تاند- د فضايي علومو څېړونکي وايي، له مځکې ۱۲ اعشاریه ۲ ملیارد نوري کاله لېري د یوه کهکشان د ټکرېدو د بهیر څرک ورته لګېدلی چې له کبله یې یوه ټوټه جلا شوې ده.

د دوی په باور د دې ټوټې اندازه د لمر زر ملیارد برابره ده.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، د فضايي علومو څېړونکي توانېدلي چې د کهکشان د ټکرېدو بهیر وویني.

دوی دا کشف د نړۍ تر ټولو په قوي او پرمختللي ټیلسکوپ وکړ.

څېړونکي اټکل کوي چې دا ټکر به له مځکې ۱۲ اعشاریه ۴ ملیارده نوري کاله لېري شوی وي.

د دوی څېړنې همداراز ښيي چې په دې ډول په سلګونه کهکشانونه له منځه تللي دي.

ساینسپوهان اټکل کوي چې دا کهکشان زموږ تر لمر زر ملیارد ځلې غټ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *