ځوان فرید فرهنګ، د هلمند د اطلاعات و فرهنګ ریاست د نوي رئیس په توګه تازه په تازه ټاکل شوی او د جدي پر ۴- مه یې دنده پیل کړه؛ تر ده مخکې، محترم علیشاه مظلومیار شاوخوا ۱۰- کاله پر دغه مهمه چوکۍ ناست وو؛ دا سړی د کتاب سړی وو؛ د مطالعې او فرهنګ سړی وو؛ نوموړي د خپل توان په اندازه هلېځلې وکړې؛ دا چې څومره کامیاب وو نو دا قضاوت خپل درانه ولس ته پرېږدو خو موږ د بدلون ادارې له اړخه مننه ځنې کوو، ځکه همېشه راسره همکار پاته شوی وو او تل یې د هغو ستونزو په دفع کولو کې مرسته راسره کړې وه چې زموږ د لیکنو، تبصرو او تحلیلو په عکس العمل کې به د ولایتي ادارې له خوا را پېښېدای شوې؛ د لا عزتمن ژوند هیله ور ته کوو.
له ښاغلي فرید فرهنګ څخه، له څو زاویو د لا ډېر فرهنګي فعالیت هیله کېدای شي:
یو- نوموړی ځوان او تازه دمه دی، زیاته انرژې لري، څرنګه چې افغانستان د ۶۵٪ ځوان نفوس په لرلو سره، د دنیا تر ګردو ځوان هیواد ګڼل کیږي او دا زلمی ظرفیت که په سمه توګه مدیریت او کار ته و ګمارل شي نو امید دی چې ښه مؤثر به تمام شي.
دوه- دی په همدې ریاست کې، د کار تجربه لري، څلور کاله فرهنګي معاون پاته شوی؛ د دغې ادارې لوړې- ژورې تر بل هر چا ښې ور ته مالومېدای شي؛ ممکن تر ډېرو نورو یې د حل په چم هم ښه وپوهیږي.
درې- په هلمند کې د ښه نامه څښتن او د سنګین شخصیت په صفت پېژندل کیږي؛ د سیمې له فرهنګیانو سره یارانه و صمیمانه روابط لري، ځکه نو په اسانې سره د هغوی باور او همکارې ور خپلولای شي.
څلور- تر ټولو مهمه یې لا دا چې، د فرهنګ د ډګر ۲۸- کلن ځوان کادر دی اوپه ۱۳۹۴ کال کې د هلمند پوهنتون له پښتو ادبیاتو څخه فارغ شوی دی.
پر همدې اساس موږ یو څو وړاندیزونه ور ته لرو:
یو- څرنګه چې د جنګ و جهاد په دوران کې، افغاني فرهنګ په عام او د هلمند دا په خاص ډول د نه جبرانېدو تر بریده ځپل شوی او د بربادۍ لړۍ یې لا په ټول زور سره روانه ده، د هلمند د ډېرو نورو هرهنګي زیانو تر څنګ، د بُست تاریخي کلا د ویجاړۍ ګزارشونه بیا- بیا خپاره شوي خو لازمه توجه نه ده ور ته شوې؛ دا لرغونې کلا او شهکار شیشک یې، د ټول افغانستان د فرهنګي عظمت یو بېساري یادګار دی؛ د دې یادګار په ژغورنه و ساتنه کې د ښاغلي فرهنګ هیڅ رنګه ناپامې د زغملو نه ده؛ دغې کلا ته د نورو ور پېښو ګواښو په اړخ کې یو هم دا دی چې د هلمند سیند بستر
کرار- کرار ور ته را څکیږي او په خپلو څپو کې یې د نېستۍ د موجو په خوله ور کوي؛ هیله ده یو محکم استنادي دېوال ور پورته شي او هم یې ټولې اړوندې سیمې تثبیت او وساتل شي.
دوه- د هلمند د دولتي چاپي، ږغیزو او تصویري رسنیو کیفیت ته جدي توجه وشي، داسې چې د ځوان هلمندي نسل د فکري ودې او شعورې سطحې لوړېدو لپاره ډېر مؤثر واقع شي؛ تر څنګ یې له آزادو رسنیو سره هم دوستانه او د دوه اړخیزو همکاریو پر روحیه ولاړ، روابط وساتل شي ځکه په دې برخه کې هلمند، هم قربانۍ ور کړي او هم یې ویاړونه ګټلي دي.
درې- څرنګه چې دوامدارو جګړو و بحرانو زموږ د خلکو تر منځ همږغۍ څه ناڅه اغېزمنې کړي ځکه نو د فرهنګیانو، ژورنالیستانو او مدني فعالانو تر منځ د انسانۍ هماهنګۍ او متقابلو همکاریو د فرهنګ بیا ایجاد او استحکام ته ډېر ضرورت دی؛ په دې برخه کې هم له فرهنګ څخه د کلکې پاملرنې توقع کیږي.
څاورم- د هلمندۍ خوندو د علمي- فرهنګي فعالیتو لپاره باید حتمي زمینې برابرې شي؛ ځکه دا د افغاني ټولنې نیمه، خو ډېره مستعده برخه، همېشه ضایع شوې؛ په دې توګه به هم د دوی بشري حقوق اعاده شوي او هم به یې په رشد سره افغاني ټولنه له بلا- بلا بحرانو څخه را وتلې وي.
پنځه- عامه کتابتون باید تر هر څه زیات فعال، ځوان افغان کهول ته د مطالعې زمینه برابره او په محموع کې د کتاب لوستنې او کتابتون جوړونې جانانه فرهنګ عام شي.
په دې توګه سره به، هم محترم فرهنګ د خپل فرهنګي مسؤلیت په اداینه سره، پراخ ملاتړ خپل کړی، هم به یې په تاریخ کې ښه نوم ګټلی او د خلکو په زړونو کې محبوبیت موندلی وی او هم به یې ځوان فرهنګي نسل ته د لا پرمختګ، عظمت او عزت رڼې لارې پرانیستې وي.
ان شاءالله
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دريم کال/څلورمه / پرلپسي ۱۰۸ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۵/