ګاندي

ژباړن: حیات الله ژوند

امري لعل ټاکور د کرېشنا چندرا نایک په نوم د يوه ځوان په اړه ليکلي، چې د کار پر مهال مار وچيچه او ومړ. د دغه ملګري کورنۍ ته باید تسلیت وویل شي؛ خو زه شخصاً د دغه ملګري کورنۍ ته د تسلیت پرځای مبارکي ويل غوره ګڼم.

زه غوره ګڼم، چې د یوه تږي د تږوالي د له منځه وړلو په هڅه کې مې دې مار وچيچي، نه چې د اسهال په ناروغۍ ومرم. د اسهال په ناروغۍ اخته کېدل به ښايي زما د ګناهونو پایله وي. ښايي په مار چيچل به مې هم د ګناهونو پایله وي. که زه د روا او نېک کار پر مهال د داسې پېښې له امله وهم مرم، تر مرګ وروسته به نېکمرغي راته سترګې په لار وي؛ نو له داسې مرګ سره مخامخ کېدل مې د نېکبختۍ له امله ګڼم.

موږ ټول باید د چندرا نایک پر مرګ باندې د خپګان پرځای او د دغه کار ستونزمن او خطرناک ګڼلو او ترې د سرغړونې پرځای د داسې مرګ چې د نایک په نصیب شوی، خوښ اوسو.

له مرګ نه وهم

په هند کې تر نورو هېوادونو د مرګ وېره ډېره محسوسېږي، دلته باید د دې خبرې سرچپه حالت واوسي. زموږ عقیده ده، چې اتمن (atman) یعنې روح تلپاتې دی. جسم هر شېبه د فنا په خوله کې وینو.

که خبره داسې ده، نو له مرګ نه ولې وېرېږو؟ که یو ماشوم مري، ولې پر دې باوري ونه اوسو، چې له اجل سره د وعدې پر اساس له نړۍ کوچېدلی دی؟ نو د مرګ وېره مو باید زړه ته لاره ونه کړي. دا زموږ وهم نه دی، چې که ووایو، ماشوم بې وخته مړ شوی؟ موږ ته دارما (پر کایناتو واکمن قانون) نه راښيي، چې هر مرګ په خپل وخت پېښېږي؟ له مرګ نه وېره باید له خپل ذهن څخه وتوږو.

د انسان رښتینې هڅه

دا ډول باور د انسان لازمي هڅې له منځه نه وړي، مرګ که نن راشي که سبا.

د انسان لازمي هڅې_له دې پرته چې د مرګ وېره مو په زړه کې ځای ونيسي_ دارما ته ژمن پاتې کېدل او د خپلو دندو ترسراوی دی. که داسې وکړو، د نه زغم له کمزورۍ ځان ژغوری او له ډېرو ګناوو څخه ځان ساتلی شو.  پر دارما او پر اړوندو مسایلو يې اعتقاد د بې پروايۍ او لټۍ مخه نيسي، چې له مخې يې تل خپل کارونه په خپل وخت کوو او له مرګ نه د وېرې فکر زړه ته نه پرېږو.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *