تاند- ګوګل او مایکروسافټ موافقه وکړه چې په ګډه به له ماشومانو څخه د جنسي سواستفادې عکسونه او ویدیوګانې په انترنټ کې ورکې کړي.

د دوی له اقداماتو سره سم تر یو لک زیاتې کلمې، چې په یو نه یو ډول د ماشومانو له جنسي استفادې سره تړاو لري، سانسور شوي او که یې څوک د ګوګل په سرچ ماشین کې ولیکي نو نه یوازې دا چې معلومات به نه ورکول کېږي بلکې دا خبرداری به هم ورکول کېږي چې له ماشومانو څخه جنسي سو استفاده غیرقانوني ده.

د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون د ګوګل او مایکروسافټ د دې ګډې هڅې هرکلی وکړ. کامرون په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که ګوګل او مایکرو سافټ په خپله دې هڅه کې بریالي نه شول یا یې هڅه جدي نه وه بریتانیا به د داسي ویدیوګانو او عکسونو د مخنیوي لپاره نورو لارو ته مخه کړي.

مایکرو سافټ او ګوګل ویلي چې د دا ډول تصویرونو د مخنیوي لپاره به ژر په څه باندې یو نیم سل ژبو کې هغه کلمې حذف کړي چې له ماشومانو څخه د جنسي سواستفادې قلمونه یا عکسونه پرې موندل کېږي.

One thought on “له ماشومانو څخه د جنسي استفادې د تصویرونو د بندیز نوې هڅه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *