ژباړه: حمیدالله حمیدي
دا مه هېروئ چې ماتې او ناکامي له هر کار سره ملګرې ده، خو هغه وېره چې له بایللو مخکې ستاسو په زړه کې پیدا کېږي، هغه زهرو ته ورته ده چې ستاسو وجود فلجوي او له حرکته یې غورځوي. که مو سل ځله د «نه» غږ واورېد کېدای شي په یو سل او یو وم ځل د «هو» غږ واورئ چې د دې غږ په اورېدلو سره به مو د وجود ټوله ستړیا له منځه ولاړه شي.
د انرژۍ په سرچینه پسې وګرځئ!
کېدای شي هغه چاپېریال چې تاسو پکې ژوند کوی، چندانې انګېزه بښونکی نه وي، خو بې له شکه چې داسې کسان او وسایل شته چې تاسو ته انګېزه درکړي. الهام بښونکي کتابونه او د تکړه لیکوالو اثار ولولئ، د لویو استادانو شاګردي وکړئ، لوی مراسم لکه «اوسکار» وګورئ، چې په هغې کې لویو لویو کسانو ته جایزې ورکول کېږي. که موخه لرونکي او خلاق و اوسی، لرې نه ده چې یوه ورځ به د نړۍ په تر ټولو مشهور کس بدل شی. د خلاقیت په چانس سره تاسو د ژوند لوړو څوکو ته ختلی شی. هڅه وکړئ ځان داسې ځای ته ورسوی چې لایق یې یی.