رحیم ګل وفادار

ستر ځواکمن رب په خپله کلام پاک کې فرمايي، ( وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ ) ژباړه: په تحقیق سره مونږ عزت ورکړی د ادم بچي ته!

راځو دلته د انساني کرامت د ارزښتونو په اړه، چې د ستر ځواکمن رب لخوا په خپل بنده یوه ستره لورینه شوې ده، په اړه یې یو څو کرښې وکاږو، دماغ د انسان برخلیک ټاکونکې وسیله ده خو دلته مونږ دماغ په دوه ډوله تشریح کوو، يو يې رحماني او بل يې هم شیطانې دماغ دي، لومړی که چېرې د اللهج په دې ایات شریف عمل وکړوچې فرمایلي یې دي:

(وعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللّه جَمِیعاً وَلاَ تَفَرَّقُوا)

ژباړه: تاسو د اللهج په رسۍ منګولي ولګوئ او ځانونه په ډلو او ټپلو مه  وېشئ، نو بیا پوه شه چې ته خپل ځان او ټولنې ته یو خیر رسونکی انسان يې، دوهم که  دماغ د شیطانې پر جامه پوښل شوي وي، نو پوه شه چې ته خپل ځان او ټولنه د بربادي خواته بیايې، په دې برخه کې ښه داده چې د خپلو کړنو په اړه له علماوو څخه مشوره وغواړې او د اللهج کلام پاک ته مراجعه وکړې.

په ټوله کې مو اشاره هغو کسانو ته ده، چې دوي د ټولنې دروند مسولیت پر غاړه لري، تر څو دغه سپېڅلې رسالت په سمه توګه ادا کړي  او ټولنې ته د پرمختګ زمینه برابره کړي، خو په افغاني ټولنه کې د ټولنې خدمت کولو ته هغو کسانو خپل ځان وقف کړي ده، چې د عصري ژوند کولو لاره ترې  ورکه شوي وي او د ټولنې د خدمت په پلمه ټولنې ته دخیر پر ځای شر رسوي او په ځای ددې چې ټولنې ته يې خیر ورسیږي، تر ټولو بد ترین اشخاص ټولنې ته دوي واقع شوي دي.

دوي ټوله ورځ په دې لټه کې وي، چې څرنګه خپل ځان  ټولنې ته د خدمت کولو تر عنوان لاندې په ټولنه کې مطرح  او دموقف د تر لاسه کولو لپاره ترې د یوې زینې په توګه کار واخلو، حقیقت خو دادی که چېرې د افغانستان د څلوېښت میلیوني وګړو له منځه ۱۳۰۰ کسان ریښتونې په هیواد مین اشخاص پیدا شې، چې د دې کسانو له جملي څخه له ولسمشر نیولي تر وزیرانو، ولسوالانو او ریسانو پورې شامل دي.

یاد کسان که په پوره صداقت پرته له کوم ډول فساد څخه دې مظلوم ولس او هیواد ته کار وکړي، له فساد او ناغېړي څخه په پوره ایمانداري سره خپل ځان وژغوري، نو یقین لرم چې ګران هیواد به ډېر ژر د هر رنګ ستونزو او ناخوالو څخه را ووځي او یو باثباته افغانستان به ولرو.

خو بدبختانه چې په دې ۱۳۰۰ کسانو کې چې لوړ پوړي چارواکي دي ۱۳ کسان به هم رښتونې خدمتګاران نشته، دوي ټول یواځې د خپلو شخصي اهدافو لپاره کارکوي او په دې لټه کې دي چې په  هره طریقه وي د ګران هېواد سره د خیانت له لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي، تر څو پښې سپکې او په بل هیواد کې د ځان او بچیانو لپاره سرمایه ګذاري وکړي، هلته په ارام ژوند تېر کړي.


بل دا چې په افغانې ټولنه کې خیانت هم یو څوک د خیر په نیت کوي، چې ښه بېلګه يې ننني پارلمان دی چې اکثره غړي يې په بیلا بیلو هیوادونو پورې تړاو لري، او څومرې يې چې وس او توان وي د بهرنیو هیوادونو په ګټه خیانتونه تر سره کړي، تر څو يې بهرني باداران ترې راضي او د تابیعت اسناد ورکړي.

د دې تر څنګ د یوې بلې پاکې لارې څخه هم ناوړه ګټه پورته کیږي، چې مدني فعالیتونه دي، دلته مدني فعالان متمدن ژوند ته د خدمت کولو په لاره کې لوي خنډونه رامنځ ته کړي دي، په اصل کې دوي هم ګرم ندي مدنیت یوه عربي کلمه ده چې د ښار په معنا ده، چې تشریح يې خورا زیاتو کلیماتو ته اړتیا لري، خو په لنډ ډول د یو مدني فعال د مکلفیت له مخې چې د ټولنې په وړاندې يې لري باید ټول وګړې د ښاري ژوند له سهولتونوڅخه برخمن کړي، په ټولنه کې د هر ډول ناخوالو مخه ونیسي او ولس ته د هغو اشخاصو څېرې وښایي چې په خیانت کې ښکېل دي او ناروا اعمال تر سره کوي.

خو داسې نده؛  د دوی ځینې یې یواځې د خپلې ناپوهې له امله تر شا هیڅوک نلري، ولسونه ترې په دې نارضه دي چې دوي د رسنیو، کنفرانسو، او غونډو له لارې یوازې د هغو مفسدو اشخاصو صفتونه کوي، چې دوي ته دفتر، اخبار، د موټر تیل، نغدې، سفرونه، مرستې او داسې نورې اسانتیاوې برابروي، حال دا چې د دوي مسولیت دا دې چې ټولنه د بهبود په لوري سوق کړي او عامه حقوق خلکو ته په پوره ډول ورسوي، په ټولنه کې د بدو رواجونو مخه ونیسي، د میډیا او رسنیو په وسیله خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي  او د یو پرمختللي نظام د قایم کولو لپاره زمینه سازي وکړي، د سولي او پخلاینې په برخه کې رغنده رول ولوبوي، مینه او ورورولي خپله اسلامي او انساني وجیبه وګڼې، خو له بده مرغه دوي له خپل مسؤلیت څخه په تېښته کې دي او ناوړه استفاده ورڅخه کوي.

بل خوا د بشریت سترلارښود جناب نبي کریم (ص) فرمايې:

(المومن مألف ولا خیر فیمن لا یالف ولا یولف) حدیث شریف                                                                                                                                                                  

ژباړه: مؤمین محبت کوونکی دی او خیر نشته په هغه چا کې چې محبت نه کوي او له ده سره به هم څوک محبت ونه کړي)
همداسې ده: مونږ تاسو ګورو چې په دې ټولنه کې کوم ناوړه اعمال دي چې تر سره شوي نه وي، مونږ د اسلام د پاک نوم او مقدس دین څخه تل ناوړه استفاده کړي ده او ټولې نړۍ ته مو د اسلام دین او قوانین د دهشتګردي په نوم معرفي کوو، ایا مونږ څنګه مسلمانان ځان ته وایو چې د اللهج د سپیڅلي کتاب سره هم په جنګ یو هغه دا چې اللهج  فرمايلې دي.

(وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدً  فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ)

ژباړه: چاچې یو نفس بغیر د کوم جرم څخه وواژه، ځای يې جهنم ده او د تل لپاره به په جهنم کې وي او د الله ج په غضب به اخته وي.

پس مونږ څه ندي کړي؟
د بې ګنا انسانانو وژنه راته یو عبادت ښکاري،  مونږ د یو انسان دزړه په ازارولو افتخار کوو او په دې فخر کوو چې پلانکی سړی مې له موقف څخه لري کړ او پر ځای مې هغه بل مقرر کړ، چې په دې کار کې دده هیڅ خیر هم نه وي، دا اعمال يې د هغو زهرجنو خزندګانو په څېر دي چې یواځي یو چاته ټک (چیچل) ورکوي او دده پکې هیڅ خیر هم نه وي خو جانب طرف د مرګ تر کومې رسوي.

په ټولنې کې بعضي مدنې فعالان هم په همدې مرض اخته دي او له دې مرض څخه د خلاصون لاره ترې ورکه شوې ده، خو د دوي ددې شدید مرض څخه د خلاصون لپاره یواځینۍ درملنه زه د حمزه بابا په دې شعر کې وینم، چې وايې:

لاس که په وطن کې د تعمیر کولي نشې، واوړه له تخریبه دا خبره ستا د وس ده.

ګرانه، زما د ټولنې فعاله، صرف دومره وکه چې له تخریب څخه لاس واخله او تل انساني کرامت ته درناوی وکړه، په ټولنه کې شر او فساد مه خپروه، چې په دې سره به ستا زړه ته هم سکون پیدا شې او ټولنه به دې هم له شر څخه په امن شي نور نو زه تاته دویلو لپاره هیڅ نلرم، خو راتلونکي به درته بلها ډېرې کیسي وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *