ژباړن: ډاکتر ولي الله آزاد
طالبان د شرعي احکامو پر هو بهو او کلک تطبیق مشهور دي. څوک چې د طالبانو له پخوانیو اعمالو، اخلاقو او د ژوند له جزییاتو نه دي خبر، فکر کوي طالبان ځکه د شرعي احکامو پر جزیاتو له حده زیات ټینګار کوي چې دوی به خورا متقي، پاک نفسه، او سر تر پایه پاک لمني وي، چې دوی به د ژوند له نورو نمونو سره اشنا نه وي او نه خو د شرع خلاف اعمال زغملای شي؛ ځکه خو دې ته حاضرېږي چې له سره تېر شي او انتحار وکړي، حال دا چې واقعیت د دې شي اپوټه دی او دوی ځکه په انتحار لاس پورې کوي چې له کړیو ګناهونو ځان پاک کړي. په دې لیکنه کې هڅه کېږي چې دا ماجرا تر یوه حده وڅېړل شي.
ډګري یا میداني مطالعې ښيي چې د طالبانو په منځ کې هغه مهال چې دوی لا په مدرسو کې دي او سبق وايي، د شرعې خلاف ځینو کارونو ته علاقه زیاته شایع ده او د دوی اکثره کسان په زلمکیتوب کې یو رقم او وروسته بل رقم په دې کارونو اخته کېږي. تر ټولو مشهور او مهم عمل چې د اسلامي احکامو له نظره ناروا ګڼل کېږي او ګناه یې تر عادي ګناهونو څو واره زیاته ده، له خپل همجنس سره جنسي رابطه ده چې دا په دې ډول مدرسو کې پخوانۍ او ځنډنه پدیده ده.
له ښځو سره د دښمنۍ عواقب
په دې مدرسو کې هر وخت پر دې ټینګار کېږي چې له ښځو سره دې له هر ډول رابطې پرهېز وکړي. دغه ټینګار د نرسالارۍ د فرهنګ انعکاس دی چې په اجتماعي ژوند کې د مېرمنو له هر ډول حضور سره مخالف دی. په دې فرهنګ کې ښځه یوه تابو ده چې په اړه یې د څه ویلو اجازه لا نشته، دا خو لا پرېږده چې حضور یې، که په هر ډول وي، وزغمل شي.
په دې لیدلوري کې ښځه د نارینه وو د انحراف او د فتنې عامل ګڼل کېږي چې باید سخت ځنې وډارېږو. دغه فتنه ګري یوازې د ښځې پر حضور نه رالنډېږي، بلکې د هغې هر ساده او معمولي عمل، د مخ جوتېدل یې، غږ یې، پر لاره تګ یې، او هر څه یې فتنه زېږولای شي. ان د ښځو د بوټونو ټکا هم دغسې ده.
ښځه کرار کرار د دې ټولنې د نارینه وو له ځانخبري شعور څخه محوه کېږي، په تېره بیا په مدرسو کې او دا د نرسالارۍ او ښځه ټکونې روښانه منظره ده. ښځه یوازې کولای شي د دې نارینه وو په ناخبر شعور کې حضور ولري مثلاً په خوب کې یا دې ته ورته نورو حالتونو کې. په ویښه کې د ښځو په اړه هېڅ خبره نه کېږي، یوازې دا ویل کېږي چې شریعت د هغوی پر اعمالو کوم محدودیتونه او قیود لګولي دي او نارینه وو ته یې د هغوی په اړه څه ډول ګواښونه کړي دي چې د هغوی په لومه کې راګیر نه شي.
پر دې شیانو سربېره د ښځو په اړه ان هغه عادي خبرې چې په نورو ټولنو کې کېږي، نه شي کېدای ان تر دې چې که د چا د کورنۍ یا خپلو خپلوانو د کومې ښځې نوم د نورو زده وي، هغه ته لوی ننګ او شرم ګڼل کېږي. هېڅوک نه غواړي د خلکو یې د خور و مور یا مېرمنې نوم زده وي او که داسې وشي، دی ځوروي لکه د ده یو راز او یا د شرم خبره یې چې چا موندلې وي. دا د صدر اسلام د وختونو بیخي اپوټه حالت دی، په هغه وخت کې د ډېرو وګړو د لوڼو او مېرمنو نومونه د خلکو زده وو، د پیغمبر د ازواجو او لوڼو نومونه د ټولو زده وو؛ خو چا دا شرم نه ګاڼه.
