کورنیو ووېشل شي.
فواید عامې وزارت په پنجشېر او نور هغو ولایاتو کې چې د سېلابونو د راوتلو ګواښ په کې ډېر دی، له بشپړ چمتوالي خبر ورکړ او ویې ویل، چې تر راتلونکې چهارشنبې پورې به یې لومړنۍ سروې پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به خپله ماشینري په هغو سیمو کې ودروي، چې د اړتیا پر مهال ترې کار واخلي، چې لازم وي.
همدارنګه د یاد کمېسیون په راپور کې ویل شوي، چې د کابل برېښنا به د سه شنبې تر ورځې ورغېږي او 220 مېګاواټه برېښنا به کابل ته راشي، چې په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نشته.
په دې ناسته کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره په ملي ستراتېژۍ هم خبرې وشوې او ټولو ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې په دې ستراتېژۍ کار وکړي.
د هېواد اجرایوي رییس او له طبیعي پېښو سره د مبارزې د عالي کمېسیون مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ټولو سکتوري ادارو ته دنده وسپارله، چې د زیانمنو شویو او تر ګواښ لاندې سیمو په اړه خپله سروې او ارزونه هر څه ژر بشپړه او اجرایه ریاست ته خپل راپور وړاندې کړي.
جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې ټول وزارتونه باید له اوسني حالته را ووځي، خپل مسوولیتونو ته لا ډېر ځير شي، ځکه چې هېواد یو خطیر مسوولیت په مخ کې لري.
نوموړي وویل، چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په ملي ستراتېژۍ کې باید هر اړخیز فکر وشي. هغه ټولو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د ارقامو په ارایه کولو کې له پوره دقت نه کار واخلي او له نورو ادارو سره په همغږۍ چارې مخ ته یوسي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس زیاته کړه، په زیانمنو شویو سیمو کې د تصویر له وړاندې کولو باید له با تجربه او پوهو کسانو نه د سیمې له خلکو سره په همغږۍ کار واخیستل شي.
نوموړي لارښوونه وکړه، چې د سېلابونو د راوتلو په دې له همدا اوسه ټولې ادارې په همغږۍ سره چمتوالی ونیسي، څو سېلابونه هېوادوالو ته زیان ونه رسوي.