نن د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې د سویلي اسیا هېوادونو د همکارۍ سازمان (سارک) اتلسمه سرمشریزه غونډه پیل شوه.

سارک سازمان په ۱۹۸۵ کال کې د بنګله دېش د فقید ولسمشر ضیا‌ءالرحمن په نوښت جوړ شو، چې لومړني غړي یې بنګله دېش، هند، پاکستان، بوتان، مالدیف، نیپال او سریلانکا وو. افغانستان په ۲۰۰۵ کال کې د هند په غوښتنه د سارک سازمان څارونکی غړی شو، چې وروسته په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د سازمان په څوارلسمه غونډه کې د رسمي غړي په توګه ومنل شو.

اسټرالیا، چین، اروپايي ټولنه، ایران، جاپان، مورتانیا، میانمار، جنوبي کوریا او د امریکا متحده ایالتونه د دې سازمان څارونکي غړي دي.

سارک سازمان په سیمه کې د نږدې هېوادونو ترمنځ د ښو سوداګریزو اړیکو، سیمه ییزو همکاریو، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او په سیمه کې د اقتصادي ودې په موخه رامنځته شوی.

سارک د جغرافیوي پراخوالي او د نفوسو د شمېر له پلوه په سیمه کې مهم سازمان ګڼل کېږي، چې د نړۍ د ټولو نفوسو ۲۳ سلنه جوړوي. د دغه سازمان مساحت ۵۱۳۶ میلیونه کیلومټرو ته رسېږي. د نړۍ په ناخالصه کورنیو تولیداتو کې د دې سازمان ونډه ۸ سلنه اټکل شوې ده.

که څه هم سارک سازمان د هند او پاکستان ترمنځ د تاریخي اختلافاتو له امله له ننګونو سره مخ دی، خو بیا هم د سیمه ییزې همکارۍ په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

د سارک سازمان په چوکاټ کې د سویلي اسیا هېوادونه لږ تر لږه په دې توانېدلي چې په سویلي حوزه کې د ټرانزیټي محدودیتونو د لرې کولو، د نفوسو د ډېروالي د مخنیوي، پر ګډو زېربنايي پروژو د پانګونې، ترورېزم سره د مبارزې او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یوې ګډې اجماع ته ورسېږي.

د دې سازمان لویه لاسته راوړنه د ازادې سوداګرۍ لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ د (سفټا) ټرانزیټي تړون دی. دغه تړون د سارک سازمان په ۱۲ مه سرمشریزه غونډه کې په اسلام اباد کې لاسلیک شو. د تړون موخه د سویلي اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د یوې ازادې سیمې رامنځته کول و، چې له مخې یې غړي هېوادونه د ګمرکي تعرفې په لرې کولو مکلف ګرځول شوي دي. سفټا تړون د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا کې ډېره مرسته کړې ده. د رسمي ارقامو له مخې په ۲۰۱۲ کال کې د سارک سازمان د صادراتو اندازه ۳۵۴ میلیارده ډالرو ته لوړه شوه، په داسې حال کې چې دغه کچه په ۲۰۰۹ میلادي کال کې ۲۰۶ میلیارده وه.

همدارنګه په یاده موده کې د سارک سازمان د وارداتو کچه له ۳۳۰ میلیاده ډالرو څخه ۶۰۲ میلیاردو ته لوړه شوه.

سارک سازمان په سویلي اسیا کې د کرنې او ټکنالوژۍ په پرمختګ کې هم خورا اغېزناک رول لوبولی دی. دغه سازمان د پاکستان او هندوستان په څېر کرنیزو هېوادونو کې ډېره پانګونه کړې، چې اوس په سیمه کې د کرنیزو محصولاتو له پلوه خود کفا شوي دي.

له افغانستان پرته غړو هېوادونو په یو نه یو ډول د سازمان له ظرفیتونو ګټه ترلاسه کړې ده. خو افغانستان له بده مرغه په دغه ډول سازمانونو کې تل سمبولیک رول لرلی دی.

نه یوازې سارک، بلکې د سیمې او نړۍ په نورو سازمانونو لکه شانګهای او اېکو کې هم د افغانستان رول چندانې خوندور نه دی.

نړیوال او سیمه ییز سازمانونه په معاصر وخت کې د دوه اړخیزو– څو اړخیزو همکاریو په برخه کې ډېر موثر جوړښتونه ثابت شوي دي. له بده مرغه د افغانستان کمزوري بهرني سیاست او کمزوري ملي زعامت دغه فرصتونه په شا تمبولي دي.

زموږ حکومتونو په دې ډول جوړښتونو کې یوازې خپل غړیتوب او ګډون ځان ته افتخار او لاسته راوړنه ګڼلي، پر دې فکر نه دی شوی چې له دې فرصتونو څخه د هېواد لپاره څنګه ګټه واخلي.

افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات او د متقابلې سیمه ییزې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره تر اوسه پر دې نه دی بریالی شوی چې د سارک، شانګهای او اېکو سازمانونو له مزایاوو ګټه واخلي.

ایران د اېکو سازمان له لارې وکولای شول چې د فارسي ژبو هېوادونو په نوم یوه فرهنګي جغرافیه رامنځته کړي، همدارنګه پاکستان، هند، بنګله دېش، سریلانکا، نیپآل او مالدیف په دې بریالي شوي چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د سارک له امکاناتو ګټه واخلي، خو موږ په یوه سازمان کې هم تر اوسه عملي لاسته راوړنه نه لرو.

موږ حتی د سارک سازمان د غړي په توګه پاکستان ته قناعت ور نه کړای شو چې له افغانستان سره پر دوه اړخیز ټرانزیټي تړون (اپټا) عمل وکړي.

زموږ ولسمشر د سارک سازمان په اتلسمه سرمشریزه کې په نیپال کې حضور لري، خو خبر نه یو چې له کومې ځانګړې اجنډا سره ورغلی دی؟ د نورو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو یوه اونۍ مخکې خپلې اجنډاوې اعلان کړې وې، خو زموږ د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په غونډه کې د افغانستان اجنډا نه ده اعلان کړې.

ټاکل شوې چې په یاده غونډه کې د سویلي اسیا هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د تولید یو تړون هم لاسلیک شي. افغانستان د انرژۍ د تولید او ټرانزیټ لپاره ښه ظرفیتونه لري، خو اوس معلومه نه ده چې افغانستان به په دې پروژه کې شریک وي او که نه؟

دا هغه فرصتونه دي چې موږ ته په خپله رامنډې وهي، خو موږ یې نه شو هضمولی. نور هېوادونه د فرصتونو د ایجاد په لټه کې دي، موږ له ایجاد شویو فرصتونو ګټه نه شو اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *