مطبوعاتي خبرپاڼه

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژیو وزارت په افغانستان کې د فیسبوک د محلي کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژیو وزارت په هیواد کې د فیسبوک کارونکو د معلوماتو د مصونیت په موخه،  د فیسبوک له شرکت سره د فیسبوک د محلي کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ددې هوکړه لیک په تطبیق سره به؛ په افغانستان کې د فیسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز فعال شي.

 له دې مخکې د فیسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز له هیواده دباندې وو چې دا نه یواځې د کارونې پر مهال ضعیف بلکې د معلوماتو د مصونیت د شتون ډاډ یې هم نه درلوده.

د فیسبوک د کاروونکو لپاره یې بله ګټه داده چې دوي د لنډ مهالې حافظې یا Cache له چټکتيا څخه برخمن کیږي. لنډمهاله حافظه یا Cache د فیسبوک او انسټاګرام د تبادلې ترافیک ته ویل کیږي چې د معلوماتو د تبادلې ملي مرکز (NIXA) لخوا تنظیم او د خصوصي انټرنیټي شرکتونو پر کیفیت ژوره اغیزه لري.

د انټرنیټي شرکتونو د فیسبوک ټول ترافیک به په هیواد کې دننه لیږد رالیږد پیل کړي او دا به د انټرنیټ د چټکتیا او د قیمتونو د ټیټوالي سبب وګرزي.

 د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژیو وزارت تل هڅه کړی چې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي، ددې برنامې په عملي کیدو سره د فیسبوک کیشونه له ۴۰ Mb څخه ۸۸۰ MB ته وده موندې او بیا انټرنیټي شرکتونه کولای شي خلګو ته چټک او په ټیټه بیه انټرنیټي خدمتونه وړاندی کړي.

ددې ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژیو وزارت او د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې ملي مرکز کوښښ کوي چې وکولای شي د Google, Netflix, Akamai کیشونه هم د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې ملي مرکز سره وصل کړي ترڅو د انټرنیټي خدمتونو په وړاندې کولو کې د پام وړ بدلون راشي.

د NIXA د خدمتونو او کارونو د بشپړ معلوماتو لپاره  www.nixa.af  وېبپاڼې ته مراجعه وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *