د نړی هیوادونه د اقتصادی ودی د لحاظه پر دری ډلو ویشلی دی اول پرمختللی هیوادنه دوهم دپرمختګ په حال کی هیوادونه دریم شاته پاته (بی وزلی هیوادونه)
په یوویشتمه پیړی کی چی د افریقا د قاره او ځینی اسیایی هیوادونه نه بغیر د نړی اکثره هیوادونه د داقتصاد ، علم، او تکنالوجی د لحاظه خپل اوج ته رسیدلی ځینی رسیدونکی دی. کومه کارونه او پالیسی په کار دی تر څو د نړی د ددی چټک تلونکی کاروان سره خپل پر مختګ عیار او هغه تعقیب کړو. افغانستان چی د غریبو او ورسته پاته هیوادونو په قطار کی راځی د غربت اوبی علمی کچه پکی ډیره لوړه ده باید کومی پالیس او لاری چاری تر لاس لاندی و نیسی ترڅو ددی کتار ځان را و باسی ددی لپاره پر ځینی هغو لارو چارو او پالیسیوباید کار وسی چی د یوه ملت او مملکت د پر مختک اساسی تهداب جوړوی البته ددی ټولو کارونوپه سر کی قوی رهبری او اراده چی ددی پالیسیو د تطبیق ، رهبری اودملت د سوکالی لپاره موجوده وی تر هرڅه زیات ضرورت دی
۱ تعلیمی نظام : د افغانستان دولت او رهبری باید د ټولو نه زیات تووجو دافغانستان تعلیمی نظام رغول ته واړوی چی پدی کی د مسلکی روزونکو روزنه ، د تعلیم نظام کیفیت ، زیربناوی ، د والدینو پوهاوی او هڅونه، عصری تعلیم نصاب د لوړو زدکړو کیفیت ته تووجو ، دلوړو زدکړو د موسیساتو جلب او جذب قابلیت لوړول او په تعلمی موسیسوکی دقدرونو جذبول.
۲ د زراعتی سکتور بیا رغونه: لکه څنګه چی افغانستان د تاریخ په اوږدو کی یوزراعتی هیواد پاته شوی دی نو ددی لپاره چی بیرته پر خپلو پښو ودریږی د افغانستان زراعتی نظام دسره رغول او عصری کول پکاردی او دغو لارو چاروته د ښه رسیدګی په خاطر باید پر دغو ټکو کار وشی.
دبندونو تړل (د چک ډیم نه تر لویو بندو پوری په هره کچه) پدی سره به څه نه څه د هغه ۷۰فیصده ابو نه چی د افغانستانه بهر بهیږی یوه اندازه د تر مځکی لاندی اوبو د سطحه په لوړولو , آبیاری او د بریښنا په تولید کی ګټه واخیستلای شو. مځکنی اصلاحات ددولتی شاړو ډاګو ویشل پر پر کرونده ګرو او بی وزلو باندی د ابادیدو او کرلو په بدل کی، د ابیاری د نظام رغول اوعصری کول ، د کروندګرو د پوهاوی کچه لوړول ،د کرهنیزو محصولاتو کیفیت لوړول دنوی آصلاح شوی تخمونو او نیالګیو ویشلو سره پرکروندګرو باندی ، دنوی کرهنیزو لارو چارو دودول د زرآعتی محصولاتو لپاره په کور دننه او بهر کی مارکیټ پیدا کول , د سړو خونو جوړول ، دنوی زراعتی تکنالوجی واردول ، سبسدی ورکول کروندګرو ته البته دا ټول د منظم پروګرامو او پلانونو د مخی.
۳د تجارتی زیر بناوورغول : افغانستان د نورو ټولو هیوادونو په څیر تجارت یاراکړه ورکړی ته ضرورت لری چی د صادرولو اوواریدلولپاره پر ستندرد جوړی زیربناوی د اموالو دانتقال لپاره تر هره څه زیاتی ضرور دی لکه په نړیوال ستندرد جوړپاخه څړکونه د ریل پټلی مجهزی هوایی اډی اوپه نړیوال معیارجوړ مجهز بندرونه، ګدامونه روزل شوی کاریګر مجهز ګمرکات چی پورته ذکر سوی زیربناوی د نړیوال تجارت لپاره ډیرضروری دی تر څو و کولای په کور دننه او بهرنیو پانګوالو ته د سرمایه ګزاری او راکړی ورکړی لپاره لازمی اسانتیاوی برابری کړو او د هغو دلچسپی جلب کړو.
۴ دمالیه نه معاف د تجارتی او صنعتی ښارګوټو جوړول:
د افغانستان په سرحدی او بندری سیمو کی مالیه نه معاف د صنعتی او تجارتی ښارګوټو جوړول چی ددغو ښارګوټو په حدودوکی به په تولیداتو مالیه نه وضع کیږی تر څو وکولای شو نه یوازی بهرنی سرمایه ګذاری راجذب کړو بلکی په څنګ کی مهارتونه او دافغان کاریګرو لپاره روزنه هم جلب کړای شو په ننی عصر نړیوالی کمپنی هلته سرمایه ګذاری کوی چیری چی کاریګر ارزانه وی او مالیه کمه وی پدی سره به ډیروافغانانوته د کار زمینه برابره شی او دمهارت کچه به یه لوړه شی ولی تر ټولو مهم خارجی او داخلی پانګوالوته د هغو د سرمایه ګذاری دمصونیت ضمانت ورکول اوددغو ښارګوټو پر نړیوال معیارمجهز جوړول دی. دا هغه څو ټکی دی چی د نړی ځینی پر مختللی او بریالیوهیوادونو د پرمختګ او چټکی اقتصادی ودی لپاره د خپلو پلانونو او ستراتیژی په سر کی ځای ورکړی وو البته ډیر څه نور هم شته چی باید توجه ورته وشی.
که چیری پر پورته ذکر سو ټکو باندی یوه سالمه اداره د قوی ارادی اورهبری سره د مشخصو پلانو په چوکاټ کی کار وکړی په څو لسیزو کی به افغانستان حد آقل دپرمختګ په حال کی هیوادونو په کتار کی ودریږی .
د اباداو سرلوړی افغانستان په هیله