بدلون
چې نشه د استبداد لري په سر کې
ما ته یو دی که مغل دی که افغان
چې زما د کور اغزي ته کاږه ګوري
وایم اور شوای د هغه په ګلستان
د ۱۳۹۵ کال، د سنبلې پر ۶- مه، په کندهار پوهنتون کې، د شرعیاتو پوهنځي د فراغت مراسیم جوړ شوي ول، خو په دې غونډه کې د افغانستان ملي سرود، په دې موخه و نه ږغول شو چې، د دغه پوهنځي د پردي مشربه مشرتابه په عقیده، دا د اسلامي شریعت سره منافي عمل دی او دوی دخپلې واقعي مسلمانۍ تراژیکه سټیج ډرامه، په داسې انداز سره نندارې ته وړاندې کړه.
د شرعیاتو پوهنځي دې ملي ضد او افغانستان دوښمنه کړنې، په ټولیزو و ټولنیزو رسنیو کې پراخه غوسه را وپاروله او آن دا د افغاني- ملي ارزښتو د سپکاوي په مقابل کې، د سپکاوي تر بریده غبرګون وښوول شو، ځکه په فیسبوک کې خو د بېلابېلو سویو خلک فعال وي او هر څوک د خپل سواد مطابق نظر او ردنظر ښیي، اما د افغانانو له خوا د افغانستان د عشق نمایش د وطندوستۍ په مساوی سطحه وړاندې شو.
په دې وطن- دوښمنه حادثه کې، وروسته دا انکشاف مخې ته راغی چې له دغو افغان غلیمو مراسیمو څخه د پوهنتون رئیس، ښاغلی حضرت میر توتاخېل او ور سره یې مرستیال محترم تواب بالاکرزی د شدید احتجاج په ډول ووت، د شرعیاتو پوهنځي له مسؤلینو و استادانو سره یې سخت جنجال را منځته شو؛ د دوی دا ملي ارزښت پالونکی غبرګون هم د احسان منونکي افغان ولس له خوا وستایل شو.
موږ کولای شو چې دا پېښه د افغانستان د ناتمامې غمېزې د یوه دقیق سمپل په توګه تر دقیقې لابراتواري کتنې لاندې ونیسو او د یو څو پوښتنو په طرح کولو سره یې نتیجه واخلو:
زموږ په تاریخي هیواد کې لاهم ولي د دغه ډول یوې ملي ضد فاجعې امکان شته؟
څنګه زموږ د نظام تر چتر لاندې، زموږ د حکومت په امکاناتو، زموږ د همدغه حاکمیت پر ضد داسې مستۍ او خرمستۍ کېدای شي؟
ولي زموږ په اکاډمیک اټموسفېر کې، د دغه رنګه ښکاره تروریزم د تنفس چانس له منځه نه وړل کیږي؟
یو- په ۱۹۴۶ کې تر دوهم نړیوال جنګ وروسته، سړه جګړه پیل شوه، تر ۱۹۹۲ پورې یې ۴۶ کاله دوام وکړ او د افغان- شوروي جنګ په نتیجه کې، چې شوروی اتحاد مات شو، نو ور سره سم، د ساړه جنګ دا څپه هم کښېنسته؛ د سړې جګړې مانا دا ده چې د دنیا لوی نظامي ځواکونه (د امریکا متحده ایالات او شوروي اتحاد) مخامخ سره لاس و ګرېوان نه ول، بلکې په نورو هیوادو کې یې د خپلو پلوي رژیمو په ملاتړ سره، یو د بل په مقابل کې سیده یا نامخامخ نیابتي جنګ ته دوام ور کاوه او د نورو سیمو رضاکاره عسکر به د دوی لپاره، پرته له دې چې د دې نړیوالې ناانساني لوبې په ژورو یې سر خلاص شي، په ایډیولوژیکو شرابو مست او بدمست جنګېدل؛ په دې بشرپایمالوونکي دوران کې افغانستان هم له دې ایشېدونکو تحولاتو څخه بچ نه شو؛ د شوروي کمپ په نمایندګې، په مارکسیستې ایډیولوژۍ سمبال، چپ جریان او د لویدیځ امپریالیستي پنډغالي په استاځیتوب، اخواني ایډیولوژیک بهیر، سره ښکر په ښکر شول؛ دا غویمنډ په ۱۹۷۳ کې، د داؤد خان په سپینه کودتا سره نور هم پایمالوونکی او په ۱۹۷۸ کې د غوایي له اوښتون سره هر څه پر دا بل مخ را واووښتل؛ په ۱۹۹۲ کې د شوروي اتحاد په شکست او سړې چګړې په اختتام سره، د ثور د غوبل کوونکو هوا وخته؛ له دې سره د نړۍ د تاریخ پاڼه، د افغانستان د تباهۍ او افغان انسان د ټولوژنې په بیه واووښته او امریکا د یکه تاز ابر قدرت په اعتبار سره، د نړۍ د بادارۍ پر چوکۍ یوه پښه پر بله واړوله، خو د دوی په پیسو او مشورو د چاغو شوو اخوانیانو، نه یوازې هوا و نه خته، بلکې نوره هوا یې هم واخیسته او په نهایت کې په یوه جهاني آفت بدل شول؛ دا بده بلا نه کنټرول او نه هم مدیریت شوه، دې کار ځکه امکان نه درلود چې دا منفي پوټانشیل، پرته له تباهۍ څخه، بل د هیڅ شي لپاره نه شوای کارېدای، د کپیټالیستي غرب له خوا، لکه د الادین د څراغ دېب، همداسې ایله شو، لکه ساري مرض، د نړۍ ژونکې- ژونکې ته یې نفوذ وکړ او تر یوې اټومې چاودنې هم په بتره تباهې یې، د دنیا کونج- کونج په وژونکو شعاعوو سره ککړ شو؛ افغانستان خو یې د انفجار مرکز وو او دا دی زموږ په پوهنتونو کې یې افغانستان او افغان ضد لوړ مورال، د ناتمام ضرر، په شدت مشهود مثال دی، هلته چې یې ملي سرود ته د سپکاوي په بڼه وینو.
دوه- له بده مرغه چې سړه جګړه د افغانستان په سینه کې اوج ورسېده او د افغانانو د بې حسابه و بې رحمه وینو تویېدو په پایله کې ور ته د پای ټکی کښېښوول شو، خو د دې جنګ په فزیکي و مانیزو زهرو د اسلامي نړۍ زیاته برخه مسموم شوه او افغان جمعي ذهن خو یې بېخي په اور و وینو، مرګ- ژوبله او ترور و تباهې معتاد کړ؛ د نژدې څلوېښتو کالو جنګو و بحرانو په خونړي دوران کې، زموږ زړه تربیه کرا- کرار مخ پر ختمېدو شوه او نوې ښوونه و روزنه مو پر نانساني معیارو او پردیو میتودو باندې عیار، ګواکې ملي تربیه مو مسخه شوه او دا نو تر بل هر ډول زیان لوی او په سختې سره جبرانېدونکی ضرر وو چې زموږ ملي پرستېژ یې له ډاګه وواهه؛ د دې بېګانه او ملي ضد روزنې زهر، لکه د ایډز مرض، زموږ د ملي شعور په شریانو کې خپاره شول؛ زموږ د تعلیم و تربیې نصاب او زموږ د لوړو زدکړو کریکولم یې داسې را مسموم کړ چې نن مو تقریباً ډېر فارغان، نه یوازې له هیوادنۍ مینې بې برخې وي بلکې د وطن هر ډول تخریب ور ته، لکه له تور کفر سره ډغره، دیني وجیبه ایسي چې له ډېرو بېلګو څخه یوه یې، همدا په کندهار پوهنتون کې د ملي سرود سپکاوی دی او دا همدا د ساړه جنګ په جریان کې د پاکستان په سکولو و مدرسو کې، په افغان- ضد شیطاني احساس سره د پالل شوو سکولیانو و طالبانو هغه پردیپال ماموریت دی چې په آګاه و ناآګاهانه توګه یې اجرا ته دیني توجیهات خورا ډېر و اغېزناک دي؛ له دې بېګانه پرستو افغانستان ضد جریاناتو څخه یو هم د جمعیت اصلاح په نوم پاکستانی میشن دی چې دلته د افغان تباکوونکي پاکستاني جماعت اسلامي امتداد بلل شوی، زموږ په عدلیه وزارت کې ثبت او وطن دوښمنې یې په کړنلار کې په واضحه توګه تسجیل، ګواکې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د تایید وړ ده؛ دوی د ټولو شخصي، کورنیو، قبیلوي، نژادي، قومي، ژبنیو،، سیمییزو، مذهبي، ګوندیزو او نورو تعصباتو تر څنګ، وطنپالنه هم تعصب بولي او د مخنیوي ږغ یې کوي: «د یو چا او یا یو څیز مینه او دوستې باید دومره په انسان مسلطه نه شي چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له لوري ثابتو شویو حقایقو سره په مینه او دوستې غالبه یا ور سره برابره شي . ټول شخصي، کورني، قبیلوي، نژادي، قومي، ژبني، سیمییز، وطني، مذهبي، ګوندیز او نور توپیرونه او تعصبات باید لیري کړي او تقوا او الهي قانون ته التزام د دوستۍ او دوښمنۍ معیار وګرځوي.» (د جمعیت اصلاح افغانستان مرامنامه، مخ۱۱)
دا چې وطندوستې یې تعصب وګاڼه او د دیني نصوصو په استناد سره یې نفي کړه، بیا خو دوی ته افغانستان نا اصلاح ایسي ځکه یې پر ځان د افغانستان د اصلاح نوم ایښی دی نو مالومه خبره ده چې دوی ته تر هر بل افغان، خپل لوی مرشد مولانا مودودي، قاضي حسین احمد، منور حسین، سراج الحق، مولانا فضل الرحمن او بل هر پاکستانی ملا د تقوا غر او الهي قانون ته ملتزم ښکاري نو په منطقي نتیجه سره یې، باید دوښمنې، د دوی په مانا، له نا اصلاح شوي افغانستان او دوستي له اسلامي پاکستان سره وي؛ په کندهار پوهنتون کې د افغانستان د ملي سرود تر توهین زیاته بله افغانستان دوښمنې به یې څه وي چې په دغه لرغوني ولایت کې، د دغې پاکستانۍ سیاسي ټولنې د مشر او ضمن کې د شرعیاتو پوهنځي رئیس، پوهنیار صدیق الله میوندوال په زړور نوښت یې د ترویج سپکه هڅه وشوه؟
درې- د دغه علنې وطن دوښمنه ماموریت مخه ځکه تر هر چا زیاته پرانیستې او د هیڅ ډول خنډ و خار احساس نه کوي چې یو خو مو د حکومت بدنه په پاکستانۍ روزنه سره فلج ده او پاکستاني شعوري و ناشعوري جاسوسان مو یا د مجاهد، یا طالب او یا هم تر دا ټولو د ښه مسلمان، یاني اصلاحي په نوم، په ټوله دولتې دستګاه کې لکه کیکې و شپږې خپاره دي؛ دوهم مو مکمل دولتي نظام په داسې مزمن فساد مبتلا دی چې دنیا یې هر کال د اول یا دوهم مقام ننداره کوي او درېیم هم دا چې افغانستان په ۲۱- مه پېړۍ کې هم، زموږ د تاریخ غوندې، د نننی نوي جهاني نظم د ستراتیژۍ له مخې، نوي جیو- پولیټیک، جیو- ستراتیژیک او جیو- اکانومیک اړخونه و اهمیت موندلی او نور هم د نړۍ د لویو لوبغاړو د توجه په مرکز بدل دی، خو له بده مرغه چې د تېر په څېر، بیاهم د مدبر، زړه سواند او ملي حاکمیت د نشتوالې له امله، د ګټو پر ځای له تاوانه ډېر برخمن یو، خو له نېکه مرغه، له دې ټولې ژورې فاجعې او پېچلې سیمییزې و نړیوالې لوبې سره- سره، ځوان افغان نسل د حالاتو په مکتب کې د اوسېدو او د زمان له استاده په درس اخیستو سره، د روښانتیا و ویښتیا هغه برید ته رسېدلی چې د وطن د ماهر و جاهل او وطنپرست و پردي پرست تر منځ توپیر وکړای شي، په ملی- علمي تدبیر سره، خودکش و بېګانه پرست له خپل مخه لیري کړي او د خپلو ملي ارزښتو په ساتنې سره، د خپلې زمانې پر لوړترینه سطحه باندې، د ګران افغانستان هراړخیزې چارې سمبال کاندی.
د وطن په محبت باندې قسم خورم
چې د ځان له غمه زیات د وطن غم خورم
استاد الفت
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۱ مه / پرلپسي ۹۳ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۱۰/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *