دغه ټکی د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دغه ولایت له یو شمېر مخورو سره په لیدنه کې وکړ او زیاته یې کړه،د دغه مبارزې په ترڅ کې لسګونه کسان نیولي دي .
نوموړی زیاته کړه،شاوخوا ۴۰ تنه،چې په نظامي او ملکي ادارو کې دنده درلوده او یو شمېر یې په نورو برخو کې کارونه ترسره کول،په فساد کې د لاس لرلو په جرم یې نیولي دي .
نوموړی وویل په فساد کې ښکیلې کړیو هر مهال هڅه کړې،چې د ده پرضد فعالیتونه ترسره کړي،خو د فساد پر ضد د ښې ډلګۍ د درلودلو له امله یې فعالیتونو کوم اثر ندی کړی .
قومي مشرانو هم د میدان وردګو سرپرست والي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، د فساد پر ضد د ولایت مقام له دوامدارې مبارزې څخه ولسونه هم خبر دي او له همدې امله پر خپلو مسؤلینو پوره باور لري .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر