ځینې رسنۍ په ډیر خوند خوند د مقابل لوري د مرګ ژوبلو راپورونه خپروي. داسې به وګڼو چې په رښتیا هم ډیر طالبان ووژل شول، ډیر عسکر ووژل شول، ډیرې میندې بورې شوې او ډیرې خویندې ورارې شوې، خو بیا؟
د هدیرو لویول، د یتیمانو ډیرول او د عقدو زیاتول، ټولنې ته څه ورکولای شي؟
که د اسلام غم راسره وي نو اسلام خو به مسلمان په مخ بیایي او د مسلمان کور چې وران وي، اسلام ته به څنګه ګټه رسوو؟
که د افغانستان غم راسره وي نو افغانستان خو به په افغانانو ودانوو، چې د افغان کور ویجاړ وي، وطن به څنګه د سیالانو سیال ګرځوو؟
تیره اونۍ پیر سید احمد ګیلاني بي بي سي ته وویل چې د طالبانو او نورو افغانانو تر منځ جګړه بې فایدې او غیرضروري چاره ده. په دې خبره ځینې کسان په قهر شول او پیر صاحب ته یې بد رد وویل. د ډنډ غوري له معاهدې هم په طلوع او ځینو نورو رسنیو کې د ګندمګ معاهده جوړه شوې ده. ته به وایې چې یوازې په جنګ او خصومت کې ثواب او سړیتوب نغښتی دی.
ځینو کسانو ته سوله د حل یوه لاره ښکاري. ځینو نورو ته سوله د ځان سپینولو او بل ملامتولو وسیله ښکاري. یو شمیر داسې کسان هم شته چې د سولې په شعار کې خپله ډوډۍ او روزي لټوي. مګر حقیقت دا دی چې بې سولې هیڅ حل لاره نشته. سوله یوه حل لاره نه بلکې یوازینۍ حل لاره ده. د جنګ دوام هم د طالب ، هم د حکومت، هم د نورو افغانانو او هم د افغانستان په تاوان دی. ځینې تاوانونه جبیره کیدای شي خو ځينې تاوانونه نه جبران کیدنکي وي. د جنګ تاوانونه متاسفانه تر ډیره حده نه جبران کیدونکي دي. هغې مور ته چې زوی یې د پلاني تحریک یا پلاني صاحب په هدایت وژل شوی دی، هیڅوک تاوان نه شي ورکولای. هغې ته رسیدلی درد او غم د جبران وړ نه دی. دغه راز که اجتماع ته راشو نو وبه وایو چې روان جنګ چې هر څومره اوږدیږي هغومره د افغانستان د ختمیدو ویره زیاتیږي. د ۱۹۷۱ کال د جنګ په نتیجه کې پاکستان دوه ځایه شو او د همیشه لپاره وویشل شو. دغسې ټوکه له هر ملک او هرې ټولنې سره کیدای شي. هغوی چې ځانونو ته افغانان وایي او مسلمانان وایي، د جنګ منفي عواقب باید په نظر کې وساتي.
طالبان چې کله په لومړي ځل راپاڅیدل، خلکو یې استقبال وکړ او په لنډه موده کې یې نه یوازې کندهار بلکې کابل ونیو او که د اسامه بن لادن بې ځایه ملګرتوب یې نه وای کړی نو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر ختمیدو له مخه به یې پامیر هم نیولی وای او هغه د امیر خان متقي ترانه به رښتیا شوې وه چې ( درومي د پامیر په لور). طالبان باید په دې غور وکړي چې یو وخت ولې کامیاب شول او خلکو یې هرکلی وکړ؟ ځکه چې دوی د هغو ډلو په خلاف مبارزه کوله چې سوله یې نه غوښته او وطن یې په جنګونو لړلی و. اوس هم که هر څوک په وطن کې سوله غواړي، خلک به د هغو ملګرتوب کوي او د هغه چا په خلاف به ورسره دریږي چې شر غواړي او قتل و قتال ته پلمې جوړوي.
د حکومت او طالبانو تر منځ د اختلافاتو واټن تر بل هر وخت کم شوی دی. خارجیان وتلي دي یا وځي او یا که یو څه پاتې هم دي، د جنګ دوام ورته واقعي یا دروغي پلمه جوړه کړې ده. شریعت نه یوازې زموږ د ټولو قوانینو مور او اصلي سرچینه ده، بلکې د افغانستان په اساسي قانون کې په دې برخه کې پوره صراحت موجود دی. دا چې څوک به حکومت کوي؟ په دې باره کې هم په افغانستان کې اصلي مشکل حل شوی دی. د قانون سره سم، په افغانستان کې هغه څوک د حکومت حق لري چې خلک یې وغواړي او د خلکو د ارادې او نیت د معلومولو تر ټولو ښه او مطمینه طریقه هم معلومه ده. هر افغان د یوې رایې حق لري او افغانان شرعا او قانونا د دې خاورې څښتنان دي او دا یې حق دی چې خپل مشران خپله وټاکي.
نو په دغسې شرایطو کې د دواړو لوریو د مخالفت په مخ کې جدي خنډونه نشته او که شته هغه تر ډیره حده د بدګوماني خنډ بللای شو. هغه ډلې چې په کلونو کلونو سره جنګیدلي وي، طبعا په یو بل بدګومانه وي او یو بل ورته په چل کې ښکاري. خو دا روحي مساله ده، په واقعي شرایطو کې ریښه نه لري او پکار ده چې دواړه غاړې ورته متوجه شي. په دې کې شک نشته چې په دواړو غاړو کې به داسې عناصر وي چې په جنګ کې به یې شخصي خیر وي، خو د دواړو غاړو اکثریت باید دغه تنګ نظره او ناعاقبت اندیشه اقلیت ته اجازه ورنه کړي چې د خپلو شخصي ګټو یا عقدو په خاطر ټول وطن په اور کې وسوځوي. لکه څنګه چې جنګ کول زړه ورتوب غواړي، سوله لا لوی زړه او لا لوی همت ته اړتیا لري. سوله د انبیاوو، مصلحانو، بزرګانو او ولیانو لار ده او جنګ خو هر څوک ،چې یو څه بې رحمه او ساده وي، کولای شي. د جنګ پلوی نن ته او د سولې پلوی سبا ته ګوري. د جنګ پلوی د خپلو جذبو غلام دی او د سولې پلوی د خپل عقل. د جنګ طرفدار هم ځان تباه کوي او هم بل، د سولې طرفدار هم خپل خیر غواړي هم د بل. جنګ شیطاني او سوله رحماني کار دی. نور نو د هر چا خوښه چې د شیطان مني که د رحمان!
dear sir you wrote very nice subject,i hope to the war leaders think a bout that,
i belive ashrafghani want peace,and want to build economy of our country,
in peace every one can start success family,and social life,
i wish to peace come to afghanistan,
and finish more killing of afghans,
all mothers want peace and love their sons.
tnaks from taand