فضل غني حقمل – سارینا په یوه ترافیکي پیښه کې سخته ټپي شوه او سمدستي د ټایلند یوه روغتون ته انتقال شوه، خو دا چې په سړکونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه نو هغه پر وخت (ICU) یا عاجل اطاق ته و نه رسیده او ساه یې ورکړه.

سارینا او نامزاد یې چادیل غوښتل چې په نیږدې راتلونکې کې واده وکړي، خو د سارینا مړینې بیا هم ددوی دواړو د واده مخه و نه نیوله او پر سبا یې چادیل د خپلې میرمنې له جسد سره دواده مراسم پر ځای کړل.

چادیل وايي ځکه یې د سارینا له جسد سره واده وکړ چې له هغې سره واده یې آرمان وه او غواړي ثابته کړي چې مینه هیڅکله نه مري!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *