که د کرنې په اړه پوښتنې لرئ د کرنې افغان متخصص مسعود احمدزی، چې په ډنمارک کې اوسي، ستاسو پوښتنو ته د ویدو له لارې ځواب وايي.
ښاغلي احمدزي د کرنې په برخه کې یو لړ مالومات راټول کړي او په څو ویدیوګانو کې یې تاسو تاندوالو ته وړاندې کړي دي. دا یې لومړۍ برخه ده.

10 thoughts on “له مسعود احمدزي څخه د ترکاري کرلو چل زده کړئ”
  1. ډیر په زړه پوری پروګرام مو پیل کړیدی چه محصلینو او د کرنی په سکتور کی بوختو هیوادوالو ته ډیره ګټه لري. باور وکړی ډیر په لیوالتیا می مطلب خلاص کړ خو چی ویډیو وه نو له یو خوا په دفتر کی د ویډیو کتل بند دي او له بلی خوا په افغانستان کی انټرنیټ کمزوریوالي له وجی ی کتل او ډاونلو‌ډ کول ډیر وخت نیسي. پس کتل ی راڅخه پاتی شو. که چیری امکان وي همدی پروګرام ته ٍپه لیکنی بڼه ادامه ورکړی. مننه

  2. خدای تعالي دې احمدزي ته د روژې په دې مبارکه میاشت کې اجرونه ورکړي. لوی خدمت ته یې ملا تړلې ده. ګټور معلومات یې له تاندوالو سره شریک کړي خو یو څو وړاندیزونه لرم
    کوشش دي وشي چي خبري یې تکرار نه شي. اصلي خبري دې په لنډ وخت او لنډو جملو کې وکړي ځکه چي وخت زیات اهمیت لري. په یوه ژبه دې خبرې وکړي او که ورته ممکنه وي نو د ویدیو کوالټي دې نوره هم ښه کړي چې د افغانستان تلویزیونونه هم د ضرورت په صورت کې ورڅخه استفاده وکړي
    بیا هم له ښاغلي احمدزي څخه یوه دنیا مننه

  3. دښاغلی احمدزی صاحب څخه یوه نړی مننه چه دخپلوهیوادوالولپاره یی په زړه پوری اوضروری پروګرام شروع کړی الله پاک داجرونه ورکړی زه هم دصافی ورورپیشنهاد تاییدوم که داپروګرام په لیکنی بڼه شی ډیرهیوادوال به تری ګټه واخلی مننه

  4. دا په ریښتیا لوی خدمت دی، که څوک غواړي وطن ته خدمت وکړي نو له احمدزی صاحب نه یې دې زده کړي. ده ته بریاوې غواړم او وایم چې بلایې دې زموږ تش په نوم کرنې وزارت واوړي. له تاند نه هم مننه کوم چې دا لړۍ خپروي. که دا عملي درسونه په سي ډي ګانو کې هم بزګرو هیوادوالو ته وړاندې شي نو ډیر به ګټور وي. دا به خصوصا هغو هیوادوالو ته ډیر د استفادې وړ وي چې په لیک لوست کې ستونزې لري. فکر کوم چې د دغو ویډیویي درسونو ګټه په دې برخه کې له زرهاو کتابونو چې ډیره تیوریکي بڼه لري، زیاته ده.

  5. ښاغلی احمدزی صاحب څخه یوه نړی مننه چه دخپلوهیوادوالو ته د کرنی په برخه کی ډیر لوی خدمت کوی ګرانه احمد زی صیب زما کور په جلال اباد کی دی او ما په کور کی نارنج،لیمو او ګرنټه کوم چی زینتی بوټی دی کرلی دپسرلی په موسم کی یی ډیره ښه وده وکړله خو کله نه چی په جلال اباد کی هوا ډیره ګرمه شوه نو دی بوټو د پاڼو د څوکو نه په وچیدوشروع وکړه او د بعضی بوټو پاڼی به شالورته تاویده، تاویدل یی هم په داسی شکل وو لکه بوغمی غوندی یعنی پاڼه به شاته لورته دبوغمی په شکل تاویده ددی لپاره یو مسلکی کس راته د سودیم، پوټاشیم او فاسفورس لرونکو سرو د استعمال مشوره راکړه خو کله می چی هغه استعمال کړه نو د بوټی ټولی پاڼی په وچیدو شوی نه پوهیږم احمد زی صیب چی سه ورسره وکړم نو ددی لپاره ستاسو مشوری ته ضرورت لرم خدای دی وکړی چی یوه لازمه لارښونه راته وکړی
    الله دی تاسو ته اجر درکړی ،

  6. zama fegam aw helle ch me fa danmarkiy ki likly wa masodjan ahmadzy saheb ta mo wastawale ka ya!
    ma khfal makamal adras aw telpon nr likliy wa peker kawom che da tand mohtaram chlwankiy edary mashr fahqat da zan sara wasatalle aow zama ertebat mo da numawarre shakhs sara khaem na krro.
    fadranawy

  7. احمدزی صاحب او تاند ته
    دواړه لوی خدمت کوئ. سلامت اوسئ. زه په جرمني کې اوسم. یوه باغچه لرم. سږ کال مې چمن هرزه بوټو خراب کړی. باید څه وکړم. که مو کومه دوا یا لاره راوښودله نو ډیر به مو منندوی یم
    نصیب

  8. محترم احمدزی صاحب اسلام علیکم.
    زه د کابل په چهلستون کې په خپله حویلۍ کي د مڼو ونې لرم او ورسره یو کوچنی پټی د سبزیانو دپاره لرم. څرنګه کولای شم چې د دې کوچني پټي نه زیاته استفاده وکړم. فعلاً ما پکې تراتیزک. ملۍ، کاهو او نوش پیاز کرلي دي

  9. ډیر په زړه پوری پروګرام مو پیل کړیدی چه محصلینو او د کرنی په سکتور کی بوختو هیوادوالو ته ډیره ګټه لري. باور وکړی ډیر په لیوالتیا می مطلب خلاص کړ خو چی ویډیو وه نو له یو خوا په دفتر کی د ویډیو کتل بند دي او له بلی خوا په افغانستان کی انټرنیټ کمزوریوالي له وجی ی کتل او ډاونلو‌ډ کول ډیر وخت نیسي. پس کتل ی راڅخه پاتی شو. که چیری امکان وي همدی پروګرام ته ٍپه لیکنی بڼه ادامه ورکړی. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *