تاند- د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت وايي، ۳ ملیونه افغانان په مخدرو موادو روږدي دي.
د دغه وزارت ویندوی محمد حنیف دانشیار نن /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، درې ملیونه افغانان، چې د ټول نفوس په سلو کې ۱۱ کېږي، مخدر مواد استعمالوي.
ده په عین حال کې وویل چې په هیواد کې د معتادانو شمېر مخ په ډېرېدا دی.
له مخدرو موادو سره د مبارزې د وزارت ویندوی وویل چې وزارت یې هڅه کوي چې په مخدرو موادو د نورو افغانانو د روږدېدا مخه ونیسي او روږدي کسان د معتادانو لپاره په ځانګړو روغتونونو کې تداوي کړي.
ده ومنله چې د مخدرو موادو تولید او کښت زیات شوی او اوس په ۲۰ ولایتونو کې کوکنار کرل کېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې اجرايي رييس عبدالله عبدالله له مخدرو موادو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په پیغام کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د مخدرو موادو پر ضد په مبارزه کې مرسته وکړي.