څېړونکي وايي، په یو لړ تحقیقاتو کې، چې ۱۷ میاشتې وخت یې پرې تېر کړی، ورته څرګنده شوه چې د انسان مړی تر یو کال پورې خوځي.

د کرونیکل هیرالډ ورځپاڼې د راپور له مخې، استرالیايي څېړونکي وايي، د څېړنې په ترڅ کې ورته ښکاره شوه چې له مړینې وروسته د انسان جسد تر یو کال پورې ښوري.

دوی د (AFTER) په نوم په تحقیقاتي مرکز کې، چې د مړو په کروندې مشهور دی، له ټایم لپس کمرو څخه په کار اخیستو هره ورځ د ۳۰ دقیقو لپاره د ورځې په رڼا کې د مړو د سر ویډیو ثبت کړې ده.

د دې څېړنې غړی الیسن ویلسن په دې اړه وايي«موږ ته څرګنده شوه چې د مړو مړوندونه خوځي، مثلاً د بدن له څنګه مړوند لاندې لوېږي.»

که څه هم پخوا ساینسپوهانو اټکل کاوه چې انسان د تجزیه کېدو په لومړیو پړاوونو کې حرکت کوي خو په اخیستل شویو ویدیوګانو کې د مړي حرکت دوی حیرانه کړي دي.

دا له مرګه وروسته د انسان د بدن په اړه په تحقیقاتو کې لوی انکشاف دی. تر دې وړاندې څېړونکو داسې تصور نه کاوه.

پر دې سربېره د ویلسن څېړنې مرسته کړې چې د مړي د تجزیه کېدو د وخت په اړه هم ګټور معلومات ترلاسه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *