تاند- د بهرنیو چارو د سلب صلاحیت شوي وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند یو پلاوی مزارشریف ښار ته تللی چې عطا محمد نور په ارامه استعفا ته تیار کړي.

راپورونه وايي چې ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله له عطا محمد نور څخه غوښتي چې د بلخ له ولایته لېري شي خو عطا نور حاضر نه دی چې د والي په توګه د بلخ ولایت پرېږدي.

صلاح الدین رباني د جمعې په ورځ هم له عطا محمد نور سره په دې اړه خبرو ته دوام ورکړ او هغه ته یې وویل چې په خپله استعفا وکړي.

جمعیت ګوند له عطا محمد نور څخه د استعفا غوښتنې تاییدوي خو وايي چې په دې اړه پرېکړه به له سلا مشورو وروسته وشي.

د دغه ګوند سرچینې وايي چې پر عطا نور فشارونه زیات شوي چې استعفا وکړي.

پر عطا محمد نور وروسته له دې د استعفا ورکولو په خاطر فشار زیات شو چې د حکومت پر مشرانو یې انتقادونه وکړل او په یو ډول یې له مرکزي حکومت څخه بغاوت وکړ.

نور هم وروسته له دې د حکومت له مشرانو، په تېره بیا ولسمشر غني سره ښکاره مخالفت پیل کړ چې په دوبۍ او ځینو نورو هیوادونو کې د ده شخصي بانکي حسابونه د امریکایانو له لوري بند کړل شول.

نور ګومان کوي چې امریکایانو د ده او یو شمېر نورو په فساد ککړو زورواکانو بانکي حسابونه د ولسمشر غني په امر کنګل کړي دي.

په دغو بانکي حسابونو کې په اسګوږنو او یا هم ممکن په سلګونو ملیون ډالره اېښودل شوي دي. ویل کېږي چې دا پیسې په فساد کې ترلاسه شوي دي.

خو ارګ وايي چې دا مسله له دوی سره تړاو نه لري ځکه چې بند شوي بانکي حسابونه له افغانستانه دباندې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *