تاند- موبایل ټېلفونونه په پیل کې یوازې د ټېلفون یا ارتباطاتو لپاره جوړ شول خو اوس موبایل یوازې یوه ارتباطي وسیله نه ده بلکې د ګڼو نورو وسیلو کار په یوازې توګه کوي.
په وروستیو کې د جرمني د برلین د (IFA) په نړیوال نندارتون کې سامسونګ شرکت د مرسډیز (بینز) په همکارۍ په موټرونو کې له موبایل ټېلفون څخه د کار اخیستو نوې شیوه موندلې ده.
دوی له ګلیکسي موبایل ټېلفون څخه د مرسدیز بنز د کیلي کار اخلي.
په دې نوې شېوه کې، د موټر د خاوند موبایل ټېلفون داسي پروګرام شوی چې که موټر ته ورنژدې کړای شي دروازه یې پرانستل کېږي او بې کیلي د موبایل په وسیله چالانېږي.
دا تکنالوژي، چې د سپټمبر له لومړۍ تر شپږمې د برلین د آی ایف اې په نړیوال نندارتون کې نندارچیانو ته وښودل شوه، له موبایل ټېلفونونو څخه د موټر جوړولو په ټکنالوژۍ کې کار اخیستو ته نوی باب پرانیزي.
د دې تکنالوژۍ کارول اسانه دي.
دا دیجټلي کیلي حتي کله چې سامسونګ ټېلفون ګول وي، هم سم کار کوي یعني د موټر دروازې پرې خلاصېدای او موټر چالانېدای شي.