خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۲-۲۶
کندهار، افغانستان- د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخي د کندهار له لوی محبس څخه ۱۰۱ تنه زندانيان خوشي سول.
د زندانيانو د خوشي کېدو په مراسمو کي چي نن غرمه مهال په لوی محبس کي جوړ سوي ول، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د محبس مدير سمونوال غلام فاروق، څارنوالانو او د محبس يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی وو.
ولسمشر د ثور د ۲۳ کليزي په مناسبت ۸ ګڼه فرمان صادر کړی وو چي له مخي يې ۱۰۱ تنه زندانيان خوشي او ۶۴ نور تخفيف مجازات سول.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي له ولسمشر څخه د منني تر څنګ يادو زندانيانو ته د خوشي کېدو مبارکي وويله او زياته يې کړه چي قانون د ټولنيز ژوند د تنظيم او بقاء په موخه پلی کيږي او محبس د مجرمينو لپاره يو اصلاحي مرکز دی. دلته مجرمين د دې لپاره زنداني کيږي چي له مضرو حرکاتو څخه راوګرځي، ټولني ته زيان ونه رسوي او همدلته داسي عبرت واخلي چي آينده به جرمونو ته لاس نه اچوي.
نوموړي هيله وښوده چي ياد بنديان له خوشي کېدو سره سم له آينده جرمونو څخه لاس واخلي، له خپلو کورنيو سره سالم ژوند وکړي، حلاله نفقه وګټي او له هغو حرفوي زده کړو څخه استفاده وکړي چي په محبس کي ورکول سوي دي.
ښاغلي شمسي يادونه وکړه چي که زندانيان له زور زياتي سره مخ وي او په محبس کي غيرقانوني او ناسم چلند ورسره کيږي، نو کولای سي چي خپلي ستونزي د اړندو څارنوالانو له لاري زموږ سره شريکي کړي.
د ولايت مقام مرستيال له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل چي دغه زندان د تقريباً پنځه سوو بنديانو لپاره جوړ سوی اما اوس زيات شمېر بنديان پکي ساتل کيږي، خو زياته يې کړه چي هڅه کوي د مرکز په مرسته په کندهار کي د لوی محبس لپاره نوې ودانۍ جوړه کړي چي له دې سره به د زندانيانو دا ستونزه هواره سي.
د لوی محبس مدير سمونوال غلام فاروق زندانيانو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چي دا بنديان يې د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخي چي د ثور د ۸مي د ۲۳ کليزي په مناسبت صادر سوی وو، خوشي کړل او ۶۴ نور يې تحفيف مجازات کړل. نوموړي هيله څرګنده کړه چي ياد بندیان بيا زنداني کېدو ته اړ نه سي او په ټولنه کي سالم انسانان واوسي.