ژباړه: سیداغا حیران.

له فیسبوک څخه دا ځل درته داسی طریقه ښیم، چې ټولو ته په زړه پورې ده او نن سبا ډېر ورته اړتیا لري.

راځو په همدې برخه کې کار کوو، څنګه له فیسبوک څخه غیر فعال ملګري لیرې یا ختم کړو.
د دې کار لپاره د هغو کسانو اړتیا زیاته وې چې د ملګرو شمېر یې تر پنځو زرو رسیدلی وي.
تر ټولو د مخه لومړې د دې کار لپاره له Play Store  څخه د Yandex Browser with Protect په نوم اپلیکیشن راښکته کوو.
کله مو چې دا کار وکړو لاندې شکل وګورئ، د تصویرونو پرمټ مخ ته ځو.

۱: لوموی عکس:

پورته شکل ته ځیرشئ. په اخیرنۍ برخه کې چې د پلټنې برخه ده Toolkit for Facebook پلټو او مخ ته ځو
۲: دوهم عکس :

پورته شکل اچې د Toolkit for FB Chrome web store درته ښکاري په همدې تړونې زور ورکوو مخ ته ځو
۳: دریم عکس .

په پورته دریم شکل کې Add To Chrome درته ښکاري په همدې تړوني زور ورکوو مخ ته ځو.
۴: څلورم عکس.

پورته د څلورم تصویر په اخیرنۍ د پلټنې برخه کې M.facebook  لیکو او د Go بټن وهو مخ ته ځو.
۵عکس:

په پورته پنځم تصویر کې چې د فیسبوک د اپلیکیشن برخه ده خپل د استعمالولی نوم پټ نوم او په Log in باندې کلیک کوو مخ ته ځو.
۶: شپږم عکس:

پورته تصویر کې چې دوه انتخابه یې راکړي موږ د Browser برخه انتخابوو او پورته د Ok په برخه زور ورکوو مخ ته ځو.
۷: اووم عکس:

په پورته شکل کې چپ طرف ته لاندې چې درې پرله پسي  نښانونه ښکاري زور ورباندې کوو مخ ته ځو.
۸: اتم عکس.

پورتنې تصویر کې په Extensions تړوني زور ورکوو مخ ته ځو.
۹: نهم عکس:

په پورته تصویر کې په Toolkit for FB باندې زور ورکوو مخ ته ځو.
۱۰: لسم تصویر:

په پورتنې شکل کې چې ګڼ معلومات او په زړه پوری اپشنونه پراته دي موږ ورڅخه د Unfriend multiple all inactive facebook friends غوره کوو او په لاندې START TOOL  تړونې باندې کلیک کوو مخ ته ځو.
۱۱: یوولسم عکس.

پورته یوولسم شکل چې د پای برخه ده د ملګرو په ختمولو به کار روان شی او تاسی به یو څو دقیقی تم شئ چې تقریبآ لس ثانیو کې د ستاسی ۵ نفره چې غیر فعال دي فیسبوک یی پیدا کوي او له مینځه یې وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *