مرکه کوونکی: رحمت الله خان امرخېل

د لوی افغانستان درنو لوستونکو سلامونه او مينه، په دې ګڼه کې مو په امارتو کې د پښتنو قومي مشر او ملي سوداګر ابو احمد کندهاري سره په اماراتو کې د افغانانو په وضعيت مرکه کړې، چې تاسو یې لوستو ته رابولو.

رحمت الله امرخېل: ابو احمد صاحب ډېره زياته مننه چې له ډېرو بوختياوو سره سره مو زموږ بلنه ومنله او خپل قيمتي وخت مو موږ ته راکړ.

ابو احمد: بسم الله الرحمن الرحيم، لومړی امرخېل صاحب تاسو څخه ډېره زياته مننه او بيا د لوی افغانستان اونيزې څخه يوه نړۍ مننه چې راغلی او زه مو د دې وړ وبللم چې  د لوی افغانستان په  دې ګڼه کې له ماسره مرکه وکړی.

رحمت الله امرخېل: په غالب ګومان په دوبۍ کې څومره افغانان اوسېږي او څومره وخت کېږي چې هلته مېشت دي؟

ابو احمد: امارت، افغانستان ته يو نږدې هېواد دی او همدا رنګه د نړی د سوداګرۍ مرکز دی، نو له همدې له امله د نورو هېوادونو په پرتله په اماراتو کې د افغانانو شمېر ډېر زيات دی، او تقريباً څلور، څلورنيم لکه افغانان په اماراتو کې له ډېره وخته هلته ژوند کوي.

رحمت الله امرخېل: څو طبقې افغانان هلته اوسېږي او کومه طبقه افغانان تر اوسه هلته بريالي دي؟

ابو احمد: په اماراتو کې درې طبقې (ټيټه، منځنۍ، لوړه) افغانان ژوند کوي، چې ټيټه طبقه کاريګر دي، منځنۍ طبقه افغانان هلته دوکاندارن او واړه شرکتونه لري او وړې وړې پروژې پر مخ وړي او بله لوړه طبقه چې په لوړه سطحه په نړيواله سطحه باندې تجارت کوي، افغانان ماشاالله په هره طبقه کې بريالي دي، ځکه چې خپل کار په ډېرې ایماندارۍ او غيرت سره پر مخ وړي، نو زما په اند د نورو طبقو په پرتله موږ په لوړه طبقه کې ډېر بريالي يو او اوس زياتره د اماراتو لوی سوداګر افغانان دي.

رحمت الله امرخېل: د افغانستان ټيټې، منځنۍ او لوړې طبقې د اماراتو له ټيټې، منځنۍ او لوړې طبقې سره بر خورد څنګه دی او د اماراتو د خلکو چلند له افغانانو سره څنګه دی؟

د امارتو خلک له افغانانو سره ډېره مينه لري او په تاريخ کې هم له موږ سره دوست پاتې شوي د امارات ټولې طبقې زموږ له ټولو طبقو سره يې برخورد ډېر ښه دی او افغانانو ته د نورو هېودونو د اوسېدونکو په پرتله ډېر قدر ورکوي او ډېر مينه له افغانانو سره لري.

رحمت الله امرخېل: هغه افغانان چې له ۲۰ کلو په اماراتو کې اوسېږي، هغه تجارت او سرمايه ګذاري يې چې په اماراتو کې کړې ولې يې خپل هېواد کې نه کوي؟

ابو احمد: امرخېل صاحب ډېره ښه پوښتنه مو وکړه، دا خو تاسو ته هم مالومه ده چې بدبختانه موږ په افغانستان کې د امنيت ډېرې ستونزې لرو او همدا خبره ده چې زياتره افغان او نړيوال سوداګر افغانستان کې سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي، موږ د افغان حکومت سره خبرې کړي چې هغه سوداګر چې په لوړه طبقه تجارت کوي يو امن ځای ورکړي او د امنيت زمانت دې وکړي، نو زياتره تجارن چمتو دي چې راشي په افغانستان کې خپل تجارت وکړي، هغه ماليه چې په اماراتوکې افغان سوداګر ورکوي که هغه په افغانستان کې ورکړي نو په سلګونو کورنيو کار پرې روانېږي، خو بيا هم د پخوا په پرتله اوس زياتره افغانان او خارجي شرکتونه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې سرمايه ګذاري کوي، نو انشاءالله په راتلونکي که به نور هم دا لړی پر مخ لاړه شي، که زموږ په هېواد کې سوله راشي نو ټول هغه افغانان چې په مهاجرت کې دي او په نورو هېوادونو کې يې سرمايه ګذاري کړې هغوی ټول چمتو دي، چې خپل هېواد ته راشي او خپل ژوند او تجارت په خپل هېواد کې وکړي.

رحمت الله امرخېل: افغانان هلته  په خپلو کارونو، مړي او ژوندي کې څومره همغږي لري؟

ابو احمد: الحمدالله، په اماراتو کې افغانان په خپلو کارونو او مړي ژوندي کې ډېر په اتفاق او اتحاد دي، په خپلو کارونو کې يو له بل سره ډېره مرسته کوي او د ښادۍ په وخت کې ټول افغان ډېر سره همغږي دي او حتی افغانان د نورو مذهبونو چې د افغانانو سره په يو مذهب هم نه دي، لکه هندوان او سیکانو په مړي ژوندي کې هم د هغوی سره مرسته کوو.

رحمت الله امرخېل: تاسو په امارتو کې د قومي مشرتوب په غاړه لری، تاسې هلته څومره د افغانانو ستونزې حل کړي دي؟

ابو احمد: موږ افغانان بيا په ځانګړي توګه د لر او بر پښتانه هر کار چې کوو نو مشوره او جرګه باندې يې کوو، نو که د افغانانو د کورنيو ترمنځ يا په سوداګرۍ کې کومه ستونزه پيدا کېږي نو موږ هلته جرګه لرو د جرګې له لارې خپلې ستونزې حل کوو او د اماراتو حکومت ته هم موقع نه ورکوو چې هغوی دې زموږ تر منځ ستونزې حل کړي.

رحمت الله امرخېل: د افغانستان سفارت په اماراتو کې د افغانانو سره په کارونو او سوداګرۍ کې څومره مرسته کوي؟

ابو احمد: په دوبۍ کې که لوی سفارت دی که هغه جنرل کونسلګری ده، زموږ په خدمت کې دي، د افغانانو سره په هره برخه کې پوره مرسته او همکاري کوي، په سفارت کې ۱۰ کاله پخوا ژبني او سمتي تعصبونه وه، خو خوشبختانه اوس هغه ستونزې هم حل شوي دي.

رحمت الله امرخېل: ابو احمد صاحب که تاسې خپل ژوند په هکله راته ووايی چې څومره وخت کېږي چې په اماراتو کې اوسېږي او د يوه افغان په توګه د دوبۍ له ژوند څخه څومره خوشحاله هستی؟

ابو احمد: زما تقريباً ۲۰ کاله پوره شول، چې په اماراتو کې ژوند کوم، الحمدالله ښه ژوند لرم ترې خوشحاله يم، خو د خپل هېواد ګران افغانستان تږی يم او خدای دې د افغانستان څخه تعصب ورک کړي، موږ همدې لپاره راغلي يو چې زموږ ټول مشران يو بل سره اوږه پر اوږه ودرېږي او يو ښه حکومت رامنځ ته شي، چې له امله يې په هېواد کې امنيت راشي تر څو موږ هم خپل هېواد ته را ستانه شو او خپل تجارت همدلته په خپل هېواد کې پرمخ بوځو.

رحمت الله امرخېل: د لوی افغانستان لوستونکو ته مو پيام څه دی؟

ابو احمد: پيام مې دا دی چې کوښښ وکړي، چې د ټوپک پر ځای دې نور قلم راواخلي، پوهې ته مخه وکړي، موږ په ټوپک باندې سوله افغانستان ته نه شو راوستی که غواړي په افغانستان کې سوله راشي نو قلم پورته کړی پوهه وکړی تر څو موږ خپله په خپلو لاسونو باندې خپل هېواد جوړ نه کړو بل څوک يې راته نه جوړوي که تاسې دې ته انتظار باسئ امريکا يا بل څوک زموږ هېواد جوړوي خو غلط فکر کوی تر اوسه پورې يو هېواد هم د بل پر لاسونو باندې نه دی جوړ شوی نو بيا هم خپلو ځوانانو ته وايم چې دا وخت ستاسې دی تاسې مټې رابډ وهی او خپل هېواد د پوهې او قلم په واسطه جوړ کړئ.

رحمت الله امرخېل: ډېره زياته مننه

قدرمنو لوستونکو دا وه د دې اونۍ مرکه، تر بلې ګڼې د خدای په امان

ژوند ژوند لوی افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *