تاند- ساینسپوهانو د شیدو لار (Milky Way) په منځ کې له مځکې ۲۲ زره نوري کاله لېري یو راڅرخېدونکی ستوری وموند.

دا ستوری، چې (OGLE-2016-BLG-1190Lb) نومول شوی، تر مشتري ۱۳ هومره لوی دی او د لویوالي له کبله د ناسا ساینسپوهان ډاډه نه دي چې ایا دا به کُره وي او که نه.

د ناسا څېړونکي وايي چې دا ستوری یې د دې ادارې د فضايي ټسلیکوپ په وسیله موندلی دی.

دا ستوری د خپلې سیارې په مدار کې راګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *