روښانتیا او مناظره
د روان ۱۳۹۷ کال د چنګاښ د میاشتې په اتمه نېټه د روښانتیا او مناظرې د پروګرامونو په لړۍ کې (له ماضي سره زموږ تړاو) تر عنوان لاندې لکچر وړاندې شو، چې وړاندې کوونکی یې د کابل پوهنتون استاد، ډاکټر اجمل ښکلی و. یاد لکچر دلته په لیکلې بڼه وړاندې کیږي او تاسې ته یې د لوستو بلنه درکوو.
“د روښانتیا او مناظرې د لکچرونو، بحثونو او مناظرو سمبالوونکې ډله”
له ماضي سره زموږ تړاو
د کوم غربي ناول کيسه ده، چې يوه ساينسپوه داسې ربوټ جوړ کړ، چې په هره مانا پوره او ځواکمن و. ربوټ ورځ په ورځ لا پسې پياوړى کېده او بشر يې د ځمکې له مخه نيست و نابود کول. انسانان يوه ساينسپوه ته ورغلل، چې له دې بلا نه يې وژغوري. ساينسپوه ربوټ ته ورغى، چې ته خو ډېر ځيرک او ځواکمن يې؛ خو زه به دې دا هر څه هله ومنم، چې زما يوه پوښتنه ځواب کړې. ربوټ ويل، وايه. ساينسپوه ويل، دا راته ووايه، چې اوس دقيقا څو بجې دي؟ ربوټ چې وخت پر ثانيو او ثانيې تر دې په ژور وخت ووېشه؛ نو چې خوله به يې ويلو ته جوړوله، وخت به تېر و، چې له دې سره له ډېره ځوره دوه پړکه شو.
انسانانو د وخت د اندازه کولو لپاره واحدونه ايجاد کړي،ځکه چې اړتيا لري، ژوند په دقيق زمانې ظرف کې د درک وړ کړي. د کانټ خبره، وخت بهرنى وجود نه لري، بلکې د يوې ښکارندې تحول ته وايي. دلته له وخت سره د تحول کلمه شامله شوه، چې د تاريخ د علم اساس دى.
د ماضي وخت دقيقا نه دى معلوم، د ژبپوهنې له مخې دې تېرې دقيقې ته هم ماضي وايي او پرون ته هم؛ خو د تاريخ په ماضي کې د تحول توکى شامل دى او تحول فرهنګي او ټولنيز اوښتون ته وايي.
انسانان هڅه کوي، چې ورځ په ورځ خپل ژوند خوندور کړي. د فرويډ د خبرې په استناد چې انسانان په ژوند کې په خوند پسې ګرځي او له درد او تکليفه ځان ژغوري. خو چې يو خوند واخلي، دا خوند پکې د نور خوند اخيستو حرص پيدا کړي؛ خو خوند له خطره بهر نه وي، ځکه نو انسانان که په خوند پسې ګرځي، له تکليفه د ځان د بچولو تدبيرونه هم لټوي. مثلا: انسان له جنسي اړيکې خوند اخلي؛ خو د محفوظې جنسې اړيکې لپاره يې قانوني لارې راايستي، چې څوک يې ونه وژني يا يې ټولنيز حيثيت خراب نشي، ځکه چې دا دواړه ده ته درد رسوي. که متوجه شو، تاريخ د بشر د خوند اخيستو او له درده د ځان د بچولو کيسه ده.
انسان د خوند په نويو سرچينو پسې په سرګردانۍ کې ورځ په ورځ په ژوند کې بدلون راولي او په دې سرګردانۍ کې کله دومره لرې لاړ شي، چې خپله ماضي هېره کړي. تاريخ دا خپله دنده بولي، چې انسان ته ورياد کړي، چې د ماضي په ايرو کې يې مرغلرې هم پرېښې، چې بايد ورخپلې يې کړې او خپل حال پرې خوندور کړي. مثلا: تصوف زموږ د تاريخ برخه دى. تاريخ وايي، چې د اوسنۍ ماډرنې فعالۍ نړۍ لپاره بايد د تصوف د انزوا خصوصيت هېر کړو؛ خو اوس چې موږ د جګړو له امله له افراطيت او تشدد سره مخ يو، تاريخ مو د تصوف عدم تشدد، ټولنيز زغم(روادارۍ) او لرليد ته هڅوي. په دې توګه، تاريخ داسې نکلچي دى، چې مخه يې ماضې ته ده؛ خو موخه يې د حال خوندورول دي.
راځئ، له يوي بلې زاويې نه هم پر تاريخ وغږېږو:
انسان ټولنيز حيوان دى، چې خبرې کولاى شي او همدا علت دى، چې انسان د نورو حيواناتو پر خلاف په ژوند کې د بدلون راوستو وړتيا لري. تاريخ وايي، چې انسان کله له ښکاري ژوند نه زراعتي ژوند ته مخه کړه او ځمکو ورته اهميت پيدا کړ، چې ورسره د مالکيت احساس ورپيدا شو، له بله پلوه خلک په يوه ځاى راټول شول؛ نو دې ته اړتيا پيدا شوه، چې د خپلمنځي جګړو او بهرني يرغلونو د مخنيوي لپاره قوانين جوړ کړي. دې قوانينو افرادو ته ښوده، چې څه وکړي او څه ونه کړي. له ټولنيزتوبه د ژوند د تېرولو طريقه پيدا شوه. فرهنګ انسان ته په ټولنه کې دننه د ژوند د تېرولو دود(طريقه) ورښيي او په پښتو کې ځکه کلچر ته دود وايي. مړى څنګه ښخ کړو؟ په ښادۍ کې څه وکړو او په اخترونو کې له نورو انسانانو سره څه چلن وکړو؟ له مشر او کشر سره په کوم مورد کې څه ډول چلن وکړو؟ دا راته کلچر وايي.
فرهنګ پر دود (کولتور) سربېره د مدنيت مانا هم لري. مدنيت سره له دې چې پر کلچر ولاړ دى؛ خو تر کلچر ممتاز دى. يعنې هغه کلچر چې اخلاقي فضيلت ولري او د انسان پکې درناوى کېږي، مدني ټولنه ده. څرنګه چې په ښارونو کې د سواد کچه لوړه او ژوند ښه وي؛ نو مدنيت د مدينې (ښار) په مانا هم کارېږي.
فرهنګ پر څلورو ستنو ولاړ وي، چې هره ستنه يې پياوړې وي،د هغې ټولنې فرهنګ پر همغه اړخ کوږ کوي. دا څلور ستنې دا دي:
يو، مذهب، چې پر وحې او الهام ولاړ دى.
دوه، ټولنيز علوم(فلسفه، تاريخ، ارواپوهنه، ټولنپوهنه): چې پر عقل ولاړ دي.
درې؛ ساينس، چې په تجربه ولاړ دى.
څلور؛ هنر چې پر حواسو ولاړ دى.
خو فرهنګ له ماضې سره ژورې اړيکې لري. د فرهنګ په هېنداره کې موږ ژوند ګورو؛ خو دا هېنداره پخپله د ماضي له جوهره جوړه ده. فرهنګ موږ ته د روايت په بڼه له نيکونو راپاتې دى. ننګ څه دى؟ دا راته فرهنګ وايي. فرهنګ دا توکى زموږ د نيکونو له زړورتياوو او جګړو رااخيستى دى او موږ تل هڅوي، چې پر وطن ننګ وکړو، ځکه چې ننګ مو زموږ ټولنيز حيثيت ته ګټه رسوي او موږ له ښه اجتماعي مقامه خوند اخلو.
په دې توګه تاريخ زموږ فرهنګي بديو ته د ماضي په رڼا کې ګوري او په تېرو زمانو کې يې د فکسولو(رغولو) هڅه کوي. راته وايي، چې زموږ اسلاف هم زموږ غوندې انسانان وو، چې کله يې غلطۍ کړي، ځکه نو د ژوند په اړه د هغوى راپاتې تعريفونه کله ناسم هم وي.
تاريخ ماضي ته د نقد له زاويې ګوري، چې کله مستقيم کېږي او کله پرې د حال او ماضي له پرتلې نه پوهېداى شو.
پخوا تاريخونه د دربارانو زندانيان وو. واکمن هوس لاره، چې په راروانه زمانه کې هم ژوند وکړي، راروان نسلونه يې په ښه نامه ياد کړي او ځايناستي يې د ده له تجربو نه استفاده وکړي؛ نو يې مورخان ګومارلي وو، چې د ده يو چارک ښه خروار کړي او خروار بديۍ يې يو چارک کړي يا يې هېڅ راوانخلي او که يې راواخلي؛ نو داسې چې لوستونکى فکر وکړي، چې په داسې مورد کې ظل الله بايد داسې کړي واى. رحمن بابا لکه چې د همدغو مورخانو په اړه ويلي وو، چې:
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې
په دې توګه تاريخ يوازې هغه څه رااخيستل، چې د باچا خوښ وو. باچا غوښتل، چې د نورو سلاطينو له احوالو خبر شي او پر سياسي بدلونونو پوه شي، چې په تجربو يې خپله واکمني اوږدمهالې او پراخه کړي. ځکه نو له دربارونو بهر نړۍ د تاريخونو لپاره مړه وه، چې يوازې په داستانونو او فردي خاطرو کې راپاتې ده او که په سياسي بدلون کې يې نقش لرلى؛ هله تاريخ رااخيستې ده.
خو اوسني تاريخونه د پخوانو پرخلاف له وړې ذرې نه واخله، تر لوى تحوله پورې ټول د فرهنګي بدلون په نامه رااخلي، ځکه همدا جزييات دي، چې د فرهنګ کل يې جوړ کړى دى. زموږ تاريخونو ته پکار دي، چې له سياسي بدلونونو سره سره نور واړه فرهنګي بدلونونه هم راواخلي. موږ ولې تشدد خوښه وو؟ ولې ژر غوسه کېږو؟ ولې ښکنځل کوو؟ ولې په وړه خبره له سره تېرېږو؟ ولې پر ښځه وژنې کوو؟ او ولې ښځې په سپره کې ورکوو؟ دا او داسې نورې ګڼې پوښتنې مو نوى تاريخ ځوابوي او دا ځوابونه راسره بيا په مهذبېدو کې مرسته کوي. اوسنى تاريخ تر پخواني هغه عملي تاريخ دى، چې ګټه يې ټول ولس ته رسي.
له دې ټولو خبرو په يوه خبره پوه يو، چې ډول او څرنګوالى يې پر ځاى خو بشري ټولنې تل د بدلون په حال کې وي او يوازې ساده ولسونه له بدلونه انکار کولاى شي؛ خو د بدلون منښت په دې مانا نه، چې يوه ټولنه دې بېرته ماضي ته د ورګرځېدو هڅه وکړي، بلکې پکار ده، چې له ماضي نه د حال په رغولو کې استفاده وکړي. تاريخ چې پر تحول غږېږي، دا تصور راکوي، چې بايد تحول ومنو؛ نو بيا ولې تحول ته غاره نه ږدو؟
- عاطفي ارزښت: تاريخ هڅه کوي، چې له ماضي سره زموږ اړيکه معقوله کړي؛ خو ماضي د ټولنيز خوب غوندې خوندور خيال او رواني تسکين زېږوي، چې د انسان ورسره عاطفي اړيکه پيدا کېږي. ځکه نو ځينې ټولنې له ماضي سره محبت لري او نه غواړي، چې دا محبت له لاسه ورکړي؛ خو که محبت مو ژوند د ښه کولو پر ځاى راخرابوي، بيا خو ښه ده، چې فکر پرې وکړو او د معقوليت توکى پکې پياوړى کړو.
- اساسي: ماضي چې د پاتې ټولنو لپاره عاطفي ارزښت لري، د همدې ټولنې افرادو ته ژوند مانا کوي او په دې توګه ماضي په يوه داسې رواني توک اوړي، چې که فرد يې په اړه شکونه وکړي، ژوند ورته بې مانا شي او داسي نور فرد له ذهني پلوه له خلا سره مخ شي. موږ او تاسو چې له دې خلا وېرېږو، تحول راته بلا ښکاري او داسې فکر کوو، چې له خپلو اسلاف به ډېر لرې لاړ شو او داسي به د تباهۍ په کنده کې وغورځېږو. زموږ د تباهۍ تصور هم ډېره قبايلي او فرسوده ښکاري؛ مثلا: که نجلۍ ښوونځي او دندې ته پرېږدو، په الهي آفت به اخته شو او ټولنيز مناسبات به مو درهم برهم شي.
- قبايليت؛ موږ چې قبايلي خلک يو، د تحول په اړه قبايلي تصور لرو. قبايلي ټولنې له خپلو اسلافو سره د ژوند د بقا په کلک مزي تړلي وي او داسې فکر کوي، چې که یې د خپلو اسلافو له ورپاتې کلچر وړوکى انحراف وکړ؛ نو دا به له هغوى سره جفا وي. په قبايلي ټولنو کې له مشرانو سره جفا د ټولنيزې بربادۍ مانا لري او شرم ګڼل کېږي.
- د فرد محکوميت: څرنګه چې زموږ په ټولنه کې نويو سياسي قوانينو او نظام ريښې نه دي زغلولې او د قبايلې ټولنې د يوه خصوصيت په توګه لا فرد د خپل ژوند بقا د ټولنې په بقا پورې تړلې؛ نو تحول ته غاړه نه ږدو. په يوه ټولنه کې د سياسي نظام پرځاى پر قبايلي ټولنه د فرد اتکا د تحول مخه نيسي، ځکه نو دا اړتيا ده، چې د سياسي نظام په پياوړتيا کې لاس وکړو.
- موږ چې په حال کې کوم مثبت بدلون نه وينو او پر ځاى يې جګړې او مرګونه وينو؛ نو ماضي راته يو شين چمن ښکاري او د حال بدوالى مو له ماضي سره افراطي مينه پيدا کوي. په داسې مورد کې لږه ډېره سخته ده، چې د تحول ذهنيت ته غاړه کېږدو. کله چې انسان په خپل عملي ژوند کې ښه والى او خوشحالي احساس کړي، د ماضي پر ځاى يې پام ګاندې(مستقبل) ته واوړي او په دې هڅه کې شي، چې ژوند نور هم ځان ته ښکلى کړي.
- ولاړه زمانه: بشر له ډبر پېر نه نيولې د اوسپنې تر عصره او بيا تر اوسنۍ تاريخي دورې په ماهيت او وسايلو کې بدلون راوستى، يو وخت ليک نه وو، ليک ايجاد شو، بيا د چاپ ماشين او اوس انټرنيټ؛ خو د بشر په تاريخ کې کله ولاړه دوره هم راشي. په اروپا کې منځنۍ پېړۍ، چې کوم مهم تحول پکې نه ليدل کېږي، ولاړه زمانه بلل کېږي. ولاړه زمانه ټولنه ماضي ته نوره هم ورنېژدې کوي. که خپل پخواني کلچر ته وګورو، موږ هم د ولاړې زمانې خلک يو. زموږ پخواني شاعر هڅه کوله، چې د خپلو اسلافو ورپاتې کلچر په امانتدارۍ سره راروانو نسلونو ته ولېږدوي، دا يې رسالت و او له روايت سره يې تړاو د ښې شاعرۍ نښه وه، ځکه نو د هغوى په شاعرۍ کې دا ډول شعرونه ډېر وينو، چې داسې کار مه کوه، چې پلار او نيکه دې نه وي کړى. پخوانو له ډب پرته د ادب تصور نشو کولاى او شاعر دا خپله دنده بلله، چې د حميد غوندې ووايي:
بې ادبه زويه نه اخلي ادب
او د سيوري نخل نه نيسي رطب
په دې توګه هغه ذرايع چې له موږ سره د ماضي په پېژندلو کې مرسته کوي، بايد خپل فکر او طرز بدل کړي؛ مثلا: تاريخ، شاعري، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، فلسفه، بشرپوهنه او نور مو بايد له ماضي سره معقوله اړيکه پيدا کړي. داسې نو دا د روڼاندو دنده ده، چې ماضي نقد کړي.