اباسين زهير

د شپې شاوخوا يوه بجه ده، د برگې درېشۍ او خړو بوټو سړی په پهره ولاړ دى، له دې لږ ها خوا يو بل کس چې غالباً د رفع حاجت لپاره راوتلی، هم تر سترګو کېږي، د خړو بوټو کس د دې لپاره چې د پهرې نوبت يې په اسانۍ تېر شي، دغه کس ته ور نږدې کېږي، سلام ملګريه، زه کارول يم.

سلام، زه هم متلاک يم.

کارول: څنګه په دې نيمه شپه راوتی يې؟

متلاک: هاهاها، دا هم پوښتنه ده!

کارول: هسې مې غوښتل پوه شم چې څه کوې، بل دا چې زه پهره کوم، مسووليت مې دى چې بايد پوښتنه وکړم.

متلاک: هاهاها، لکه چې د کوم ترهګر ګومان دې راباندې وکړ؟

کارول: هاهاها، نه هيله کوم

متلاک: خوب نه راته نو ځکه دلته را ووتم چې لږ څه تازه هوا واخلم.

کارول: په افغانستان کې تازه هوا له کومه شوه، دلته خو موږ او تاسو يواځې د باروتو زهرجن دود تنفس کولاى شو.

کارول: متلاکه څومره وخت کېږي افغانستان ته راغلى يې.

متلاک: زما نن په افغانستان کې دويمه ورځ ده، پرون کابل ته راغلم، نن يې دلته هلمند ولايت ته را واستولم.

متلاک: ملګريه! زه له افغانستانه سخته وېره لرم، دا هلمند راته د ارواګانو ښار ښکاري.

کارول: ممم، نه غواړم تا وډار کړم ، خو زما نږدې يو کال پوره کېږي چې په افغانستان کې دنده ترسره کوم، يواځې هلمند نه، بلکې ټول افغانستان د ارواګانو ښار دى.

کارول: زه نه پوهېږم، موږ دلته ولې راغلي يو او د چا په خلاف جګړه کوو؟ د ترهګرو مشران او ځالې دلته نشته، هغه په نورو هېوادونو کې دي، خو نه پوهېږم چې زموږ مشرانو ولې افغانستان د جګړې ډګر ګرځولى دى.

متلاک: ملګريه! اجازه ده ستا پر څوکۍ کېنم.

کارول: هيله کوم مهرباني وکړئ.

متلاک: زه هم ستا له نظريې سره موافق يم.

کارول: ښه دا سياسي خبرې پرېږده، خپل د ځان په اړه يو څه معلومات راکړه.

متلاک: ملګريه، زه ٢٧ کلن یم، د متحده ايالاتو د کاليفورنيا اصلي اوسېدونکى يم، ما د کالېفورنيا د پوځي اکاډمۍ د مخابرې په برخه کې زده کړې کړې دي.

د زده کړې پر مهال مې له ٢٥ کلنې ادرني سره مينه پيدا شوه، هغه زما ټولګيواله نه وه او نه يې هم په پوځې برخه کې زده کړې کولې، اکاډمۍ کې يې دنده درلوده، مطلب مې دا دى چې د اکاډمۍ د ای ټي برخې مشره ده.

ادرني ډېره خوږه ده، ښکلى لوړ قد لري، شنې سترګې، نرۍ غاړه لري، هو رښتيا، تر ټولو مهمه يې دا ده چې د خبرو کولو يو ځانګړی انداز لري. بس وروره څه درته ووايم، د ادرني په جوړلو کې جوړوونکي له ډېر احتياط او پوره ځيرکتيا څخه کار اخيستی دى.

کارول: ښه ادامه ورکړه، د ادرني په اړه نور هم څه ووايه.

متلاک: اى شوخه! نه غواړم نور د هغې ښکلې په اړه يوه کليمه هم له خولې را وباسم.

کارول: خير داسې چې ده نو زه به هم کېنم، خو کيسه دې جالبه ده دوام ورکړه.

متلاک: خير داسې يو کار وکړه چې تر ناستې مخکې يو بوتل اوبه راکړه.

کارول: دوه درې بوتله اوبه خو زه ځان سره په جېب کې ګرځوم.

دواړه په خندا شول، متلاک د اوبو د بوتل سر خلاص کړ، له اوبو يې يو غټ ګوډ وکړ او بيا يې کيسه پيل کړه.

زه په زړه ډېر ارمانونه لرم، غواړم په امريکا کې ښکلی کور ولرم، ښکلی موټر ولرم او هو د دنيا ټولې خوښۍ ادرني ته ورکړم، خو دا هر څه پر هغې تنخوا چې ما ته يې هلته راکوله، نه پوره کېږي. د دې ټولو ارمانونو د پوره کولو لپاره زه مجبور وم چې افغانستان يا عراق ته ولاړ شم.

متلاک: ملګريه خبرې مې ډېرې وکړې چې ستا وخت ونه نيسم؟

کارول: هيله کوم ملګريه، دوام ورکړه، زه ستا خبرې د زړه په غوږونو اورم.

متلاک: نو زه دلته د دوو کلونو لپاره راغلى يم، کومه تنخوا چې زه په دې دوو کلونو کې په افغانستان کې ترلاسه کولاى شم، که ټول عمر په امريکا کې د ٢٤ ساعتونو لپاره هم کار وکړم، نو د دې پيسو نيمايي هم نه شم برابرولى.

کارول د خپل مسووليت له مخې د شپې دوربين ته لاس کړ، شاوخوا سيمې وليدې، بيا يې دوربين کېښود، لږ مکس يې وکړ په بېړه يې دوربين بېرته را پورته کړ لکه څه يې چې په ذهن کې راغلي وي.

متلاکه ملګريه، بېړه وکړه، ځان خوندي ځاى ته ورسوه، ترهګر را روان دي.

متلاک ډېر په بېړه پاڅېد، خو په خپل ځاى کې ودرېد او د فکرونو په درياب کې لاهو شو، د ځان لپاره یې نا مناسبه راتلونکې ليده، خو د کارول غږ په هوښ کړ، متلاکه بېړه وکړه ولې ولاړ يې؟

متلاک هم د غټو ګامونو په اخيستو سره د خوندي ځاى په لوري منډې کړې.

کارول د خطر زنګ ته ګوتې کړې او په يوه شېبه کې ټول را ويښ شول او د بريد دى، بريد دى غږونه يې کول.

په ټول کمپ کې چيغې جوړې وې، پرته له دې چې لورى تشخيص شي، هر يوه هرې خوا ته ډزې کولې، له مقابل لوري هم ډزې پيل شوې، په يوه شېبه کې په هوا کې داسې يو حالت جوړ شو تا به ويل چې د نوي کال شپه ده او ځوانان له ډېرې خوښۍ هوا ته پټاقۍ واروي.

امريکايانو له ډزو څخه چيغې ډېرې وهلې، هر يوه کوښښ کاوه چې د ځان د دفاع لپاره ډېرې ډزې وکړي.

جګړه ښه په درز کې روانه ده، له جګړې نيم ساعت تېر شوى و چې په هوا کې الوتکې هم را ښکاره شوې، الوتکو د کمپ پر شاوخوا ساحو بمبارد پيل کړ، د هر بم غږ دومره لوړ و تا به ويل که د قيامت ورځ ده او يو غر له بل غر سره لګېږي، له هر درز سره د غوږونو د پردو د شلېدو امکان و او چې کله به بم پر ځمکه ولګېد نو داسې خاورې، دوړې به يې هوا ته پورته کړې لکه بوره مور چې د خپل ځوانيمرګ زوى په غم کې پر سر خاورې بادوي.

نږدې يو ساعت جګړه وه، کله چې جګړه ختمه شوه، نو په لوډ سپېکر کې غږ وشو چې پهره داران دې خپلو ځايونو ته او نور ټول دې خپلو خونو ته ولاړ شي او سبا په شپږو بجو د کمپ د بېرته ترميمولو او پاکولو لپاره د روزنې ميدان ته راشئ.

شېبه وروسته په کمپ کې چوپتيا حاکمه شوه، يواځې د نري شمال (باد) غږ تر غوږو کېده، خو هوا لا هم د باروتو په زهرجن دوود لړل شوې وه او ساه اخيستل په کې ستونزمن وو.

کارول هم د نورو په څېر خپلې خونې ته راغی، سمدلاسه يې متلاک په ياد شو، لږ شېبه يې فکر وکړ، له ځانه سره وغږېد، هغه به په کومه خېمه کې وي، نه هغه خو خېمې خوا ته نه، بلکې خوندي ځاى ته ولاړ. ورځم ګورم يې، پاتې شپه هم له هغه سره تېروم او که وشو نو پاتې کیسه به هم راته وکړي.

کارول له عسکري اجازې پرته له خپلې کوټې ووت، د خوندي ځاى لور ته رهي شو، دغه ځای ته لس متره پاتې ول چې د ځمکې پر مخ يې پر يو پروت کس سترګې ولګېدې، په بېړه يې ځان ور ورساوه.

کارول په منډه کې غږ کړل، متلاکه، متلاکه، خو په متلاک کې نور هغه دم نه و چې د خپلو ارمانونو او د ادرني د ښکلا په اړه کارول ته څه ووايي.

د متلاک پر ډنډه مرمۍ لګېدلې وه، سر يې داسې دوه ځايه شوى و، تا به ويل که د مزار خټکى پر ځمکه ويشتل شوى دى.

کارول د متلاک دوه ځايه شوى سر په خپله غېږه کې کېښود، د فکرونو په سمندر کې لاهو شو، ښايي هم خپله راتلونکې يې دغه شان ليدله.

اباسين زهير

پژواک خبري اژانس

د غبرګولى ٨ مه، ١٣٩٥

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *