د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۳/عقرب/۶
د سیمه ییزو اورګانونو ادارې، د شفافیت څارونکو ډلې سره د سه شنبه پر ورځ د ګډ کار او همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دې تفاهم لیک له مخې به د سیمه ییزو اورګانونو اداره، له نوموړي بنسټ سره، د سیمه ییزې حکومتولۍ د ستونزو او تشو د تشخیص او څېړنې په برخه کې مرسته کوي. د شفافیت څارونکو بنسټ به، د سیمه ییزې حکومتولۍ مامورینو د ظرفیتونو لوړوولو او د حکومتولۍ په کارونو کې د خلکو د شریکولو لپاره کار کوي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین فرید ماموندزي هیله څرګنده کړه، چې د دې تفاهم لیک له لاسلیک سره به، د سیمه ییزې حکومتولۍ په کچه د شفافیت، حساب ورکونې او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې د پام وړ ښه والی رامنځته شي. ماموندزي و ویل چې :(( پخوا تصور دا و، چې مدني ټولنې او حکومت له یوه-بل سره په تقابل کې دي، خو د دې تفاهم لیک له لاسلیک سره موږ ښیو، چې د همکاریو او مشترک کار نوی پړاو پیلوو.)) د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین و ویل، چې که مدني بنسټونه له حکومت سره ګډ کار ونه کړي، په چارو کې اصلاحات نه شي راتللی.
د شفافیت څارونکو ډلې مشر اکرم افضلي و ویل، چې دوی به د تفاهم لیک له غوښتنې سره سم، له ��ې وروسته د سیمه ییزې حکومتولۍ د تشو او ننګونو په اړه علمي څېړنې کوي او حل لارې به یې د سیمه ییزو اورګانونو ادارې سره شریکوي. د ښاغلي افضلي په وینا د اصلاحاتو او حل لارو لپاره د میکانېزمونو په جوړولو کې به له سیمه ییزو او نړېوالو تجربو څخه ګټه اخلي. د شفافیت څارونکو ډلې مشر زیاته کړه، چې د دې ترڅنګ به معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي د اسانولو په برخه کې هم د سیمه ییزې حکومتولۍ له بنسټونو سره مرسته کوي. د سیمه ییزو اداراتو پالیسي، له مدني ټولنې او رسنیو سره، د سیمه ییزو ادارو پر همغږي او نژدې کار ټینګار کوي او له دې لارې، خلکو ته د حکومتولۍ د کړنو په اړه د معلوماتو د شریکولو لارښوونه کوي.