څو ورځې وړاندې محقیق په ایران کې یوې غونډې ته بلل شوی و، محقیق په دغې غونډې کې دافغان چارواکي په استازیتوب نه بلکې په افغانستان کې سیپاه پاسداران دیو اجیر په توګه ګډون کړی و ، نوموړي په دغه هیواد کې ایران ته له چاپلوسۍ ډکه وینا وکړه او هڅه یې کوله چې ایرانیان یا په بله اصطلاح خپل باداران خوشاله وساتي .
ده په خپلو خبرو کې عراق او سورې ته د ټولو هغو استول شویو جنګیالیو یادونه او مننه وکړه چې دایران د استخباراتو له لوري استخدام او دغو هیوادونو ته استول شوي دي، په دغو استول شویو کسانو کې په سلګونو افغان هزاره ګان هم شامل دي چې محقیق یې په ښکاره ننګه وکړه ،ده دهغو افغانانو یادونه وکړه چې سورې ته دجګړې لپاره د ایران له لوري استول شوي دي او هلته وژل شوي دی .
سره له دې چې محقیق دحکومت له پالیسۍ خبردی ، هغه پوهیږي چې افغان حکومت د داعش او همدارنګه سورې اوعراق ته د افغانانو داستولوپه اړه څه ډول پالیسي پرمخ وړي، خو ددې ټولو سره سره محقیق په ډیره سپین سترګۍ په ایران کې داسې څرګندونې کوي چې هیڅ توقع یې نه کیدله .
اوس مهمه پوښتنه داده چې دمحقیق دخبرو پایله به څه وي ؟
محقیق یوځل بیا هڅه وکړه چې هغه اورته پکی ووهی کوم چې اوس یې تازه دافغانانو لمن نیولې ده ، دغه اور چې هر چابل کړی خو لومړني دسوند توکي یې افغانان دي ، داعش په ننګرهار کې سر راپورته او بیا یې په کابل کې هم مرګوني بریدونه وکړل .
محقیق هڅه کوي پردۍ جګړه خپل کورته راوړي او خپل خلک ددغې پردۍ جګړې قرباني کړي ، په دهمزنګ کې په لاریون کونکو بریدونه ، دامام زمان په جومات بریدونه، او دې ته ورته نورې مرګونې حملې چې هدف یې افغان اهل تشیع و دداعشی له لوري هغه بریدونه و چې په لویه کچه مرګ ژوبله یې درلودله .
محقیق ځکه له دغې جګړې څه ویره نه لري چې دی په مرمۍ ضد موټرونو کې ګرځي، له کوره یې سیمټي دیوالونه راتاو دي په لسګونو ساتونکي لري او هم له دغه ادرسه په میلونو تومن ترلاسه کوي ، په دغه جګړه کې به هغه مظلوم هزارګان وژل کیږي کوم چې په یوه جوړه کالیو کې بهر ګرځي نه مرمۍ ضد موټرونه لري او نه یې هم له کورونو اوسپنیز دیوالونه تاو دي .
ښکاره خبره ده چې د اوربله ول اسان دي خو وژل یې ګران دي ، دمحقیق په خبرو یوې بلې نیابتي جګړې ته زمینه سازي وشوه او نورهم په دغه اور تیل وپاشل شول، دافغانستان نازک او حساس حالت ته په کتو سره به و لید ل شي چې د محقیق دغه بې توله خبرې څومره ناوړه پایلې درلودلی شي .
له محقیق سره باید څه وشي؟
ملي خاین کومه لکۍ نه لري او نه هم ملي خیانت کوم بل شی دی ، همدا ملي خیانت دي کوم چې محقیق وکړ او کوي یې ، نو افغان حکومت ته په پکار ده چې دمحقیق په اړه جدي تصمیم ونیسي نه یواځې دا چې له دندې باید ګوښه شي باید څارنوالي ته معرفي او محکمه شي دا محکمه باید علني وي او دملي خیانت په تور باید خپله سخته سزا وویني .
دمعلوماتو له مخې ویل کیږي چې محقیق د هزارګانو په سر د تجارت او سوداګرۍ دوکان پرانیستلي او په سوریه کې دهر قرباني شوي هزاره افغان په سره یې په لسګونوزره ډالر خپل شخصي جیب ته اچولي دی .
په پای کې باید ووایم چې هزاره وروڼه باید ځانونه دمحقیق له غلامي او دهغه له تجارت څخه خلاص کړي او دمحقیق پرضد خپل دریځ څرګند کړي ، داځکه چې محقیق دهغوی پراولادونو او دهغوی پرسرونو سوداګري کړې ده او کوي یې او دوي هغه اورته ورغورځي کوم چې نورو بل کړی .