تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: د ارګ لخوا د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته د چمتووالي له خبر ورکولو وروسته د ثبات او همپالنې ډلې هم ویلي چې عبدالله عبدالله منتخب ولسمشر دی او یو کمیسیون یې ټاکلی چې د هغه د لوړې مراسمو ته چمتووالی ونیسي.

د ثبات او همپالنې ویاند فریدون خوځون وایي، دغه کمیسیون نن د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټول شموله حکومتد لوړې مراسمو ته د چمتووالي لومړنۍ غونډه نن وکړه او ډېر ژر به په دې اړه اقدامات پیل شي: (( د عبدالله عبدالله د لوړې مراسممو نېټه به ژر اعلان شي.))

د عبدالله عبدالله لخوا د لوړې مراسمو ته په ټاکل شوي کمېسیون کې فضل احمد معنوي، همایون همایون، یونس نواندیش، رحمت الله ځلاند او امیر محمد اخونزاده لیدل کیږي.

بلخوا ولسمشر غني هم چې د ټاکنو کمېسیون منتخب ولسمشر اعلان کړی د پنجشنبې په ورځ لوړه کوي.

د هغه د لوړې مراسم د هارون چخانسوري، شاه حسین مرتضوي، وحید عمر، متین بیک او فاضل محمود فضلي چمتو کوي

2 thoughts on “له غني وروسته، عبدالله هم د ټول شموله ولسمشر په توګه ځانته د لوړې مراسم نیسي”
  1. ښاغلي احدي يو وخت په جرمني کي زما د يوه دوست په کور کي کوم وخت چه دطاليبانو حکومت وو او دی خپله د افغان ملت مشر هم وو خداي مي د غاړي نه بندوي وويل چه که شرايت ورته برابر دی به د يو مليونو ډالرو په درلودنو سره طالبان چپه او په افغانستان کي به دمموکراسي پلي کړي
    اوس خو دی د عبدالله شاته ليدل کيږي او د بغاوت ملاتړ کوي
    کولاي شو چه ووايو دا ښاغلي د چوکی د رسيدلو لپاره هر ښانته بي ننګي او دټيټوالي عمل ته تيار دی
    داسي يو شخصيت به څنګه د داسي يو ځپيلدلي اولس د پرهار درمل وکړاشي چه د بغاوتيانو ملاټړ کوي

  2. دې ته به کوم دووس ورځي؟؟ دا خو ټول د روس او پاکستان دسپيو په خوراک تربيه شوي او له پخوا نه يې ډير خلک ډاړلي او اوس هم غواړي چې پر اډوکو يې داړی خښې کړي

ځواب دلته پرېږدئ