د نرسالارانو د ټولنې د دې نارینه وو په ذهن او روان کې د ښځې د نوم له حذف کېدو سره، دا تصور پیدا شوی چې د دې مدرسو طالب العلمان د یوه مهم اخلاقي خطر پر وړاندې چې د ښځې په اړه فکر کول او د هغې په لومه کې نښتل دي، بې غمه شوي دي ځکه نو د پاک لمنو نارینه وو د روزنې زمینه مساعده شوې ده.
د طبيعت غريزي عکس العمل
دلته څوک نه پوهېږي چې د غریزي اړتیاوو له پامه غورځول، د هغوی د محوه کېدو معنا نه لري. کله چې ښځه د ځوانانو په ژوند کې حضور ونه لري، معنا یې دا نه ده چې د دې ځوانانو جنسي تمایلات به تت شوي وي او نور به د دې غریزې ارضا ته اړتیا نه لري. دلته دغه څرګند حقیقت خورا اسانه له پامه غورځول کېږي او هېڅ چاره ورته نه لټول کېږي.
کله چې ځوانان ویني چې ښځه د دوی له ژونده حذف شوې ده او هغې ته وررسېدل، ان په مشروع لارو هم زرګونه کړاوونه لري او ان په اړه یې غږېدل هم منع دي او د خیال په دنیا کې هم ورسره سروکار نه شي لرلای، که وغواړي یا نه، نوې لاره ورته پرانیستل کېږي. لکه هره بله طبیعي انرژي چې که مخه یې بنده شي، نوې لاره جوړوي، دلته هم د زلمو جنسي غریزه نوې لاره خپلوې او دا هماغه له همجنس سره د ارتباط جوړولو لاره ده.
له مخالف جنس څخه موافق جنس ته
سره له دې چې له همجنس سره رابطه په شرعي لحاظ حرام او ناروا عمل دی چې باید پټ پاتې شي او څوک یې په ښکاره ونه کړي؛ خو دا چې ورته اړتیا ده، نوې لارې ورته لټول کېږي. له پخوا نه یې ویلي دي چې احتیاج د ایجاد مور ده. دلته هم باغي جنسي اړتیا ځان ته لاره؛ بلکې لارې پیدا کوي.
د دې مدرسو طالب العلمان معمولاً د مختلفو عمرونو او په مختلفو صنفونو کې وي او دا تفاوت یو ډول د مراتبو سلسله رامنځته کوي چې له مخې یې ځینې طالبان د خپل مټ او بدني قدرت په زور تر نورو بر وي او ځینې یې په درسونو کې د تکړه توب په وجه چې د نایب استاد مقام یې خپل کړی وي. دوی کولای شي پر نورو خپل واک وچلوي او هغوی یو ډول استثمار کړي، په تېره بیا هغه کسان چې لا د ودې قانوني سن ته نه دي رسېدلي او په ماشومانو کې حساب دي.
دا به له یاده نه باسو چې د دې مدرسو یوه ستونزه دا ده چې طالب العلمان د قانوني سن پر اساس سره نه بېلوي. په دې مدرسو کې د شاګردانو د منلو لپاره معین عمر نه دی تعین شوی او هر وخت چې کورنۍ د بېوزلۍ په وجه او یا له مذهبي تعلیم سره د شوق په وجه خپل اولاد ورولېږي، دوی نه ورته نه وايي.
دغه ماشوم یا زلمکی چې مدرسې ته ځي، لومړنی درس یې د استادانو او د مشرانو شاګردانو احترام دی. دا احترام مختلفې بڼې لري، د هغوی په ننوتو سره پر پښو له درېدلو رانیولې د هغوی د لاسونو تر مچولو او د هغوی د امرونو تر اطاعته پورې. دا یو قانون دی او په ارزښتونو کې حسابېږي او په ندرت سره څوک ځنې سر غړولای شي؛ ځکه چې سرغړونکی بې تربیې ګڼل کېږي او جزا ورته ورکول کېږي.
د حقوقو پر ځای له خپلو مکلفيتونو خبرېدل
لږه موده وروسته تازه راغلی طالب العلم له وضعیت سره بالکل بلدېږي او د دغو نالیکلو مقرراتو مراعاتول زده کوي. هغه زده کوي چې لویانو او مشرانو ته د هیبت او ابهت (لویوالي) په سترګه وګوري او هغوی خپل ایدیال وګڼي. دلته یوازې د شاګرد پر مکلفیتونو په تکرار سره ټینګار کېږي او د هغه د حقونو خبره نه کېږي. شاګرد هله نا ویلو حقونو ته رسېدلی شي چې خپل مکلفیتونه ښه ترسره کړي. استاد او مشر طالب العلم هم د عسکري قطعې د قوماندان حیثیت لري او هم د مریدانو په منځ کې د پیر مقام. د دوی خبرې اکثراً د کاڼي کرښې وي او بې له کومې مناقشې منل کېږي او امرونه یې بې ښو بې بدو ترسره کېږي. د روزنې دا سبک وروسته بیا په وسلوال جهاد کې په درد لګېږي چې جنګیالي په پټو سترګو بې قید و شرطه د خپلو مشرانو اطاعت وکړي. هغه ماشوم یا زلمکی چې یوه موده په مدرسه کې اوسېدلی او د مدرسې له حاکم وضعیت سره روږدی شوی، سر تر پایه مطیع او منونکی شخص وي. د دې وضعیت غلبه مشرانو ته د امر و نهي زمینه برابروي او ورسره د دوی پټې وسوسې راپاروي. دا یوازې د دې مدرسو خبره نه ده. بشر له پخوا څخه دغسی دی چې که څوک یې هره خبره ومني او اطاعت یې وکړي، بیا یې نورې وسوسې او هوسونه راویښېږي، په تېره بیا چې مطیع کسان ورته دروني احترام هم ولري او د سرغړونې او باغیتوب انګېزه په کې نه وي پاتې.
دلته هم کم عمره او زلمکي شاګردان د اطاعت او تسلیم په وجه په مشرانو کې وسوسې راپاروي او پټ تمایلات یې لمسوي. ځینې غټ طالب العلمان چې خپلو دې وسوسو ته د ټینګې نه دي، کم عمره او زلمکو ته د تیارې مړۍ په سترګه ګوري چې په هر مناسب وخت کې به یې تېرولای شي.
دا سمه ده چې دا کارونه د ټولو د سترګو په وړاندې نه کېږي او په دې چې شرع یې ناروا ګڼي او ټولنه ورسره حساسه ده – سره له دې چې د زنا په اندازه حساسیت ورسره نشته – نو هڅه کېږي چې په پټه وشي؛ خو هغوی چې هر وخت شپه ورځ په مدرسو کې وي، په دې کارونو خبرېږي او کله کله په دې اړه له یو بل سره خبرې کوي. ان په ځينو موردونو کې غټان نه یوازې دا چې خپل کارونه نه پټوي؛ بلکې نورو ته یې هم کیسه کوي او پر دې چې داسې غوړه مړۍ یې په واک کې ده، فخر کوي. هغوی چې دغه تمایل لري خو وس یې نه لري او یا بخت ورسره نه دی ملګری شوی، له دوی سره رخه کوي.
کله نا کله بیا د غوړ او خوندور ښکار پر سر د زورورو تر منځ د رقابت اور بلېږي او هغوی چې لا زورور دي، څو نور کسان له ځان سره ملګري کوي او ډاره جوړوي چې د رقیبو بانډونو په وړاندې ودرېږي. کله خو په دې سیالیو کې هڅه کېږي چې لا غوړه مړۍ په زوره له رقیبې ډلې واخیستل شي او کامیابه ډله ځنې استفاده وکړي.
دا پدیده په هغو مدرسو کې چې په قبیله يي محیطونو کې دي او هورې د مدني قانون حاکمیت کمزوری دی، لا زیاته خوره ده. په هغو ښارونو کې چې یو څه پراختیا یې موندلې او مدني بنسټونه یا دولتي ادارې په کې ښې فعالې دي، د زورواکو بانډونو د جوړولو جرائت کم وي او تر یوه حده یې زمینه له منځه ځي او بیا د ښکار د خپلولو لپاره داسې لومې غوړول کېږي چې خشونت ورسره ملګری نه وي، مخکې مو یاده کړه چې دلته زلمکي له اطاعت او منلو سره روږدي وي.
فردي او ټولنيز عواقب يې
د دې وضعیت قربانیان په شدیدو اروايي ستونزو اخته کېږي او تر ډېرو کلونو پورې له دې ستونزو سره لاس او ګرېوان پاتې کېږي.
- ځینې یې د وخت په تېرېدو سره له دې کار سره روږدي کېږي او په راوروسته کلونو کې د شخصیت په دوه ګوني توب اخته کېږي، د ارواپوهنې په اصطلاح دوه شخصیتي کېږي.
- ځینې نور یې چې غټان شي بیا له نورو هغو وړو څخه خپل انتقام اخلي چې قسمت په لاس ورکړي دي او دا بهیر د دوی د عمر تر ډېرو کلونو پورې غځېږي.
- ځینې په اروايي عقدو اخته کېږي او ټولو یا ډېرو خلکو ته په کرکه ګوري او هر وخت چې د خطابې موقع په لاس ورځي، کرکه خپروي او زیاتو وګړو ته د بې دین او منحرف خطاب کوي. دوی پر ډېرو وړو خبرو چې د دین له نظره چندانې اهمیت هم نه لري، سخت شورماشور جوړوي او توندې تېزې خبرې کوي او اکثره وګړي په انحراف تورنوي. دوی دغه خبرې له کرکې په ډکه لهجه بیانوي. دا ډول ویناوې د دې پر ځای چې مخاطبانو او ټولنې ته ارامي وبخښي او د مینې محبت پیغام ورته ورسوي، لګیا وي بدبیني او کرکه رواجوي او په یو ډول د ټولو مشروعیت سلبوي. دوی هر وخت خلک رټي او د خلکو له انحراف او بې دینۍ ګیله کوي.
د فاجعې اوج
فاجعه هله اوج ته رسېږي چې ځینې قربانیان د وجدان په عذاب اخته کېږي؛ ځکه که په لومړي سر کې په زوره دې کار ته اړ ایستل شوي دي؛ خو وروسته یې په خپله خوښه دا کار کړی او څنګه چې په دیني روایتونو کې دا عمل تر زنا او ډېرو نورو ګناهونو بدتره ګڼل شوی دی، دوی ځانونه پلید او ګناهکاره ګڼي او دا چې هېڅ ارواشنونکی او اروايي ډاکتر ورته میسر نه وي چې په مرسته یې پر خپلې ستونزې غلبه وکړي، او نه د ټولنې فرهنګ اجازه ورکوي چې دوی خپله ستونزه له چا سره شریکه کړي، نو تل هڅه کوي چې هر څه پټ وساتي او په زړه کې یې ښخ کړي. دغه دروني غم دوی ته فکر ورپیدا کوي چې څنګه ځان یو مخ او اساسي پاک کړي … کله چې احساس وکړي چې دا ګناهونه په عادي او متعارفو عبادتونو لکه توبه او استغفار او روژه او نورو نه پاکېږي، هغه لنډه لاره چې ورته ښکارېږي، انتحار دی؛ ځکه دوی ته ویل شوي چې د دیني مقدسو ارمانونو د پوره کولو لپاره تر ټولو لوړه فداکاري همدا انتحار دی.
دا عمل له یوې خوا دوی ته د اتلولۍ حس ورکوي؛ ځکه د مهمو قدرتونو په مقابل کې درېږي او تصور کوي چې له خپل دې عمل سره د دین د دښمنانو تندی پر خاورو موښي او له بلې خوا له دې کار سره د اوږدو کلونو له رنځه خلاصېږي.
پوښتنپاروونکی تجاهل
پوښتنه پیدا کېږي چې ولې دې پدیدې ته په جدي سترګه نه کتل کېږي او استادان چې پخپله هم یو وخت د دې وضعیت قربانیان وو او پوهېږي چې په قوي احتمال شاګردان به یې هم په ورته جنجال اخته شي، ولې د دې ستونزې له څنګه همداسې ښوی تېرېږي او دا داسې طبیعي بهیر ګڼي چې چاره یې نه کېږي. لا مهمه دا ده چې ان هغه شاګردان چې په دې شیانو ککړ هم نه دي، له دې وضعیت سره جوړجاړی کوي او حساسیت ورسره نه ښيي تر دې چې که ورته ووایې چې پلانکي ږېره خریېلې ده، سره له دې چې د ږیرې خریېل د دین په منطق کې چندانې اهمیت هم نه لري، دوی خورا زیات راپارېږي او غوسه کېږي؛ خو د مدرسې د شاګردانو په دې کارونو هغومره نه خپه کېږي.
یو ځل ما د دې مدرسو یوه استاد پر غوږ وواهه چې د هغه څه پر وړاندې چې د شاګردانو تر منځ یې روان دي، د مسوولیت احساس وکړي او اجازه ورنه کړي چې داسې کارونه وشي، هغه په بې تفاوتۍ وویل: «دا خو یوازې د نن خبره نه ده چې چاره یې وشو کولای، دا خو له پخوا روان دي. دېرش کاله مخکې چې موږ د تحصیل په وروستي کال کې و او د حدیث دوره مو ویله، ځینو غټو طالبانو تر هغې پورې استاد ته د درس د پیلولو اجازه نه ورکوله چې د دوی د خوښې واړه طالبان به نه وو حاضر شوي او د دوی په څنګ کې به نه وو کېناستلي چې دوی بیا په ارام فکر درس ته غوږ ونیسي.»
سره له دې چې د مدرسو اکثره استادان او فارغان د خپل عزت د ساتلو لپاره چمتو نه دي چې په دې اړه څه ووايي او ډارېږي چې پخپله به په دې کارونو تورن شي، یا وېره لري چې د رازونو په افشا کولو سره به خپلې ټولې طبقې ته زیان ورسوي، له بلې خوا د پټولو او له شفافیته د تېښتې فرهنګ پر دې پدیدې برغولی ږدي او د روښانو معلوماتو او احصاییو د راټولولو مخه ډب کوي؛ خو بیا هم که څوک په دې برخه کې جدي ګام واخلي، ټکان ورکوونکي معلومات به تر لاسه کړي.
له دې کاره لومړۍ نتیجه چې ترلاسه کوو یې، دا ده چې وپوهېږو ولې طالبانو تر دې حده له ښځو سره دښمني کوله او په اجتماعي ژوند کې یې د هغوی موجودیت نه شو زغملای. دویمه نتیجه به دا وي چې د طالبانو اعمال د دوی د تقوا او پاکۍ نښه نه ده؛ بلکې نور عاملونه او نور دلیلونه لري. په دې هم پوه شو چې د ماشومانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو یوه خورا بده شیوه څنګه ترسره کېږي، دا هغه څه دي چې د نړۍ معلومات په کې لږ دي.
د ماشوم ځورونې مخنيوی
که وغواړو دا وضعیت ختم کړو، باید: لومړی، هغه شاګردان چې قانوني سن ته نه دي رسېدلي له هغوی بېل شي چې دې سن ته رسېدلي دي او باید اجازه ورنه کړل شي چې په یوه ځای کې سره واوسېږي.
دویم، باید ماشومانو ته د هغوی د حقونو او قانوني مصئونیتونو په اړه معلومات ورکړل شي او د دې حقونو د څارنې لپاره میکانیزم برابر شي او که حقونه یې نقض کېږي، باید ماشومانو ته د شکایت کولو لاره معلومه وي. درېیم، باید ټولنې او کورنیو ته دقیق او منظم اطلاعات چې په سمو علمي لارو برابر شوي وي، ورکړل شي چې د دې مسایلو له عواقبو خبر اوسي او د مخنیوي په برخه کې یې خپل نقش وپېژني. څلورم، دولتونه باید پر دې مدرسو رسمي څارنه زیاته کړي او اجازه ورنه کړي چې دغه ګډوډ وضعیت دوام وکړي.
استثنا، قاعده نه لغوه کوي
ښايي دا خبرې د ټولو مدرسو په اړه سمې نه وي؛ ځکه ځینو مدرسو هڅه کړې ده چې د دې شي لپاره ځینې تدبیرونه پیدا کړي؛ خو دا چې دغه موضوع د یوې مستقلې تحقیقي موضوع په توګه نه ده څېړل شوې، سړی د دغو مدرسو د کامیابۍ اندازه نه شي لګولای، په تېره بیا په دې چې د ځوانانو د دې غریزي ستونزې د حل لپاره هېڅ سنجول شوې لاره په پام کې نه ده نیول شوې او دغه ستونزه اساساً په رسمیت نه ده پېژندل شوې.
دا به هم ووایو چې له دې خبرو باید څوک دا مطلب وانه خلي چې ګوندي د دې مدرسو ټول زده کوونکي به په دې ستونزې اخته شوي وي؛ ځکه پاک لمني وګړي هم شته چې له دې ستونزو یې ځانونه لرې ساتلي دي. د هغو کسانو دقیق شمېر چې په دې مدرسو کې د بل ښکار شوي او یا یې پخپله ښکار کړی دی، هغه وخت معلومولای شو چې دقیقه میداني څېړنې ورباندې وشي.
مهمه دا ده چې وپوهېږو، دا چې د دې مدرسو ځینې شاګردان خشونت ته مخه کوي او یا انتحار کوي، وجه یې هغه ظلم دی چې د دوی خپلو هم مسلکانو ورباندې کړی دی او دوی ځنې ځورېږي. دوی مخکې تر دې چې نور قرباني کړي، پخپله په بل رقم قرباني شوي دي.
دا لیکنه که هر طالب ولولي په قسم چي په زړه کي خو ووايې چي دغه سړی رښتیا وايي ، خو څرنګه چي زموږ په فرهنګ کي ډیره دشرم خبره ده نو نور ځان ور څخه تیر کړي ، داسي حقیقتونه
باید وویل سي ټولني ته سپيني خبري وشي تر څو به زموږ خلګ خپل واړه ماشومان چي هیڅ تضمين ورته نه وي په خپله رضا چړي توب ته له کوره لیږي .